کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغان لوبډله لومړنۍ رسمي لوبې ته چمتوالی کوي

کرېکټ لوبډله

د عکس سرچینه، AFghanistan cricket board

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې نن نېدرلنډ له شري لنکا سره او نامیبیا له متحده عرب اماراتو سره لوبه لري. په همدې ترڅ کې پرون ایرلند ۶ ویکټو سره سکاټلند ته ماته ورکړه او ویست انډیز ۳۱ منډوسره له زمبابوي څخه لوبه وګټله.

افغانستان هم پرون له پاکستان سره تمریناتي لوبه لرله چې بي نتیجې پاتې شوه. د افغانستان لپاره دا دویمه او وروستۍ تمریني لوبه وه، چې د باران له کبله بې پایلې وبلله شوه.

د بي بي سي خبریال حمید قیومي چې د کرېکټ شل اوریزو نړیوال جام سیالیو خبري پوښښ لپاره اسټرالیا کې دی، په خپل رپوټ کې وايي، افغان کرېکټ لوبډله له پرونۍ لوبې وروسته د اسټرالیا پرت ښار ته لاړه.

افغان کرېکټ لوبډله به د اکتوبر پر ۲۲ مه نېټه د شنبې پر ورځ د نړیوال جام سیالیو لړ کې خپله لومړنۍ رسمي لوبه له انګلنډ سره کوي.

زموږ خبریال وايي، نن پنجشنبه د افغان لوبډلې لپاره د ارام ورځ ده، خو سبا جمعه به بیا افغان لوبغاړي یو لنډمهاله تمریني کمپ لري.

افغان لوبغاړو او کرېکټ چارواکو چې له نژدې درې اونیو راهیسې په اسټرالیا کې دي او یو لړ تمریني کمپونه یې هم لرل بي بي سي ته وویل، بشپړ چمتوالی لري او د اسټرالیايي لوبغالیو له شرایطو سره یې ځانونه عیار کړي دي.

افغان کرېکټ چارواکي ډاډ ښيي چې لوبغاړي به یې د نړیوال جام په رسمي لوبو کې ښه وځلېږي.

افغان کرېکټ چارواکي د رسمي لوبو پیل تر مهاله د رحمان الله ګوربز پښې ټپ کېدو هیله مندي ښيي،

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان کرېکټ چارواکي د رسمي لوبو پیل تر مهاله د رحمان الله ګوربز پښې ټپ کېدو هیله مندي ښيي،

د یادونې ده چې د افغانستان کرېکټ لوبډلې تکړه توپوهونکی رحمان الله ګربز د پاکستان پر وړاندې تمریناتي لوبه کې له ټپي کېدو وروسته له سیالۍ بهر شو، خو اوس د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولین وايي، د هغه د معایناتو پایلې ''نورمال '' دي. د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي، نوموړی به ''د راتلونکو دوو ورځو په ترڅ کې له بشپړې پاملرنې لاندې وي ترڅو په نړیوال جام کې د افغانستان د لومړۍ سیالۍ لپاره په بشپړه توګه چمتو شي. ''

بل لور په اسټرالیا کې د بي بي سي خبریال وايي، له انګلنډ سره لوبه به د افغان لوبډلې لپاره ځکه اسانه نه وي، چې انګلنډ خورا تکړه توپ اچوونکي او توپ وهونکي لري، خو د افغانستان لپاره بیا د دې لوبې ښه اړخ او د دوی ځواک دا دی چې د راشد، مجیب او محمد نبي په څېر ورو توپ اچوونکي لري.

د یادونې ده چې دغه افغان لوبغاړي د بیګ باش په ګډون د اسټرالیا په کورني کرېکټ کې ډېر لوبېدلي او له ځايي شرایطو سره ښه بلد دي.