د کرېکټ نړیوال جام؛ کومه لوبډله د بریالیتوب ښه چانس لري؟

د عکس سرچینه، Icc
- Author, حمید قیومي
- دنده, بي بي سي - پرت اسټرالیا
د کرېکټ شل اووریزو لوبو نړیوال جام د سوپر ۱۲ یا دولس غوره لوبډلو پړاو د اکتوبر په ۲۲ پیلېږي. لومړۍ لوبه د کوربه اسټرالیا او نیوزیلنډ تر منځ کېږي.
اسټرالیا د تېر کال شل اووریزو لوبو اتلولي ګټلې وه او نیوزیلنډ یې پایلوبه کې سیال وو. نن به افغانستان هم خپله لومړۍ لوبه انګلنډ سره وکړي چې ۲۰۱۹ کې یې د یو ورځنیو لوبو نړیواله اتلولي ګټلې وه، نو ایا اسټرالیا به وتوانېږي چې د خپلې اتلولۍ دفاع وکړي او که نه نیوزیلنډ به په لومړي ځل اتلولي وګټي؟
هند او پاکستان څنګه؟ راځئ دلته د سوپر ۱۲ پړاو د ټولو لوبډلو نیمګړتیاوو او ځواکونو ته لنډه کتنه وکړو:
اسټرالیا
کوربه اسټرالیا د ۲۰۲۲ کال شل اووریزو لوبو نړیوالې اتلولۍ ګټلو لپاره یوه تر ټولو غوره لوبډله ګڼل کېږي. دوی کوردننه لوبېږي او طبعآ د خپل هېواد چاپېریال او لوبغالو سره تر بلې هرې لوبډلې ښه بلد دي چې د دوی په ګټه ده.
لسګونه زره مینه وال به یې هم د ملاتړ لپاره د لوبو نندارې ته ورځي چې د لوبغاړو په مورال ښه اغېز کولی شي. د اسټرالیا پېچونه او لوبغالي د تېزې توپ اچونې لپاره مشهور دي او فاسټ بالران په کې بریالي وي. له تاریخي پلوه اسټرالیا تل د تېزو بالرانو په موندلو کې بډایه وه.
برېټ لي، ګلېن مېګ ګرات، ډېنېس لېلي او شان ټېټ یې ځینې پخواني مشهور تېز توپ اچوونکي دي. خو اوسنۍ لوبډله یې هم د تېزې توپ اچونې په ډګر کې مالامال ده. د نړیوال جام لپاره ټاکل شوې لوبډله کې یې مېچل سټارک، پټ کمېنز او جوش هزل ووډ پیاوړي تېز بالران دي چې د کلونو تجربه لري او په نړیوال ډګر کې ځلېدلي.
اسټرالیا د توپ وهنې په برخه کې هم ښه پياوړي لوبغاړي لري. دې برخه کې به یې ډېره تکیه پر ډیوېډ وارنر، لوبډلمشر ارون فېنچ، ګلېن مکسوېل او سټیف سمېت وي. مېچل مارش او مارکس سټواینس د اسټرالیا دوه پياوړي الراونډران دي چې هم د توپ وهنې او هم د بالېنګ په برخه کې د اسټرالیا لپاره ښه ځلېږي.
د دوی شتوالی یې لوبډلې ته کم ساری انډول او توازن ورکوي. په ورو توپ اچونه کې اډم زمپا لري نو اسټرالیا تر ډېره حده د کرېکټ لوبې په هر ډګر کې تکړه ښکاري او همدا ده چې د اتلولۍ ګټلو لپاره یوه له غوره لوبډلو ګڼل کېږي.
د اسټرالیا ټاکل شوې لوبډله
ارون فېنچ (لوبډلمشر)، سټیف سمېت، ګلېن مکسوېل، ډیوېډ وارنر، مارکس سټواینس، مېچل مارش، متیووېډ، مېچل سټارک، جاش هزل ووډ، پټ کمېنز، اډم زمپا، کېن رېچرډسن، اشټن اګر، ټېم ډیوېډ او جاش اېنګلېس
هند

د عکس سرچینه، Getty Images
د شل اوریزو نړیوال جام له پیل یوازې څو ورځې وړاندې د هند کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې جسپرېت بومرا به یې لوبډله کې نه وي. دا یې له شک پرته لوبډلې ته لوی ګوزار وو.
