د بشري حقونو نړیوال سازمان: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته اولمپیک لوبو کې اجازه مه ورکوئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشري حقونو څار سازمان له اولمپیک نړیوالې کمېټې غوښتي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته په اولمپیک لوبو کې د برخې اخیستو اجازه ور نه کړي او غړیتوب یې وځنډوي.
دې نړیوال سازمان د خپلې دې غوښتنې دلیل د لوبې له ډګرونو د افغان نجونو او ښځو منع کول بللي دي.
د بشري حقونو څار سازمان وايي، د لوبو له ډګرونو د افغان نجونو او ښځو منع کول نه یوازې له نړیوالو بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې په وینا یې دا چاره د اولمپیک له منشور سره هم په ټکر کې ده، چې په اولمپیک لوبو کې له تبعیضه ډډه کول لازم بولي.
یاد سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي دي، ورزشکارو نجونو او ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په لوبو کې برخه واخلي، روزنیز بورسونه ترې اخیستل شوي او کورنۍ یې ګواښل شوې دي.
د یادونې ده، چې تېر کې افغان ښځو او نجونو د کرېکټ، فوټبال، والیبال او باسکټبال په ګډون په یو شمېر لوبو کې ګډون درلود او په ځینو نړیوالو سیالیو کې یې هم ګډون درلود.
د بشري حقونو نړیوال سازمان په وینا اوسمهال ډېری لوبغاړې افغانانې د طالبانو له ډاره هېواد پرې ایښی، او یو شمېر یې بیا نورو هېوادونو ته له تلو مخکې په یوه دريېم هېواد کې اوسي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د بشري حقونو دغې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو حکومت د لوبو ترڅنګه، د افغانستان له ګڼو دولتي ادارو ښځينه کارکوونکې له کارونو منع کړې دي.
طالبان وايي "ښځو ته مناسب چاپیریال برابروي" خو تر اوسه داسې نښې نه لېدل کېږي چې د طالبانو په دې برخه کې ګامونه اخیستي وي.








