ويتالیټي لیګ: د راشد خان په ۱۸ توپونو ۳ ویکټې او ۹ منډې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سیدولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د شل اوریزو لوبو لومړۍ درجه افغان توپ اچوونکي راشد خان د انګلستان په یوه کورني کرېکټ لیګ (ویټالیټي بلاسټ) کې په ۳ اورونو کې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي سوځولي او ۹ منډې یې ور کړې دي.
د ویټالیټي بلاسټ لیګ تېره لوبه د "ساسکس" او "ګله مورګن" لوبډلو ترمنځ وه چې ساسکس لوبډله د راشد خان د ښې توپ اچونې له امله وتوانېده خپلې سیالې لوبډلې ته په ۹۸ منډو ماتې ور کړي.
د لوبې پچه "ګله مورګن" لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د "ساسکس" لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول او ۱۸۶ منډې یې ور کړې.
د راشد ارمان په ګډون د "ساسکس" لوبډلې توپ اچوونکي ښه وځلېدل او د "ګله مورګن" لوبډلې ټول لوبغاړي یې د ۱۴ اور په نیمايي کې په ۸۸ منډو وسوځول.
ساسکس لوبډلې، چې راشد ارمان پکې لوبه کوي، تر اوسه یې ۱۲ لوبې کړي چې ۵ یې ګټلي، ۳ یې بایللي او ۴ نورې یې بې پایلې شوې دي.
په کرېکټ کې کله کله د باد، باران او نورو لاملونو له مخې، لوبې بې پایلې پاتې کېږي چې بیا دواړه لوبډلې یو - یو امتیاز تر لاسه کوي.
راشد ارمان د هند د کرېکټ په غوره لیګ یا ای پي ایل او همدارنګه د استرالیا په بیګ باش کې یو له ډېرو ویکټ اخیستونکو توپ اچوونکو و او ښايي په ویټالیټي بلاسټ کرېکټ لیګ کې هم د غوره توپ اچوونکو له ډلې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د انګلستان ویټالیټي بلاسټ کورني لیګ کې پر راشد ارمان سربېره د افغان لوبډلې دوه نور لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل له 'لېسټه شېر' او مجیب الرحمن بیا 'همپ شېر' لوبډلو سره لوبې کوي.
ټي ۲۰ بلاسټ په انګلستان او ویلز کې مسلکي شل اوریز کرېکټ لیګ دی، چې د سوداګریزې هوکړې له امله یې سږ نوم په ویټالیټي بلاسټ اړول شوی دی.
په دغه ټورنمنټ کې ټولټال ۱۸ لوبډلې په دوه ګروپونو کې لوبه کوي.
د دغه لیګ لومړۍ لوبه د جولای په څلورمه پیل شوې چې پایلوبه به یې د سپټمبر په ۱۵مه په برمینګم ښار کې وشي.
د دغه لیګ د ۲۰۱۷ کال اتلولي ناټینګم شېر اوټلاس (Nottinghamshire Outlaws) لوبډلې ګټلې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images