هندۍ لوبډله د تېزې توپ اچونې په برخه کې پر جسپرېت بومرا ډېره تکیه کوي. دی په ځانګړي ډول شل اووریزو لوبو کې د دې وړتیا لري چې د پيل په شپږو اورونو کې ښه بالېنګ وکړي چې یوازې دوه فیلډران (توپ ایساروونکي) له دایرې بهر وي.
د پای په اورونو کې هم د ښه بالېنګ وړتیا لري او تر ټولو مهمه دا چې د ده په توپونو په اسانۍ ډېر رنزونه نه کېږي. که شمېرو ته وګورو نو بومرا په ۶۰ نړیوالو شل اووریزو لوبو کې د هند لپاره ۷۰ وېکټې اخېستي او د منډو اوسط یې یوازې ۶.۶ دی چې شل اووره لوبو کې د تېز توپ اچوونکي لپاره عالي بلل کېږي.
خو د ده ځای ناستی محمد شامي وارم اپ یا تمریني لوبو کې ښه بالېنګ وکړ، نو طبعآ د هغه ښه ځلېدو به هندۍ لوبډلې او مینه والو ته یې یو څه ډاډ ورکړی وي.
هند که په دې نړیوال جام کې بریالی کېږي نو ورته مهمه ده چې نژدې هره لوبه کې د بیټېنګ په برخه کې وځلېږي. دوی ښایي ونه توانېږي چې د بالېنګ پر مټ هغومره لوبې وګټي چې څومره کولی شي د بیټېنګ په مرسته یې وګټي.
هندۍ لوبډله به په خپل لوبډلمشر روهېت شرما، کی اېل راهول، ویرات کوهلي، سوریا کمار او هردېک پنډیا ډېره تکیه کوي چې بیټېنګ کې ښه وځلېږي او د سیالو لوبډلو بالرانو ته سرخوږی جوړ کړي.
داسې نه ده چې د بالرانو ښې لوبې ته یې اړتیا نشته، خراب بالېنګ د ښو توپ وهونکو خواري په اوبو لاهو کولی شي، خو هندي بالران لږ تر لږه دومره وړتیا لري چې د یوه لوړ هدف دفاع وکړي. که چېرته یې بیټسمېنان ښه وځلېږي نو لوبډله یې تر بل هر چا ښه چانس لري چې د دې نړیوال جام تر پایلوبې ورسېږي.
نړیوال جام ته د هند ټاکل شوې لوبډله
روهېت شرما (لوبډلمشر)، ویرات کوهلي، کی اېل راهول، سوریا کمار یادف، رېشاب پنټ، دنېش کارتېک، هردېک پنډیا، یوژوېندر چېهېل، محمد شامي، بوفنېشور کمار، روي چندر اشوېن.
پاکستان

د عکس سرچینه، Icc
د پاکستان لوبډله دې نړیوال جام کې له هغو لوبډلو شمېرل کېږی چې د اتلولۍ ګټلو لپاره غوره نه ګڼل کېږي، خو د دې وړتیا لري چې ډېر حیران کړي. د اسټرالیا تېز پېچونه او د پاکستان چټک توپ اچوونکي سره ښه جوړېږي.
تمریني لوبو کې مو ولیدل چې د شاهین شاه اپریدي او حارث رووف توپونه تاوېدل او بټسمېنانو ته یې سرخوږی جوړ کړی وو. له ټپه د شاهین شاه اپریدي رغېدل د پاکستانۍ لوبډلې لپاره ښه زېری دی. دی له څو میاشتو راهیسې د زنګون د ټپ له امله له نړیوالو لوبو بهر وو.
شاهین شاه، حارث رووف، محمد حسنین او نسیم شاه د پاکستان داسې تېز بالران دي چې د هرې لوبډلې پر وړاندې د ځلېدو وړتیا لري. په ورو توپ اچونه کې یې بیا ډېره تکیه پر مرستیال لوبډلمشر شاداب خان ده.
اوسني حالت کې د پاکستان لوبډله کې دوه کمزوریانې شته چې ښايي د نړیوال جام په لوبو کې یې د ماتې لامل شي. لومړی کمزوی یې د بیټېنګ په برخه کې ده. توپ وهنه کې دوی د محمد رضوان او بابراعظم په څېر پیاوړي بټسمېنان لري. تر ډېره ورته رنزونه همدغه دوه توپ وهونکي کوي.
دوی دواړو پاکستان لپاره لوبه پیلوي نو هره سیالي کې چې دوی ښه وځلېږي نو بیا خو د پاکستان کار جوړ ده، خو هره لوبه چې له دوی یو یا دواړه ژر اوټ شي نو بیا یې نور توپ وهونکي رنزونه نه شي کولی او لوبډله یې ستونزو سره مخ وي.
