کابل کې د لسګونو ښځو لاریون؛ “کار، ډوډۍ او ازادي غواړو”

تظاهرات

افغان پلازمېنه کابل کې لسګونو ښځو د پنجشنبې پر ورځ د يوه لاريون په ترڅ کې د "ډوډۍ، کار، ازادۍ" په شعارونو سره په ټولنيزو، اقتصادي او سياسي برخو کې د بشپړ ګډون غوښتنه وکړه.

د دې ډلې له خوا خپرې شوې ويډيوګاېي ښيي چې مېرمنې د هغو کورنيو عکسونه لېږدوي چي ويل کېږي د بېوزلۍ له امله د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړې شوې دي.

يوه لاريون کوونکې وايي چې "دوی ملايانو او ديني عالمانو ته درناوی لري خو خدای پاک د دوی لپاره د جوماتونو په منبر کې يو سپېڅلی ځای ټاکلی، چې منبر ته ولاړ شي او خلکو ته لارښوونه وکړي. حکومتولۍ او اقتصاد سره تړلې مسلې، د اسعارو کنټرول او نړيوالو اړيکو برخه کې متخصصو کسانو ته اړتيا لري او د دغه چارو مسووليت بايد "کارپوه" خلکو ته وسپارل شي".

لاريون کوونکو مېرمنو د پاکستان د حکومت پر ضد هم شعارونه ورکول او هغه يې د افغانستان د بدبختۍ لامل وباله.

يوې لاريون کوونکې وویل، "نړيوالې ټولنې او ښځو ته غواړم ووايم چې دا شونې نه ده چې طالبان دې افغان مېرمنې ومني. کېدی شي د دوی د حکومت سر کې يو څو کسان د ښځو د منلو پلمه وکړي او په خپل نيمګړي حکومت کې لږ ونډه ورکړي خو د دوی ترلاس لاندې خلک د خپلو مشرانو خبرې نه اوري".

تظاهرات زنان

طالبانو د دې معترضو مېرمنو نیوکو او څرګندونو ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې ټینګار کړی چې افغانستان کې ښځې د شریعت په چوکاټ کې له ټولو حقونو برخمنې دي.

د پنجشنبې ورځې د لاریون ځینو ويډيوګانو کې چې له رسنيو سره شريکې شوې، مظاهره کوونکي وايي چې د طالبانو له خوا پرې بريد شوی، په دې کې د طالبانو يو غړي ښيي چې د دوی د تليفونونو د اخيستو او ماتولو ګواښ کوي.

په يوه بله ويډيو کې نور طالب عسکر دي چې يو يې د مظاهره کوونکو ټليفون اخلي او لاريون کوونکې ترې غوښتنه کوي چې خپل ټليفون بېرته ورکړي خو هغه ځواب نه ورکوي.

يوه لاريون کوونکې وايي چې ګڼ شمېر وسله وال راغلل او د لاريون مخه يې ونيوله او خواره يې کړل.

له هغه مهاله چې طالبان د اګست پر پنځلسمه واک ته ورسېدل ښځو په بېلابېلو ښارونو کې د خپلو حقونو د غوښتل په موخه لاريونونه وکړل.

دوی د خپلو بنسټيزو حقونو لکه زدکړو او د کار کولو د اجازې غوښتنه کوله.