د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې د بریتانیا پارلمان ښځو ټیم ته ماتې ورکړه

فوټبال

د عکس سرچینه، Amnesty International UK

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې بریتانیا کې د دغه هېواد د پارلمان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

د دغې لوبډلې ځینې لوبغاړي د ۲۰۲۱ اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واګو وروسته بریتانیا ته کډوالې شوې دي، چې پرون چارشنبه د جون ۲۲مه د بریتانیا پارلمان ښځینه لوبډلې سره ولوبېدلې او بریا یې خپله کړې ده.

دا لوبه په بریتانیا کې د دواړو ټیمونو تر منځ د کډوالو نړیوالو ورځې د لمانځلو لپاره جوړه شوې وه.

د افغان ښځو لوبډلې د بریتانیا د کارګر ګوند له مشر کېیر سټارمر سره هم کتلي دي.

ښاغلي سټارمر پر خپله ټوېټر پاڼه د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې سره د لیدنې ګډ انځور هم خپور کړی او ورسره لیکلی یې دي : "د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې(د نجونو ځواک) سره لیدنه یو ویاړ دی. ورزش خلک سره یو ځای کوي او خنډونه له منځه وړي دا ښځې یې غوره استازې دي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

بریتانیا کې د بښنې نړیوال سازمان چې د افغانستان فوټبال لوبډلې ملاتړ هم کوي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې د یادې لوبډلې ستاینه کړې.

بریتانیا لپاره د دغه سازمان مشرې ناومي ویستلنډ ویلي: "دا د فوټبال ځواک دې چې د نړۍ پر مخ ښځې او نجونې سره راټولوي، ټولنیز ګوښیتوب لویه ستونز ده، چې دلته ورسره پناه غوښتونکي مخ دي، فوټبال د خنډونو په ماتولو پر ځای باور رامنځته کولو او نویو اړیکو جوړولو برخه کې مرسته کوي."

د یادې لوبډلې لوبغاړې خالدې پوپل بي بي سي پښتو پاڼې سره خبرو کې ویلي، فوټبال یوازینۍ ورپاتې لار ده چې په مرسته یې د افغان ښځو غږ پورته کولی شي.

آغلې پوپل وايي: "د لوبې له پاېلې راته ډېره مهمه دا ده، چې د لوبو په مرسته مونږ افغانو ښځو ته د نړۍ پام راواړوو، د ورزش په مرسته هڅه کوو چې افغانستان د خبرونو سرټکی شی او فوټبال مونږ ته هغه غوره لار پاتې ده چې مونږ پرې د افغان ښځو لپاره د عدالت غوښتنه کولای شوي، د افغان ښځو په اړه وغږېږو او پرېنږدو چې نړۍ دومره په اسانه افغان ښځې پرېږدي."

هېواد ته د بېرته ستنېدو هیله

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړې دا بریا د ویاړ شېبه بللې خو وايي، هیله لري بېرته خپل هېواد ته ستنه شي او د یو ځل بیا د خپل هېواد په خاوره کې ولوبېږي.

هغه زیاتوي: "په ټوله کې ګټل هیجان لري، ښه حس لري خو کله چې له افغانستانه بهر د افغانستان په نوم لوبېږو له خوند یې مسولیت او فشار ډېر وي، ځکه هڅه کوو ثابته کړو چې افغانې نجونې یې وړتیا لري، ‌ځواکمنې دي او کولی یې شي."

خالده پوپل چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته بریتانیا ته کډه شوې وايي،‌ دلته هر ډول ازادي لري خو ځان ځکه ارام نه احساسوي، ځکه د هغې په ټکو افغانستان کې افغانې نجونې آن خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه لري او ترې محرومې کړل شوي دي.

نوموړې، وايي دا یې مسولیت دی چې له هېواده بهر هم افغانو ښځو حقونو ته کار وکړي او غږ یې پورته کړي.

۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې ګڼ کسان د خپل سر د خوندیتوب په موخه له افغانستانه ووتل چې بریتانیا په ګډون لویدیځو هېوادونو ورته د پناه غوښتنې فرصت ورکړل شو.

له دې ډلې د فوټبال د ښځو لوبډله هم ده چې ګڼې لوبغاړې یې بریتانیا ته راکډه شوي او له دې ځایه خپلو لوبو ته دوام ورکوي.