فخر زمان چې همدا څو ورځې وړاندې د عثمان قادر پر ځای د پاکستان لوبډلې ته ورشامل شو څه موده کېږي چې نړیوالو لوبو کې نه دی لوبېدلی او فارم کې نه دی. پر ده سربېره د پاکستان د مډل ارډر نور توپ وهونکي لکه خوشدل شاه، افتخار احمد او اصف علي هم په پرله پسې لوبو کې د بیټېنګ په برخه کې پاتې راغلي. کېدلی شي سیالې لوبډلې د نړیوال جام لوبو کې د پاکستان له دې کمزورۍ ګټه واخلي.
د پاکستان د لوبډلې یوه بله ستونزه د فیلډېنګ یا توپ ایسارونې په برخه کې ده. انګلنډ سره د پاکستان شل اوره لوبو پر مهال نژدې هره سیالي کې پاکستانیو لوبغاړو اسان کیچونه غورځول، اضافه منډې به یې ورکولی. په نړیوالو کې چې تل سیالي سخته وي او یوازې یو رنز، یو بال، یو اوور د لوبې بڼه بدلولی شي ښه فیلډېنګ ډېر مهم دي، نو دې نړیوال جام کې د پاکستان د مخته تلو لپاره اړینه ده چې لوبغاړي یې یوازې د بالېنګ په ډګر کې نه بلکې د فیلډېنګ او توپ وهنې په برخه کې هم ښه ولوبېږي.
د پاکستان ټاکل شوې لوبډله
بابر اعظم (لوبډلمشر)، محمد رضوان، فخر زمان، افتخار احمد، خوشدل شاه، اصف علي، شاداب خان، محمد نواز، محمد حسنین، نسیم شاه، شاهین شاه اپریدی، حارث رووف، شاه نواز دهاني
افغانستان

د عکس سرچینه، Icc
د شل اووریزو لوبو دې نړیوال جام ته افغان کرېکټ بورډ د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ ځینو تنکیو ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکړی. یو لوبغاړی چې لوبډله کې یې نومولو ډېر حیران کړل محمد سلیم ساپی دی. شل کلن سلیم ساپی ښي لاسی تېز توپ اچوونکی دی او د افغانستان په کورني کرېکټ لیګ شپږیزه کې لوبېدلی.
د ده په اړه د افغانستان کرېکټ روزونکي او نور لوبغاړي ښه نظرونه لري او په وینا یې د تېزې توپ اچونې په ډګر کې یو ښه استعداد دی او د دې وړتیا لري چې تر ډېرو کلونو نړیوالو لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
که د نړیوال جام لوبو کې ولوبول شي، طبعآ استعداد او وړتیا به یې ټول وویني خو سلیم ساپی نړیوال ډګر کې د لوبېدو تجربه نه لري او د کرېکټ شنونکو په اند غوره به دا وای چې له نړیوال جام وړاندې اسیا کپ سیالیو او ایرلنډ سره د افغانستان لوبو لپاره نوموړي ته لوبډله کې ځای ورکړل شوی وای.
دی د بنګله دېش او پاکستان پر وړاندې د افغانستان په تمریني لوبو کې هم ونه لوبول شو. پرته له تجربې یې مخامخ نړیوال جام کې لوبول یو څه خطر لري، خو له بل اړخه یوه ګټه یې دا هم شته چې سیالې لوبډلې به یې په اړه کم مالومات لري چې دا کېدلی شي یو مثبت اړخ وي.
توپ وهونکو کې ځوان بټسمېن دروېش رسولي لوبډله کې شته خو دی هم له نړیوال جام وړاندې د افغانستان په لوبو کې د لوبډلې برخه نه وو او په نړیوال ډګر کې د لوبېدو تازه تجربه نه لري.
په تېرو څو کلونو کې افغانستان ډېر کله د بیټېنګ او تېزې توپ اچونې په برخه کې ستونزه لرلې. فاسټ باولېنګ یا د چټکې توپ اچونې په برخه کې د ځوان استعداد فضل حق فاروق ځلېدو دا ستونزه یو څه کمه کړې، د ده تر څنګ نوین الحق او فرید ملک هم شته چې د اړتیا په وخت کې یې افغانستان لوبولی شي.
