کرېکټ: افغانستان د ۲۰۲۰ کال شل اوریز نړیوال جام ته لار ومونده

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان د ۲۰۲۰ کال د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام ته لار ومونده. د کرېکټ نړیوالې شورا "ای سي سي" د سه شنبې پر ورځ په خپله خبرپاڼه کې ویلي، په شلو اوریزو سیالیو کې د اوسنۍ درجه بندۍ پر اساس د سر اته ټیمونه مخامخ دې سیالیو ته لار مومي.
افغانستان دا مهال په دې لېست کې اتم ځای لري او دا په دې معنی ده چې د غوراوي له پړاوه له تېرېدو پرته به مخامخ ګروپ پړاو کې لوبه کوي.
د ۲۰۲۰ کال د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام به په اسټرالیا کې د اکتوبر له اتلسمې د نومبر تر پنځلسمې نېټې پورې دوام وکړي.
په دې سیالیو کې به ټولټال ۱۲ لوبډلې ګډون کوي.
په هغو اتو لوبډلو کې چې مخامخ یې دې سیالیو ته لار موندلې افغانستان، پاکستان، هند، انګلستان، اسټرالیا، نیو زیلنډ، سویلي افریقا او وېسټ انډیز لوبډلې شاملې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاتې څلورو لوبډلو لپاره به د غوراوي پړاو سیالۍ ترسره کېږي. یاده دې وي چې د سریلانکا او بنګله دېش په څېر پیاوړې لوبډلې هم نه دي توانېدلي چې مخامخ دې سیالیو ته لار ومومي.
دا دواړه لوبډلې د شل اوریزو سیالیو په اوسنۍ درجه بندۍ کې تر افغانستان ښکته دي.
هېره دې نه وي چې افغانستان به په روان ۲۰۱۹ کال کې د پنځوس اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې هم ګډون کوي.
دا لوبې به د می او جولای میاشتو ترمنځ په انګلستان کې ترسره کېږي.
د پنځوس اوریزو سیالیو نړیوال جام کې ټولټال ۱۰ لوبډلې برخه اخلي او افغانستان به له ټولو لوبډلو سره لږ تر لږه یوه لوبه کوي.









