کرېکټ: افغانستان لومړۍ پاڼۍ کې ۱۲۷ منډې وکړې، د زېمبابوې په ۱۳۰ منډو دوه لوبغاړي سوځېدلي

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او زېمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازنۍ ټېسټ لوبه روانه ده. افغان لوبډله خپله لومړۍ پاڼۍ کې پر ۱۲۷ منډو وسوځېده او اوس د زېمبابوې لوبغاړي توپ وهنه کوي. زېمبابوې په لومړۍ ورځ د ۱۳۰ منډو په جوړولو سره دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي دي.
دا سیالي د زېمبابوې په کوربتوب د پلازمېنې هرارې کرېکټ لوبغالي کې کېږي. د لوبې پچه زېمبابوې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان له اړخه د توپ وهنې لومړۍ پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې منډې (۳۷) رحمانالله ګوربز وکړې. عبدالمالک په ۳۰ رن اوټ او ابراهیم ځدران په ۱۹ منډو وسوځېد.
د زېمبابوې براډ اېوانس ۵ او بلیزنګ موزراباني ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.
افغانستان دې سیالۍ ته ډېر نوي لوبغاړي انتخاب کړي دي. د دوی له ډلې دا د افغانستان ملي لوبډلې لپاره د خلیل ګوربز، شرف الدین اشرف او ضیاءالرحمان لومړنۍ ټېسټ لوبه ده.
په توپ وهنه کې زېمبابوې تر اوسه خپلې منډې له ۱۲۰ اړولې او یوازې دوه لوبغاړی یې سوځېدلي دي.

د عکس سرچینه، acb
دواړه لوبډلې به هڅه کوي چې دغه سيالي وګټي. که د کرېکټ نړيوالې شورا جدول ته وکتل شي افغانستان په ۱۱م او زېمبابوې په ۱۲م نمبر ده. دا په داسې حال کې چې روان کې کال کې تر دې مهاله افغانستان يوازې يوه ټېسټ لوبه کړې هغه هم د تېرې جنورۍ مياشتې په لومړيو کې له زېمبابوې سره چې په ۷۲ منډو یې ګټلې وه.
بل پلو زېمبابوې بيا اته ټېسټ لوبې کړې دي. له دې جوتېږي چې زېمبابوې د ټېسټ لوبو ډېره تجربه لري. خو افغانستان چې په ۲۰۱۸ کال کې د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړی تر دې مهاله یې ټولې ۱۱ ټېسټ لوبې کړي او د بنګله دېش تر څنګ یې ايرلنډ او زېمباېوې ته ماته ورکړې ده.
که د افغانستان او زېمبابوې وروستيو پنځو ټېسټ لوبو ته وکتل شي. افغانستان يوه لوبه ګټلې، يوه مساوي شوې او دری یې بایللې دي. بل پلو زېمبابوې بيا پنځه واړه لوبې بايللې دي.
د افغانستان لپاره ښايي يو ستونزه د ځينو تکړه او مشهورو لوبغاړو چې ډېر حساب پرې کېږي نشتوالی وي. راشد خان، رحمت شاه زرمتی او عظمت الله عمرزی د دې ټېسټ لوبو برخه نه دي. رحمت شاه د بنګله دېش پر وړاندې لوبه کې د ټپي کېدو له کبله له نوملړه ايستل شوی دی.
کرېکټ بورډ وايي، راشد خان ته "د ښې روغتیا او راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د دوامدارې کارکردګۍ د خوندي ساتلو په موخه استراحت ورکړل شوی دی."
نوموړي په وروستۍ ټېسټ لوبه کې ۱۱ وېکټې اخيستې وې چې په هغه بریا کې یې رول تر ټولو لوبغاړو جوت و چې ښايي اغېز یې په دې لوبه کې حس کړل شي.
خو که د هرارې لوبغالي تېرو لوبو ته وکتل شي تر ډېره تېزو توپ اچوونکو ته جوړ او منډې هم پرې يو څه ډېرې راځي چې دا ښايي د موزرباني په څېر چټکو توپ اچوونکو سره مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، ACB
د ټېسټ لوبې لپاره د حشمت لله شهيدي په مشرۍ عبدالملک، رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، افسر خان ځاځی، بهير شاه محبوب، شاهد الله کمال، اکرام عليخېل، شرف الدين اشرف، عصمت عالم، ضيا الرحمان اکبر، خليل ګوربز، یمن احمدزی، ضيا الرحمان شريفي او بشير احمد غوره شوي دي.
چټک توپاچوونکی ابراهیم عبدالرحیمزی، صدیقالله اتل او شمسالرحمن د ټېسټ سیالۍ لپاره د احتیاطي لوبغاړو نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، کېڼ لاسی چټک توپاچوونکی بشیر احمد، چې تازه د افغانستان لپاره په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې ولوبېد او د زیمبابوې تېر سفر پر مهال هم د لوبډلې سره مل و، خپل ځای په لوبډله کې ساتلی دی.
له دې يوازینۍ ټېسټ لوبې وروسته افغانستان له زېمبابوې سره دری شل اوریزې لوبې هم لري چې لومړۍ هغه یې د اکټوبر پر ۲۹ نېټه ده.








