کرېکټ: په ۲۰۱۸ کال کې د راشد خان نوي رېکارډونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان وتلي توپ اچوونکي (بالر) راشد خان په ۲۰۱۸ کال په ۵۰ اوریزو لوبو کې تر ټولو ډېرو وېکټو اخيستو ريکارډ په خپل نامه کړی. نوموړي د يو ورځنيو نړيوالو لوبو په ۲۰ سياليو کې تر ټولو ډېرې ۴۸ وېکټې ترلاسه کړي دي.
په نړيوالو يو ورځنيو سياليو کې د راشد خان تر څنګ د ډېرو وېکټو اخيستونکو په لست کې د هند کودليپ يادهو په دویم، د انکلنډ عادل رشيد په درېيم او مجيب الرحمان ځدراڼ په څلورم نمبر دي.
همدا ډول راشد خان د ۲۰۱۸ کال لومړی لوبغاړی دی چې د کلبونو په کچه په شل اوريزو سياليو کې يې تر ټولو ډېرې ۹۶ وېکټې اخيستې دي.
له دې وړاندې ۲۰۱۷ کال کې هم راشد خان د ۸۰ وېکټو په ترلاسه کولو د دغه کال د ډېرو وېکټو اخيستونکی لوبغاړی و.
راشد خان تر دې مهاله ټولې ۱۴۲ شل اوريزی سيالۍ کړې او ۲۱۴ وېکټې يې اخيستې دي، همدا ډول یې ۵۲ یو ورځنۍ سيالي کړې او ۱۱۸ وېکټې يې اخيستې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
راشد خان د نړۍ په ډېری کرېکټ ليګونو کې لوبېدلی دی چې اوس مهال د اسټراليا په بېګ بش سياليو کې د اېډلېډ سټرايکرز ټيم لپاره لوبه کوي او تر دې مهاله یې په ټولو ۱۵ سياليو کې ۲۵ وېکټې اخيستې دي.
د سږ کال نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د هند وېراټ کوهلي په ۱۴ سياليو کې تر ټولو ډېرې (۱۲۰۲) منډې کړې دي. د پاکستان فخر الزمان د زېمبابوې پر وړاندې په يوه لوبه کې د تر ټولو ډېرو (۲۱۰) منډو ريکارډ خپل کړی دی.
همدا ډول ۲۰۱۸ کال کې د جنوبي افريقا توپ اچوونکي عمران طاهر د زېمبابوې پر وړاندې د ۲۴ منډو په ورکولو سره ۶ لوبغاړي سوځولي چې د لږو منډو په ورکولو د ډېرو وېکټو اخيستو ريکارډ بلل کېږي.











