پارالمپیک ۲۰۲۴؛ د افغانستان ذکيه خدادادي د ژېړو مډال وګاټه

ذکیه خدادادي د کډوالو په استازیتوب په دې سیالیو کې ګډون کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ذکیه خدادادي د کډوالو په استازیتوب په دې سیالیو کې ګډون کړی.

د افغانستان د تکواندو پخوانۍ لوبغاړې او د پارالمپیک د نړیوالې کمېټې د کډوالو ټیم غړې ذکیه خدادادي، د کیوبا او ترکیې لوبغاړو ته په ماتې ورکولو او لوبې ته د مراکشۍ لوبغاړې نه حاضرېدو سره د ژېړو مډال وګاټه.

ذکیه خدادادي د ازبکستان له لوبغاړې په لږ توپیر ۳-۴ ماتې وخوړه او د سپینو او سرو زرو مډال ګټلو چانس یې له لاسه ورکړ.

اغلې ذکیه د پاریس د پارالمپیک سیالیو کې د ۴۷ کیلو ګرامه کې لوبه کوله.

اغلې خدادادي د خپلې کیوبایۍ سیالې پر وړاندې بریا ته ورسېده او د ترکیې لوبغاړې ته یې هم د یوه په مقابل کې په نهو امتیاز ماتې ورکړه.

ذکیه خدادادي چې د پاریس المپیک سیالیو پرانیستې مراسمو کې یې مشال لېږدولی، د میلیونونو افغان او نورو کډوالو په استازیتوب د ۲۰۲۴ کال پاریس پارالمپیک سیالیو د پاراتکوانډو برخه کې ګډون کړی دی.

ذکیه خدادادي د ۲۰۲۰ کال په توکیو المپیک سیالیو کې د افغان په استازیتوب ګډون کړی و، خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هېواد ته ستنه نه شوه او بیا یې وروسته په فرانسه کې د کډوالو ټیم غړیتوب ترلاسه کړ.