افغان ښځينه فوټبال لوبغاړې: د لوبو فعاليت ريښتيولۍ په اړه يې ناندرۍ
په تېرو څو میاشتو کې په بریتانیا کې د کډوالۍ په تړاو سیاسي بحثونه تاوده شوي دي. حکومت هڅه کوي وښيي چې کولی شي د پناه غوښتنې قضیې په چټکۍ پروسس کړي او د هغه څه مخه ونیسي چې دوی یې غېرقانوني مهاجرت بولي.
خو د بي بي سي د نیوز نایټ پروګرام نوې پلټنې حکومت لپاره نورې پوښتنې را ولاړې کړي. نیوز نایټ ته ویل شوي چې له افغانستان دې هېواد ته د راوړل شویو ښځینه فوټبالرانو په ډله کې یو شمېر لوبغاړې او د هغوی کورنۍ او داسې ښځې هم شاملې وې چې هېڅکله یې په قضیه کې یاد کلب لپاره فوټبال لوبه نه وه کړې.
یاسمین ارا خان رپوټ لري: