رئیس احمدزی: د لوبو لغوه کېدل مو په ګټه نه دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حمید قیومي
- دنده, بي بي سي -اسټرالیا
د افغانستان مرستیال روزونکی رئیس احمدزی وايي، د کرېکټ نړیوال جام پر مهال د باران له امله د لوبو لغوه کېدل له افغان لوبغاړو دا فرصت اخلي چې د پیاوړو نړیوالو لوبډلو پر وړاندې د لوبېدو تجربه ترلاسه کړي.
تېره ورځ د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو کې د افغانستان او نیوزیلنډ لوبه د باران له امله بې نتیجې اعلان شوه او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نومره ورکړل شوه.
دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ نومره وه چې ترلاسه یې کړه ځکه دوی خپله لومړۍ لوبه انګلنډ ته بایللې وه.
افغانستان د نړیوال جام خپله دریمه لوبه سبا 'جمعه 'ایرلنډ سره کوي. رئیس احمدزي له دې لوبې وړاندې وویل چې اسټرالیا ته د کرېکټ لپاره راغلي او لوبغاړي یې غواړي ښه ولوبېږي.
نوموړي زیاته کړه: ''موږ دلته د کرېکټ لوبې لپاره راغلي یو او غواړو له پیاوړو لوبډلو سره سیالي وکړو. که باران لوبې لغوه کوي، دا زموږ کنټرول کې نه ده خو ناهیلي کوونکې ده. زموږ لوبغاړي غواړي چې د نیوزیلنډ او استرالیا په څېر لوبډلو سره ولوبېږي تر څو خپلې کمزورۍ ورمالومې شي او تجربه ترلاسه کړي ''
افغان کرېکټ لوبډله له نړیوال جام، اسیا کپ او د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د تنظیمو شویو لویو سیالیو ورهاخوا نور ډېر فرصت نه مومي چې له پياوړو لوبډلو لکه هند، اسټرالیا، انګلنډ، نیوزیلنډ او پاکستان سره دوه اړخیزې لوبې وکړي.
ښاغلي احمدزي همدې ته په اشاره وویل چې د لوبې لغوه کېدو له امله ترلاسه شوې یوه نومره دومره ګټوره نه ده چې د لوبېدو له لارې د ترلاسه کېدونکې تجربې سره پرتله شي.
رئیس احمدزي د ایرلنډ په تړاو وویل چې انګلنډ ته په ماتې ورکولو یې ډېرې لوبډلې هیښې کړې او دا چې سبانۍ لوبه به ورته اسانه نه وي.

د عکس سرچینه، AFghanistan cricket board
ده زیاته کړه: ''ایرلنډ اسانه سیال نه دی. انګلنډ سره چې دوی څه ډول ولوبېدل دا ښکاروي چې دې نړیوال جام کې هره لوبډله د دې وړتیا لري چې بلې لوبډلې ته ماتې ورکړي. خو موږ ایرلنډ سره لوبو کې ښه رېکارډ لرو او ډاډه یو که سبانۍ لوبه وشي نو د ګټلو ښه فرصت یې لرو ''.
که د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ شویو نړیوالو لوبو ته وګورو نو دا سمه ده چې افغان لوبډله برلاسې ده خو د اسټرالیا لوبغالي او پېچونه د ایرلنډ له پېچونو سره ډېر توپیر نه لري او همدا لامل دی چې ایرلنډي لوبغاړي ښايي د افغان لوبغاړو پرتله ښه دریځ کې وي.
که افغانستان سبا د جمعې په ورځ ایرلنډ سره خپله لوبه وګټلی شي نو دا به الف ګروپ کې د لوبډلو ترمنځ سیالي خورا سخته کړي، ځکه یوازې دوه لوبډلې کولی شي له دې ګروپه د نړیوال جام نیمه پایلوبو پړاو ته ووځي.









