د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډله؛ له طالبانو تښتېدلې خو د فوټبال برخلیک یې مالوم نه دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل هوايي ډګر مخې ته د خلکو ګڼې ګوڼې د وارخطایۍ او تښتې یو تت تصویر وړاندې کاوه.
له خال خال ډزو سره سره لسګونه زره کسان په دې هیله کابل کې د نړیوال هوايي ډګر مخې راټول شوي وو که ګوندې واک ته د طالبانو د راتګ له کبله ورته له هېواده د وتلو چانس په لاس ورشي.
فاتح یوه له هغو کسانو وه چې له طالبانو په تښته وه.
هغه فوتبال لوبغاړې ده او د ګول ساتونکې په توګه لوبېږي، روانه انګریزي ژبه یې له ټلویزیوني ډرامو او نورو پروګرامونو زده کړې. موږ یې د کورنۍ خوندیتوب لپاره بشپړ نوم او عمر پټوو.
کله چې تېر کال اګست میاشت کې طالبانو په چټکۍ په افغانستان ولکه وکړه، فاتح پرېکړه وکړه چې باید د فوټبال لوبډلې له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای له هېواده ووځي او خپله کورنۍ شاته پرېږدي.
دوی کلونه یو ځای سره لوبېدلي وو. د فوټبال لوبډلې یې د یوه داسې افغانستان استازیتوب کاوه چې ښځو ته په کې ازادي او فرصتونه شته.
اوس یې ټول فکر په عامه ځایونو کې د خلکو په دار ځړول او د خلکو د ازادیو محدودېدو ته اوښتی وو چې د طالبانو د لومړۍ دورې د واکمنۍ ښکاره نښې ګڼل کېدې.
فاتح وايي بېرته واک ته د طالبانو راتګ ورته ناشونی ښکارېده. د پیل نه باور یې ورو ورو په ناهیلۍ واوښت او اړه شوه چې باید ووځي.
نوموړې وايي: "ما دا ومنله چې افغانستان زما لپاره ختم شو."
"فکر مې کاوه چې دلته د ژوند هېڅ امکان نشته، د دې شونتیا به نوره نه وي چې بهر ووځم او د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړم. ښوونځی به نه وي، رسنۍ به نه وي، ورزش به نه وي - هېڅ به نه وي. موږ خپلو کورونو کې د مړو په څېر وو."

د عکس سرچینه، Getty Images
"دوه اوونۍ مې هېڅ خوب ونه کړ. ۲۴ ساعته به په تېلېفون وم او بېلا بېلو خلکو سره به مې د مرستې لپاره اړیکي نیولې. ټوله شپه او ورځ به ویښه وم، پیغامونه به مې استول او د مرستې په لټه وم."
فاتح او د لوبډلې نورو لوبغاړو یې له افغانستانه د وتو فرصت وموند. دوی سره د ښځو یوې نړیوالې ټولنې مرسته وکړه چې له افغانستانه ووځي.
دا یې له افغانستانه د وتو کیسه ده، او ۱۲۷۰۰ کیلومتره لرې د امریکا په هوسټن کې پیلېږي چې یوه پخوانی امریکايۍ پوځۍ یې له افغانستان د ایستلو په پلان بوخته ده.
هېلي کارټر وايي: "داسې وه لکه په وټس اپ مو چې له یوه لېرې ځای ماموریت پیل کړی وي. هېڅلکه د هغو ښځو ځواک کم مه ګڼئ چې ځیرکو تېلېفونونو ته لاسرسی لري."
۳۷ کلنه کارټر هم ګول ساتونکې وه. له پوځي دندې وروسته نوموړې دریو کلونو لپاره د هوسټن ډاش لوبډلې سره لوبېدلې وه او وروسته بیا روزونکې شوه. د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ نوموړې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مرستیاله روزونکې وه.
اغلې کارټر که څه هم زرګونه کیلومتره له افغانستانه لېرې وه خو د وټس اپ او سېګنال موبایل اپونو له لارې یې خوندي مالومات له خپلو پوځي همکارانو او د ملي امنیت له غړو سره شریکاوه.
نوموړې په دې اړه وايي: "په جګړه اییز ماموریت کې موږ دغه ډول خوندي مالومات نه شریکوو خو دا د تخلیې عملیات وو. که رښتیا درته ووایم ما فکر نه کاوه چې دا به شونې وي، اوس چې ورته ګورم حیرانوونکې راته ښکاري."
