سپورت ته د ښځو پر لاسرسي بندیزونه؛ 'په پاریس اولمپیک لوبو کې د افغانستان ګډون پرېکړه لا هم نه ده شوې'

د عکس سرچینه، Getty Images
اولمپیک نړیوالې کمېټې ویلي، دوی له دې کبله سخت اندېښمن دي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا سپورت ته د ښځو او نجونو پر لاسرسي لګول شوي بندیزونه پر ځای پاتې دي.
په دې هکله د اولمپیک نړیوالې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویل شوي: ''په افغانستان کې سپورت ته د ښځو او ځوانو نجونو پر لاسرسي د بندیزونو له کبله د اولمپیک نړیوالې کمېټې غړي سخت اندېښمن دي. دا بندیزونه د اولمپیک نړیوالې کمېټې له بیا، بیا غوښتنو سره، سره پر ځای پاتې او د اولمپیک ارزښتونو، ټولګډونتوب او درناوي سره متضاد پر مخ ځي.''
یاده کمېټه وايي، د سږ کال په اکتوبر کې به له اسیايي لوبو وروسته بیا د وضعیت ارزونه کوي.
اولمپیک نړیواله کمېټه وايي، د همدې اکتوبر په غونډه کې پرېکړه کوي، چې نور څه ډول اقدامات وشي. د کمېټې په اعلامیه راغلي، دوی ''حق لري چې د سپورت ته د ښځو او ځوانو نجونو لاسرسي حق خوندي کولو لپاره نور اقدامات وکړي، او یادونه کوي چې د ۲۰۲۴ کال پاریس اولمپیک لوبو کې د افغان اولمپیک کمېټې د استازو او لوبغاړو د ګډون ځانګړي تفصیل په هکله تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.''
یادې کمېټې د افغانستان له ملي اولمپیک کمېټې او سپورت چارواکو غوښتي چې له لوړپوړو چارواکو سره هڅې لا چټکې کړي او کمېټه هیله لري، چې ''په خورا نژدې راتلونکي کې پاموړ پرمختګ او جووتې پایلې وویني.''
د کډوالو ښځینه فوټبال لوبغاړو بریا

د عکس سرچینه، AMNESTY INTERNATIONAL UK
د یادونې ده، چې تېره ورځ د څلورو اروپايي هېوادونو له سلو ډېرو پارلمان غړو د فوټبال نړیوال فدراسیون ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې په نړیوالو سیالیو کې د فوټبال افغان ښځینه لوبغاړو ته د ګډون زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ (چهارشنبه، جون-۲۲مه) د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې بریتانیا کې د دغه هېواد د پارلمان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.
د دغې لوبډلې ځینې لوبغاړي د ۲۰۲۱ اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واګو وروسته بریتانیا ته کډوالې شوې دي. دا لوبه په بریتانیا کې د دواړو ټیمونو تر منځ د کډوالو نړیوالو ورځې د لمانځلو لپاره جوړه شوې وه.