ورو توپ اچونه یا سپېن باولېنګ چې د افغانستان ځواک دی او ډېر کله یې پر مټ لوبې ګټلي - دا ځل به هم د افغان لوبډلې پرې ډېره تکیه وي. راشد خان، مجیب ځدران او محمد نبي له تېرو څو کلونو د هرې کچې سیالو لوبډلو توپ وهونکو ته سرخوږی جوړ کړی. که خدای مه کړه دوی که کوم یو ټپي هم شي نو قیس احمد یې وړ بدیل دی.
دا څلور واړه ورو توپ اچوونکي د اسټرالیا په کورني سوداګریز لیګ بېګ باش کې له کلونو راهیسې لوبېدلي او ښه ځلېدلي دي. دا به لوبو کې د افغان لوبډلې په ګټه وي، ځکه دوی تر نورو لوبغاړو د اسټرالیا شرایطو او پېچونو سره ښه بلد دي.
توپ وهنه کې هم د لوبډلمشر محمد نبي رول مهم وي. دی له نړیوال جام وړاندې تمریني لوبو کې وځلېده چې د افغانستان لپاره ښه زېری دی. د نبي تر څنګ د ابراهیم ځدران، رحمان الله ګربز او نجیب ځدران رول مهم دی.
که دوی د بیټېنګ په برخه کې مسوولیت سره لوبه وکړي او افغان بالران هم د تمې سره سم وځلېږي نو سیالو لوبډلو ته به یې د لوبو ګټل اسانه نه وي.
د افغانستان ټاکل شوې لوبډله
محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدران، عثمان غني، دروېش رسولي، نجیب ځدران، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب ځدران، قیس احمد، نوین الحق، قیس احمد، فرید ملک او فضل حق فاروقي
انګلنډ
انګلنډ شل اوریزو لوبو کې د ۲۰۱۰ کال اتلولي ګټلې وه. په ۲۰۱۹ کال کې یې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام هم وګاټه او د سږني نړیوال جام لپاره یې هم شمېر غوره لوبډلو کې کېږي. که څه هم د دوی پیاوړی تېز توپ اچوونکی جفرا ارچر دې نړیوال جام کې نشته خو مارک ووډ، سام کرن او توپ اچوونکي یې هم تکړه دي او ښه سرعت لري.
د بیټېنګ برخه کې یې پر لوبډلمشر جاش بټلر ډېره تکیه ده. ځینې ځوان لوبغاړي یې هم لوبډله کې شته چې عالي استعداد لري او دې نړیوال جام کې به د ځلېدو هڅه کوي. معین علي او لیام لېوېنګسټن یې لوبډلې ته ښه انډول ورکوي ځکه تکړه ورو توپ اچوونکي هم دي او د بیټېنګ وړتیا هم لري.
د انګلنډ لوی کمال دا دې چې د لوبې پر مهال یې لوبغاړي په ډېر ډاډه زړه لوبېږي، پر خان ډېر باوري ښکاري، که چېرته یې دوه یا درې لوبغاړي ژر هم وسوځېږي نو دوی رنزونه نه دروي او هڅه کوي چې په چټکۍ توپ وهنې ته دوام ورکړي چې دا په شل اوره لوبو کې یو لوی کمال دی.
فکر کوم که انګلنډ تر نیمه پایلوبو ونه رسېږی نو دا نړیوال جام به ورته د ناکامۍ په مانا وي.
د انګلنډ ټاکل شوې لوبډله
جاش بټلر (لوبډلمشر)، معین علي، لیام لېوېنګسټن، عادل رشید، سام کرن، مارک ووډ.
نیوزلنډ
د نیوزیلنډ لومړۍ لوبه له کوربه اسټرالیا سره ده چې د دې نړیوالو جام ګټلو لپاره غوره ګڼل کېږي. نیوزیلنډ تېر کال د شل اووریز نړیوال جام پایلوبه اسټرالیا ته بایللې وه او د جنوبي افریقا تر څنګ یوه له هغو پیاوړو لوبډلو ده چې تر اوسه نه ده توانېدلې چې په شل اووریزو او یا یو ورځنیو لوبو کې نړیواله اتلولي وګټي. ایا سږ یې ګټلی شي؟
چانس یې بالکل شته خو د لوبغاړو د وړتیا او لوبډلې د انډول له اړخه لږ تر لږه درې لوبډلې ترې مخکې دي. د دوی لپاره یو تر ټولو لوی سرخوږی د ستوري توپ وهونکي ډارېل مېچل ټپي کېدل دي چې د تېر کال جام کې یې نیوزیلنډ ته تر ټولو ډېرې لوبې کړې وې.