اغلې کارټر سره د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ مشرې خالدې پوپل د مرستې لپاره اړیکه نیولې وه.
اغلې پوپل کلونه د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لپاره لوبېدلې وه. د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال پوپل پېغله وه او له خپلو نورو همزولو سره به یې په پټه فوټبال کاوه چې طالبان یې ونه ویني. نوموړې د ګواښونو له امله افغانستان پرېښود او له ۲۰۱۱ راهیسې ډنمارک کې مېشته ده.
وخت مهم وو. پوپل پوهېده چې فاتح او نور د فوټبال ملګري یې ښايي د طالبانو له ګواښ سره مخ شي. کابل کې ډیریو ښځینه لوبغاړو په پټه ژوند کاوه او ډېر یې د خپل ژوند په اړه اندېښمن وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
پوپل وايي فاتح او نورو فوټبال لوبغاړو ته یې وویل چې خپل د ټولنیزو رسنیو ادرسونه وتړي، د فوټبال جامې او نور توکي دې هم وسوځوي.
فاتح په دې اړه وايي: "دا ګران کار وو ځکه چې دا زموږ لاسته راوړنې وې. څوک غواړي چې خپلې د لوبې جامې وسوځوي؟ ما فکر وکړ، که ژوند وژغورم دا لاسته راوړنې به بیا هم ولرم."
دې سره هم مهاله کارټر بوخته وه چې دوی ته په یوه نظامي الوتکه کې ځای ومومي.
هغه پوهېده چې امنیتي حالت په خرابېدو دی او باید ژر تر ژره دوی له افغانستانه وباسي. نوموړې باور درلود چې امریکايي او بریتانوي پوځیانو د تخلیې پروګرام په ډېر ناسم ډول پر مخ یووړ، طالبانو هم ځای ځای خلک درول.
فاتح وايي: "خالدې موږ ټولو ته وویل - نجونو، چمتو اوسئ چې هوايي ډګر ته په ګډه ولاړې شئ، یوازې یوه کوچنۍ غوټه باید درسره واخلئ. راته یې وویل چې ډاډه نه ده چې موږ به آن وتوانېږو هوايي ډګر ته دننه شو خو دا چې باید هڅه وکړو."
کله چې د تلو وخت شو، فاتح د کارټر شمېره په خپل لاس ولیکله، ځکه اندېښمنه وه چې ښايي موبایل یې ترې ورک یا واخېستل شي.
فاتح له کوره د وتلو پر وخت ډېر کم توکي په یوه غوټه کې راټول کړل او له ځانه سره یې واخېستل.
هوايي ډګر ته یې سفر له خطره او وارخطایۍ ډک وو.
پوپل ورته ویلي وو چې د دریو ورځو لپاره توکي واخلي. د موبایل چارجر، جامو او اوبو تر څنګ فاتح یو بل توکی هم له ځانه سره واخېست چې کېدلی شوای خطر سره یې مخ کړې وای.
نوموړې یې په اړه وايي: "د ملي لوبډلې د فوټبال جامې مې د عادي جامو لاندې په تن کړې او په اړه یې اندېښمنه وم."
د هوايي ډګر مخې ته حالت ډېر خراب او هېښوونکی وو. زرګونه خلک راټول وو، ځینې یې د هېواد له لرو پرتو سیمو کابل ته راغلي وو.
فاتح وايي: "ټېل ماټېل ډېر وو، هر چا هڅه کوله هوايي ډګر ته په چټکۍ دننه شي. د ژوند او مرګ خبره وه، هر کس د خپل ژوند په ژغورلو بوخت وو."
د ډېرو خلکو هڅې بې ځایه وې.

د عکس سرچینه، Rex Features
کارټر وايي: "که نوم دې په لېست کې نه وو او یا هم له هوايي ډګره یو څوک ستا لپاره بهر نه راوتل نو دننه د تلو هېڅ شونتیا نه وه. نو موږ ځان ډاډه کړ چې د هوايي ډګر په دروازه کې پوځیانو سره د دوی په اړه مالومات شته چې ننوتو کې له ستونزې سره مخ نه شي."
کارټر فاتح ته وویل یو کس به په شمالي دروازه کې تاسو ته ولاړ وي.
