اولمپیک نړیوالې کمېټې پر افغان ښځو د طالبانو لګول شویو بندیزونو په هکله اندېښنه څرګنده کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اولمپيک نړیوالې کمېټې اجرائیه شورا د سویس په لوزان کې په خپله غونډه کې د ورزش برخه کې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت پر یوه رپوټ خبرې کړې، دوی د هغو محدودیتونو په اړه 'جدي اندېښنه ' په ډاګه کړې او هغه یې وغندل کوم چې طالبانو پر ښځو لګولي دي.
له غونډې وروسته دې شورا یوه بیان کې ویلي د پاریس ۲۰۲۴ کال اولمپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون لپاره ځانګړي میتودونه په پام کې نیول شوي او د دوی ګډون دې پورې اړه لري چې افغان ښځې او نجونې څومره ورزشي سیالیو ته پرېښودل کېږي.
د اولمپیک نړیوالې کمېټې اجرائیه شورا ټېنګار کړی چې د افغان لوبغاړو ډله کې باید له افغانستانه دننه او دباندې ښځینه لوبغاړې هم ګډون ولري او بله دا چې افغان ښځې او نجونې باید په حکومتي او اداري بنسټونو کې استازې ولري، خو نړیوالې کمېټې ویلي د افغانستان ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې یوه بیان کې ویلي یاده غونډه کې د دوی د کالني رپوټ مثبته ارزونه وشوه او د اولمپیک نړیوالې کمېټې د ورزش برخه کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دافغانستان د اولمپیک ملي کمېټې د تېر یوه کال کومې لاسته راوړنې مثبتې اروزل شوې، خو زیاتوي له خپلو همکارانو او شریکانو سره په ګډه هڅه کوي چې د اولمپیک نړیوالې کمېټې اندېښنو ته ځواب ووایي او مناسبې حل لارې ومومي.

د عکس سرچینه، AFG olympics
له دې وړاندې د بشري حقونو د څار بنسټ د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتنه کړې وه چې د طالبانو واک لاندې افغانستان ته د نړیوالو المپیکو سیالیو کې برخه ورنکړي او غړیتوب یې وځنډوي.
یاد بنسټ ویلي ځکه دا غوښتنه کوي چې طالبانو ښځې او نجونې په ورزشي فعالیتونو کې له ګډونه او ورزشي کلبونو ته له ورتګه منع کړي دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ وايي د طالبانو دا کړنه د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او د المپیک له منشور سره چې وايي ورزش کې باید توپيري چلن نه وي، اړخ نه لګوي.
د یاد بنسټ بیان کې دغه راز ویل شوي وو چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو را وروسته ښځې او نجونې ورزش ته نه پرېښودل کېږي، سیالیو کې برخه نه شي اخیستلای او له ورزشي سکالرشیپونو بې برخې شوې دي، آن دا چې کورنۍ یې ګواښل شوي دي.
د طالبانو بیا واک ته رسېدو وړاندې کلونو کې ښځو او نجونو بیلابیلو ورزشي برخو کې ښه پرمختګ کړی وو او په نړیوالو سیالیو کې یې برخه اخستله.