اسټرالیا سره لوبه کې به نه وي خو ښايي افغانستان سره د نیوزیلنډ دویمې لوبې ته چمتو شي. نیوزیلنډ به د توپ وهنې برخه کې پر لوبډلمشر کین ویلیمسن، ډیون کانوې او ډارېل مېچل ډېر حساب کوي. توپ اچونه یې د لوبډلې اصلي ځواک دی. لوکي فرګوسن، مېچل سانټنر، ټېم ساودي، ټرېنټ بولټ او اېش سودي به یې مهم بالران وي.
د نیوزیلنډ لوبډله
کین ویلیمسن (لوبډلمشر)، ډیون کانوې، فېن الن، مارټېن ګپټېل، ګلېن فېلېپس، مایکل برېسوېل، مارک چپمن، جېمي نیشم، مېچل سانټنر، ټرېنټ بولټ، ټېم ساودي، لوکي فرګوسن، اډم مېلنه، اېش سودي، ډیرېل مېچل
سویلي افریقا
سویلي افریقا هم د نیوزیلنډ په څېر یوه له هغو لوبډلو ده چې له کلونو راهیسې په نړیوالو جامونو کې ښه لوبېږي او تر نیمه پایلوبو لار پیدا کوي خو تر اوسه یې کوم لویه اتلولي نه ده ګټلې. دې نړیوالو جام کې هم دوی نیمه پایلوبو ته د وتلو فرصت لري.
ګروپ کې ورسره هند، بنګله دېش او پاکستان دي چې د نیمه پایلوبو لپاره یې مهم سیالان بلل کېږي. د جنوبي افریقا لوبډلې غوره والی په دې کی دی چې د توپ وهنې او بالېنګ دواړو برخو کې داسې لوبغاړي لري چې په نړیوالو سیالیو کې هم ځلېدلي او په سوداګریزو لیګونو کې یې هم ښې لوبې کړي.
مهم لوبغاړي یې دې نړیوال جام کې کوېنټن دې کا، هېنډرېکس او ډیوېډ مېلر دي چې د بیټېنګ په برخه کې به پرې مسوولیت ډېر وي. خو د تېزو توپ اچوونکو اینرېخ نوکیا، کخیسو رباډا او لونګي اېنډېډي رول هم مهم دی.
د سویلي افریقا لوبډله
ټېمبا بوما (لوبډلمشر)، کوېنټن دې کاک، ریزا هېنډرېکس، هاینرېخ کلاسن، کېشف مهاراج، ایډن مارکرم، ډیوېډ مېلر، لونګي اېنډېډي، اینرېخ نوکیا، وین پارنېل، ډواین پرېټوریس، کخیسو رباډا، رایلي روسو، تبرېز شمسي، ټرېسټن سټبز
بنګله دېش

د عکس سرچینه، Icc
د بنګله دېش لوبډلې چمتووالی دې نړیوال جام ته ډېر ښه نه دی او داسې معلومېږي چې د اسټرالیا له شرایطو او پېچونو سره یې لوبغاړی ستونزې سره مخ دي. دوی اسیا کپ کې هم ډېر ښه ونه ځلېدل او تمریني لوبې یې هم وبایللې چې افغانستان ته یې لوبه په لوی توپیر بایللې وه.
خو ځینې داسې لوبغاړي لري چې د هر سیال پر وړاندې ځلېدلی شي او له امله یې بنګله دېش یوه خطرناکه لوبډله ګڼل کېږي. دې نړیوال جام کې به یې ډېره تکیه پر لوبډلمشر شکېب الحسن او تېز بالر مستفیز رحمان وي. نورو مهمو لوبغاړو کې یې مهدي حسن، تسکین احمد او لېټن داس شمېرل کېږي.
د بنګله دېش لوبډله
شکیب الحسن (لوبډلمشر)، یاسر علي، مصدق حسین، شبیر رحمان، نورل حسن، لېټن داس، مهدي حسن، عاطف حسین، محمد سیف الدین، نجم الحسین، نسوم محمد، تسکین احمد، عبادت حسین، حسن محمود، مستفیزرحمان
شري لنکا
شري لنکا نژدې دوه میاشتې وړاندې د اسیا کپ په ګټلو ټول حیران کړل. د اسیا کپ لومړۍ لوبه یې افغانستان ته په لوی توپیر وبایلله او داسې ښکارېده چې لوبډله یې د پخوانۍ شري لنکا لوبډلو پرتله خورا کمزورې ده.