نوموړې زیاته کړه: "تاسو باید په یوه ځانګړي وخت کې هلته اوسئ او دغه پاسورډ چې زه یې اوس درکوم درسره ولیکئ. هغه به مو وپېژني او مخامخ به مو هوايي ډګر ته دننه کړي."
پاسورډ یا پټ نوم د دویمې نړیوالې جګړې د اتل پوځي جان باسېلون نوم وو، او ورسره هغه نېټه چې د امریکا سمندري ځواک بنسټ کېښودل شو - ۱۰ نومبر ۱۷۷۵ - د دې تر څنګ ځینې نورې نښې هم وې.
خو د هوايي ډګر په شمالي دروازه کې فاتح او نورې ملګرې یې وشړل شوې ځکه هلته ولاړو پوځیانو ته پیغام نه وو رسېدلی.
فاتح وايي: "ما ورته پاسورډ وښود خو پوځیانو نه منله. راته یې ویل کومه ملي لوبډله؟ څوک یې؟ هغه راته وویل که امریکایی پاسپورت لرې نو اجازه درکوو، بله هېڅ لاره نشته."
د پلان بدلېدل
امریکا کې کارټر اړه شوه چې په پلان له سره غور وکړي.
دا وايي: "هغه وخت زړه ماتې نه شوم ځکه درګرده اخته وم چې حل لاره پیدا کړم. ورته مې وویل، سمه ده، یو څه وخت راکړه چې زه هڅه وکړم دلته د خپلو پوځي اړیکو له لارې پیغام واستوم. فکر کوم هغه وارخطا وه، او باید هم وارخطا وای… زه سمه وم، حوصله مې پر ځای وه."
فاتح او نورې ملګرې یې اړې وې چې انتظار وکړي.
نوموړې وايي: "شاوخوا ۴۸ ساعته له هوايي ډګره بهر وو. هوا ډېره توده وه، شاوخوا مو ماشومانو په چیغو چیغو ژړل، ویل به یې - کور ته ځو، نه غواړو دلته ومرو."
د طالبانو تالاشۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
فاتح پرېکړه وکړه چې خپلو ملګرو سره د هوايي ډګر جنوبي دروازې ته ولاړه شي. لاره کې د طالبانو دوه تالاشۍ وې.
لومړی هغه له خپل وروره جلا شوه او هغه ډېر بد وهل شوی وو. دویم ځل هغه په خپله د وسلوالو کسانو په ټوپک ووهل شول چې هڅه یې کوله د خلکو مخه ونیسي.
نوموړې ناهیلۍ ته نژدې وه خو وايي د پوپل هغې خبرې وهڅوله چې ورته یې ویلي وو، که هڅه وکړې نو ژوند به وکړې.
دا وايي: "هغه خبره راته یو ډول د رڼا په څېر شوه، هیله یې راکړه چې باید هڅه وکړم او نهیلې نه شم. دا زما لپاره یو لوی درس وو چې زه به یې هېڅکله هم هېر نه کړم."
اسټرالیایي پوځیان
فاتح او ډله یې سره یو ځای شول. د یوې شېبې لپاره چې د طالبانو وسلوال بل ځای بوخت شول، دوی منډه کړه او تر شا یې ولاړو اسټرالیایو پوځیانو ته یې ځان ورساوه چې د هوايي ډګر لویدیځې دروازې مخې ته ولاړ وو.
فاتح وايي: "ډېر خلک وو خو وتوانېدو چې د طالبانو له دې وروستۍ تالاشۍ هم ځان تېر کړو. موږ چې کله اسټرالیايي پوځیان ولیدل نو په چیغو مو ورته وویل - د ملي ټیم لوبغاړي، اسټرالیا، فوټبال او داسې نور الفاظ مو یادول…
دوی مو اسناد ولیدل او اجازه یې راکړه چې ولاړ شو."
کله چې فاتح او د فوټبال نورې ملګرې یې نظامي الوتکې ته پورته شوې چې د اسټرالیا پر لور روانه وه نو کارټر ته یې پیغام ولېږه: "موږ وتوانېدو چې الوتکې ته پورته شو."

د عکس سرچینه، Getty Images
فاتح وايي: "الوتکه چې پورته شوه نو یوازې شور وو او زموږ ویره راسره ملګرې وه. شاوخوا به مې چې ولیدل، د ټولو په څېرو ویره خپره وه."
