کرېکټ نړيوال جام: انګلنډ له افغانستانه په پنځو وېکټو سيالي وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام د سوپر ۱۲ پړاو سياليو په دويمه لوبه کې انګلنډ افغانستان ته په وېکټو ماته ورکړه.
دغه لوبه چې دا سټراليا په پرت ښار کې روانه ده، پچه يې انګلنډ وګټله او لومړی يې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۳ منډو هدف وټاکه چې انګلنډ په ۱۹ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره وګټله.
د افغان لوبډلې د ټوپوهنې پيل ښه نه و او د سر دوه لوبغاړي يې ژر يو پر بل پسې وسوځېدل خو ابراهيم ځدراڼ او عثمان غني ملګرتيا وکړه او په ترتيب سره يې ۳۲ او ۳۰ منډې وکړې.
د انګلنډ لپاره سم کرن پنځه وېکټې واخيستې چې دا په نړيوال شل اوريز جام کې د يوه توپ اچوونکې له خوا د ډېرو وېکټو ريکارډ هم دی. د ده تر څنګ بېن سټوک او مارک ووډ هر يوه دوې دوې او کرېس ووکس يوه وېکټه واخيسته.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي، راشد خان، مجيب ځدراڼ، محمد نبي او فريد ملک يوه يوه وېکټه واخيسته.
د انګلنډ لوبډلمشر جاش بټلر افغانستان سره د لوبې چمتووالي پر مهال وویل چې که څه هم لوبډله یې نننۍ لوبې او نړیوال جام ته چمتو ده، خو د افغانستان ورو توپ اچوونکو ته په اشارې یې زیاته کړه چې لوبه به ورته اسانه نه وي.
ده وویل: ''افغان لوبډله داسې لوبغاړي لري چې کولی شي د لوبې پر پایله ډېر اغېز ولري، موږ د افغانستان د ورو اچوونکو له ځواکه خبر یو او ورته مو چمتووالی نیولی. په ځانګړي ډول راشد خان او مجیب د نړۍ هر ډول توپ وهونکو ته سرخوږی جوړولی شي. ''