ډېر نوي او ځوان لوبغاړي لري او اسیا کپ کې له لومړۍ لوبې ورهاخوا یې چې لوبغاړي په څومره شوق، هیاجان او جذبې ولوبېدل حیرانوونکې وه. شري لنکا د اسیا کپ په څېر د نړیوال جام لومړي پړاو لوبو کې هم خپله لومړۍ لوبه په حیرانوونکي ډول نمېبیا ته وبایلله خو وروسته یې بیا د دوو پرله پسې لوبو ګټلو سره د سوپر ۱۲ پړاو ته لار ومونده.
دوی خپل ګروپ کې د سر لوبډله شوه نو ځکه به د سوپر ۱۲ په الف ګروپ کې وي او افغانسنان سره به هم لوبه ولري.
د شري لنکا لوبډله
دسوم شناکا (لوبډلمشر) ، پتوم نېسانکا، کوشال مېنډېس، چریت اسالنکا، بنوکا راجاپکسا، دننجایا دې سلوا، وانېندو هسارنګا، مهیش تېکشانا، جېفري وندرسې، چمیکا کرونارتنې، کسون رجیتا، اشن بندارا، لهیرو کمارا، بېنورا فرننډو، پرامود مدوشان
ایرلنډ
ایرلنډ هم د نړیوال جام په لومړي پړاو کې خپله لومړۍ لوبه زمبابوې ته بایللې وه او داسې ښکارېدل چې ښایي دویم پړاو ته وتل یې ګرانه شي. خو په درېمیه او برخلیک ټاکونکې لوبه کې یې وېسټ انډیز ته ماتې ورکړه او سوپر ۱۲ پړاو ته په تلو بریالي شول.
وېسټ انډیز ته ماتې ورکول د ایرلنډ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده ځکه وېسټ انډیز تر دې وړاندې دوه ځله د شل اووریزو نړیوال جامونه ګټلي. ایرلنډ به غواړي له دې بري په ګټې اخېستو د نړیوال جام په دویم پړاو کې هم ښه وځلېږي.
د ایرلنډ لوبډله
انډریو بالبرني (لوبډلمشر)، مارک اډېر، کرټېس کمفر، ګارېت ډېلېني، جورج ډاکرېل، سټیفن ډوهېني، فیان هنډ، جاش لېټل، باري مېکارتي، کونر اولفرټ، سېمي سېنګ، پال سټرلېنګ، هري ټېکټر، لورکان ټکر، ګراهام هیوم
زمبابوې
زمبابوې د نړیوال جام د لومړي پړاو په لوبو کې د خپل ګروپ د سر لوبډله شوه او د سوپر ۱۲ پړاو کې به د هند او پاکستان په ګروپ کې وي. سکندر رضا د لومړي پړاو په سیالیو کې د دوی ستوری لوبغاړی وو او دوی به د سوپر ۱۲ پړاو کې هم پر ده ډېره تکیه کوي.
د زمبابوې لوبډله
کرېګ اېروې (لوبډلمشر)، رایان بورل، رېګېس چکابوا، ډېنډای چتارا، برېډلي اېوانز، لوک جانګوې، کلایف مډنډې، وېسلي مدېوېر، وېلېنګټن مساکادزا، ټوني مونیونګا، بلېسېنګ موذاراباني، رېچرډ نګاروا، سکندر رضا، مېلټن شومبا، شان وېلیمز
هالنډ
هالنډ که څه نړیوالو لوبو کې د لوبېدو ډېره تجربه نه لري خو د نړیوال جام په لومړي پړاو کې ښه وځلېدل. دوی له نمېبیا او متحده عربي اماراتو نه خپلې لوبې وګټلې خو شري لنکا ته یې بیا لوبه وبایلله.
هالنډۍ لوبډلې لپاره سوپر ۱۲ پړاو ته لاره وموندل او هلته د هند او پاکستان په څېر لوبډلو سره لوبېدل یوه ستره تجربه ده او هېواد کې یې د کرېکټ پرمختګ په لاره کې یو ښه ګام دی.
د هالنډ لوبډله
سکاټ اېډورډز (لوبډلمشر)، کالن اکرمن، شریز احمد، لوګن ون بیک، ټام کوپر، برېنډن ګلوور، ټېم وان در ګوټن، فرېډ کلاسن، بس دې لیډز، پال ون میکېرېن، رولوف ون در مرف، سټیفن مایبرف، تېجا نېدامانورو، مکس اوډوډ، تېم پرېنګل، وېکرم سېنګ.