"ما له ځانه سره ویل، هغه ځای چې دومره مینه ورسره لرې، رالویه شوې په کې، ژوند دې ځانته جوړ کړ - هېڅلکه به یې بیا ونه شې لیدلی."
فاتح زیاتوي: "موږ د ټولو هغو نجونو لپاره د هیلې په څېر وو، چې نهیلې وې.
ځینو خلکو به فکر کاوه چې موږ فوټبال یوازې مستۍ لپاره کوو، خو نه دا یوازې ساعت تېری نه وو، دا مو د ټولنې خبره وه، د حقونو خبره مو وه."
زموږ ملي لوبډلې د ټولو هغو نجونو استازیتوب کاوه چې په ټولنه کې یې غږ نه وو.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله هېڅکله ونه توانېدله چې لویو سیالیو لکه د فوټبال نړیوال کپ ته لار ومومي.
د امریکایۍ روزونکې کېلي لېنډزې او مرستیالې روزونکې کارټر پر وخت افغان لوبډله وتوانېده چې په نړیواله کچه د لوبډلو په درجه بندۍ کې ۱۰۰م ځای ته ورسېږي.
اسټرالیا کې روزنه

د عکس سرچینه، Getty Images
اسټرالیا کې فاتح او نورو همکارانو یې په لومړي ځل فبرورۍ میاشت کې وروسته له هغې د فوټبال روزنه پیل کړه چې د مېلبورن وېکټري کلب ورته اسانتیاوې برابرې کړې.
فاتح وايي: "ډېر عالي احساس مو درلود. داسې فکر مو کاوه چې هر څه مو بېرته ترلاسه کړل او ټولو لوبغاړو سره یو وار بیا هیله پیدا شوه. "
لومړۍ لوبه
اپرېل کې دوی یوه بله لاسته راوړنه لرله. دوی د وېلز پخواني لوبغاړي او مېلبورن وېکټري ښځینه لوبډلې د روزونکې جېف هاپکېنز تر روزنې لاندې خپله لومړۍ لوبه وکړه.
لوبه یې یوې ځایي لوبډلې سره وه چې صفر صفر برابره ختمه شوه.

د عکس سرچینه، WILLIAM WEST
د افغان لوبغاړو پر جامو نومونه نه وو، یوازې شمېره وه. دا د دې ښکارندویه ده چې که څه هم دوی خوندي دي خو کورنۍ یې ښايي اوس هم افغانستان کې په نښه شي.
راتلونکی یې ناڅرګند دی. نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره باید د افغانستان فوټبال فدراسیون د دوی ملاتړ وکړي او د طالبانو حکومت اجازې ته هم اړتیا لري چې ډېر یې یو ناشونی کار بولي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون
فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون افغانستان کې حالت بې ثباته او اندېښمنوونکی بللی. دوی وايي د افغانستان فوټبال فدراسیون سره اړیکه کې دي او هڅه کوي چې دغه هېواد کې د فوټبال لوبې پرمختګ کې مرسته وکړي.
فیفا دا ونه ویل چې ایا فاتح او نورې فوټبال ملګرې به یې نړیوالو لوبو کې برخه واخېستلی شي کنه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې سره هم مهاله د افغانستان د فوټبال د سړیو لوبډله فعاله ده او په نړیوالو لوبو کې برخه اخلي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر محمد کارګر په دې اړه له مرکې ډډه وکړه - خو فاتح وايي ناهیلې نه ده.
"موږ د افغانستان ملي لوبډلې د نوم په اړه اندېښمن یو، چې ایا رسما به ولوبېدلی شو کنه. که د افغانستان فوټبال فدراسیون یې ونه مني نو هېڅ پروا نه کوي. موږ دلته یو بل لرو، خپلې لوبې ته به دوام ورکوو او هڅه به وکړو چې داسټرالیا فوټبال ملي لوبډلې ته لار ومومو."
کارټر بالاخره اپرېل میاشت کې په اسټرالیا کې فاتح سره ولیدل.
نوموړې وايي: "فاتح یوه عالي نجلۍ ده. دوی چې په سخت حالت کې د کوم زړه ورتوب ننداره وړاندې کړه، هغه د ستایلو ده. فاتح یې د ډلې مشره وه، د دوی مقاومت او زړه ورتوب د ستایلو دی."
"دا نجونې زما اتلانې دي."









