'له افغانستانه د طالبانو له وېرې د اولمپیک په خاطر ووتم'
یوې پخوانۍ نړیوالې سپورتي اتلې د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي لوبډلې له پنځو ښځو لوبغاړو سره له طالبانو له وېرې ل هېواده وتلو کې مرسته کړې ده. ځینې یې اوس هیله لري چې اولمپیک سیالیو کې د خپل هېواد په استازیتوب ولوبېږي.