د افغانستان ورو او که د انګلنډ تېز توپ اچوونکي؛ نننۍ لوبه کې به څوک برلاسي وي؟

د ویډیو تشریح، د کرېکټ ۲۰۲۲ نړیوال شل اوریز جام؛ افغانستان د انګلنډ پر وړاندې
    • Author, حمید قیومي
    • دنده, بي بي سي- پرت اسټرالیا

د کرېکټ نړیوال جام د سوپر ۱۲ پړاو په دویمه لوبه کې نن افغانستان او انګلنډ سره مخ دي. دا لوبه د اسټرالیا په پرت ښار کې کېږي. د نن ورځې لومړۍ لوبه د کوربه اسټرالیا او نیوزینلډ تر منځ په سېډني ښار کې ده.

د انګلنډ لوبډلمشر جاش بټلر افغانستان سره د لوبې چمتووالي پر مهال وویل چې که څه هم لوبډله یې نننۍ لوبې او نړیوال جام ته چمتو ده، خو د افغانستان ورو توپ اچوونکو ته په اشارې یې زیاته کړه چې لوبه به ورته اسانه نه وي.

ده وویل: ''افغان لوبډله داسې لوبغاړي لري چې کولی شي د لوبې پر پایله ډېر اغېز ولري، موږ د افغانستان د ورو اچوونکو له ځواکه خبر یو او ورته مو چمتووالی نیولی. په ځانګړي ډول راشد خان او مجیب د نړۍ هر ډول توپ وهونکو ته سرخوږی جوړولی شي. ''

د انګلنډ لوبډلې پرون 'جمعه ' پرت لوبغالي کې نننۍ لوبې ته د چمتووالي لپاره نژدې درې ساعته تمرین وکړ.

له دوی وروسته بیا افغان لوبډله لوبغالي ته ورغله او هغوی هم خپل روزنیز کمپ ترسره کړ.

افغان لوبډلې ته ښه زېری دا دی چې د پیل توپ وهونکي رحمان الله ګربز پروني تمرین کې په عادي ډول برخه واخېسته او داسې ښکارېده چې نننۍ لوبې ته به چمتو وي. له روزنیز کمپه وروسته مې ده سره خبرې وکړې او ومې پوښت چې ایا انګلنډ سره به ولوبېدای شي.

کرېکټ

ده راته وویل: ''هو، روغتیا مې اوس ښه ده، که څه هم پښه کې مې لږ درد شته خو ډېر جدي نه دی او د انګلنډ پر وړاندې لوبه کې حتما لوبېږم. ''

افغان لوبډله کې د رحمان الله ګربز رول ډېر مهم دی. پر ده سربېره افغان لوبډله د توپ وهنې په برخه کې په ابراهیم ځدارن هم ډېره تکیه کوي.

دی له تېرې څه مودې راهیسې پرله پسې په نړیوالو لوبو کې د افغانستان لپاره ښه ځلېدلی. تمریني لوبو کې د بنګله دېش او پاکستان پر وړاندې د ده بیټېنګ ډېر عالي وو.

پرت لوبغالي کې د افغان لوبډلې د روزنې پر مهال راته ابراهیم ځدران وویل چې اسټرالیا کې د تېرو دریو اوونیو روزنې او تمریني کمپونو لوبډلې ته د دې فرصت برابر کړ چې د دې ځای له شرایطو او پېچونو سره بلد شي.

لوبغاړي

د عکس سرچینه، ICC

ده ډاډ وښو چې د نړیوال جام لوبو ته چمتو دي. ابراهیم ځدران مې وپوښت چې د انګلنډ تېزو توپ اچوونکو سره به څه کوي؟

ده راته وویل: ''لوبډله کې زما رول مالوم دی او د نورو لوبغاړو هم مسوولیتونه مالوم دي. موږ ټول هڅه کوو چې د لوبې پر مهال هماغه ډول ولوبېږو چې پلان مو ورته نیولی. د انګلنډ تېز بالران ښايي شاټ پېچ بالونه موږ ته وکړي نو ځکه موږ د دغه ډول توپونو لوبولو ډېر تمرین کړی. ''

د افغانستان انګرېز روزونکي جانتن ټراټ د افغان لوبډلې په تړاو وویل چې خورا ډېر استعداد لري او ډاډ یې وښود چې دې نړیوال جام کې به د ګڼو لوبو ګټلو هڅه کوي. جانتن ټراټ له تېرو دریو میاشتو راهیسې د افغانستان لوبډلې روزونکی دی.

د اسټرالیا پېچونه تر ډېره تېزو توپ اچووونکو ته برابر دي او د افغان لوبډلې عمده کمزوري بیا د دوی بیټېنګ کې ده.

د بالېنګ په برخه کې راشد خان، مجیب او نبي نژدې په هره لوبه کې ښه لوبېږي. تېزو توپ اچوونکو کې هم فضل حق فاروقي، فرید ملک او نوین الحق شته چې افغانستان لپاره به یې رول مهم وي.

ابراهیم ځدراڼ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان لوبډلې د بالېنګ روزونکی عمرګل مې وپوښت چې د افغانستان فاسټ بالران به دې نړیوال جام کې وځلېږي؟

ده راته وویل: ''موږ دې نړیوال جام ته څلور فاسټ بالران راوستي چې ټول مو په خپل استعداد ټاکلي. زه چې وینم د افغانستان فاسټ بالران ښه راتلونکی لري. فضل حق کولی شي بال تاو کړي، سرعت یې ښه دی او په ځانګړي ډول د دې وړتیا لري چې د لوبې او پای کې ښه بالېنګ وکړي. ''

عمر ګل د ډېرو کلونو لپاره د پاکستان لوبډلې یو تر ټولو بریالی تېز توپ اچوونکی وو او د نړۍ په غوره توپ اچوونکو کې شمېرل کېږي. افغان لوبډلې سره د ده شتوالی خورا مهم دی او ځوان تېز توپ اچوونکي ترې ډېر څه زده کولی شي.