د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې نیول شوې ښځې سم لاسي خوشې کړي

د عکس سرچینه، Reuters
د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده لس ورځې مخکې د نیول شویو دریو معترضو افغان مېرمنو د سم لاسي خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
ددغو ښځو د نیول کېدو په تړاو پر نړیوالو اندېښنو سربېره طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو ددغو مېرمنو ځینو همکارانو ویلي چې دوی د طالبانو استخباراتو نیولې دي.
د بښنې نړیوالې ټولنې د ښځو حقونو د دغو نیول شویو افغان فعالینو د روغتیا او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده او وايي د طالبانو حکومت باید د بشر حقونو او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
دغه مېرمنې داسې مهال طالبانو نیولې دي چې د پلازمېنې کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې وربللې یوې خبري ته د برابرۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ په نامه د یوه خوځښت رامنځ ته کولو اعلان کاوه.
د بښنې نړیوالې ټولنې د سوېلي اسیا د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي د یادو فعالانو نیول کېدو ته په اشاره وايي، دا د طالبانو د ځپونکو تګلارو پر وړاندې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سره اړخ نه لګوي.
اغلې حمیدي اندېښنه ښودلې چې په تېر کې د طالبانو له لوري نیول شوي فعالین او وګړي ربړول شوي او یا ورسره ناوړه چلن شوی دی.
د نوموړې په وینا، دغه وګړي د خپلو کورنیو له غړو سره د کتنې اجازه نه ده موندلې او قانوني وکیلانو ته یې هم لاسرسی نه دی لرلی.
اغلې حمیدي وايي له طالبانو سره باید د بشري حقونو د خلافو کړنو حساب وشي او دوی ته باید دا پیغام ورکړل شي چې د ښځو او نجونو د دوی اوسمهالې پالیسۍ د منلو نه دي.
د معترضو افغان مېرمنو نوی کمپاین؛ امنیت شورا ته یې هممهاله ۱۰۰ لیکونه استولي

د عکس سرچینه، SocialMedia
په همدې حال کې د افغانستان معترضو ښځو پرون دوشنبه د لړم/عقرب ۲۳مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو ځای د "۱۰۰ لیکونو" په استولو سره نوی کمپاین پیل کړی.
دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو حقونو ته پام وکړي او د مېرمنو ځپلو له کبله د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.
دا ښځې وايي په دغه نوي کمپاین کې یې افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت په اړه "د لنډو او مستندو بېلګو" سل لیکونه شامل دي.
عارفه فاطمي له دغو ښځو یوه ده. هغې بي بي سي ته ویلي دا چې تېر یوه کال کې د دوی د حق غوښتلو غږ نه دی اورېدل شوی، نو په یوه وخت او یو ځای یې امنیت شورا ته د دغو لیکونو د استولو پرېکړه وکړه.
دا په خپل لیک او خپره شوې ویډیو کې د ظریفې یعقوبي او فرحت پوپلزۍ یادونه کوي چې د ښځو حقونو فعالانې دي او د طالبانو لخوا نیول شوې.
دا ښځې وايي دغه سل لیکونه اصلا تېر څه باندې یو کال کې د هغو محرومیتونو، کړاونو، ناهیلو او ځپل کېدو غمجنې کیسې دي چې د طالبانو تر مستبد حاکمیت لاندې تجربه شوي.
طالبانو په دې وروستیو کې د ښځو لپاره د محدودیتونو لمن نوره هم وغځوله او تفریحي پارکونو ته یې د هغوی پر تګ بندیز اعلان کړ.
تر دې مخکې د طالبانو 'امر بالمعروف، نهی عن المنکر' وزارت د اوونۍ درې ورځې تفریحي پارکونو ته د ښځو تک ته ځانګړې کړې وې.
خو د رپوټونو پر بنسټ د دغه نوي امر له مخې پارکونو ته د ښځو پر تګ چورلټ بندیز لګېدلی.
دغو سل لیکونو کې ورته غوښتنه تکرار شوې او هرې ښځې پکې تېر یو کال خپله شخصي تجربه شریکه کړې.
له دغو معترضو ښځو وحیدې امیري چې څه موده یې د طالبانو بند کې هم تېره کړې، بي بي سي ته وویل دا لیکونه یې د دې لپاره واستول چې ملګري ملتونه "د افغانستان د ښځو فریاد واوري... هر څومره نارې چې وهو، څوک مو غږ نه اوري... دا داسې نارې دي چې تاریخ کې به یاد ساتل کېږي چې داسې کړاو زغموو."
له دغو ښځو هدا خموش چې د فشارونو له کبله د افغانستان پرېښودلو ته اړ شوې، بي بي سي ته وویل چې یو میاشت یې د دغو لیکونو د لیکلو پر همغږۍ لګولې ده.

دا معترضې افغان مېرمنې وايي "د دغو سل لیکونو منځپانګه کې... د ښځو هدفي وژنې، سنګسار، د ښځو په دورو وهل کېدل، جنسي تېري، بې دلیله نیول کېدل او ربړونې، په کم عمر کې او جبري نکاح، جبري حجاب، ناوړه چار چلن، سپکاوي، د نجونو ښوونځیو تړل کېدل، د تفریحي پارکونو او سپورت ځایونو بندېدل او د ښځو له بشري حقونو پراخې سرغړونې رانغښتل شوې دي."
دغو لیکونو کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتل شوي چې سملاسي دې افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه لاس په کار شي.
له دوی ندیمې اسدي په خپل لیک کې لیکلي "طالبانو یو قومي چلن تپلی او خلک په ډول ډول پلمو ځوروي. د ژوندانه مختلفو برخو کې یې محدودیتونه لګولي. په کار بوختې ښځې یې ګوښه کړې دي. د ښوونځو دروازې یې تړلې. پلټونکو پوستو کې له محرم پرته ښځې ځوروي. د افغانستان ځینو ولایتونو کې یې په قومي وژنو لاس پورې کړی او ګڼ شمېر کسان یې وژلي دي. طالبان پر معترضو ښځو تېري کوي، د طالبانو نظام پر خلاف د اعتراض د دوام پر مهال یې زنداني کوي یا یې وژني. طالبان د خپل حکومت پایښت په دې ډول تضمینوي."
طالبانو تر اوسه د دغو لیکونو او په هغو کې د دوی خلاف د مطرح شویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې بلې ښځې "د نیمروز نجلۍ" په مستعار نوم خپل لیک کې لیکلي "طالبان په رسمیت مه پېژنئ، هغوی نشي کولی چې په خپل یو جنسیتي او یو قومي حکومت د افغانستان کړکېچ مدیریت کړي. ژر یا وروسته د دغه کړکېچ لمن د سیمې هېوادونو ته غځېږي."
مهرانګیز احمدي لیکلي چې مخکې مدافع وکیله وه خو طالبانو د ښځینه مدافع وکیلانو د کار مخه نیولې او دوی د فعالیت جواز یې باطل کړی دی.
هغه دا هم لیکلي چې ګوندې د ښځو اعتراض کې د ګډون له کبله "تر څار لاندې" ده.











