طالبان: باید هیڅوک له اجازې پرته د مظاهرو په نامه لارو کوڅو ته و نه وځي

مظاهره

د عکس سرچینه، AFP

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، هیڅوک باید د مظاهرو په نامه لارو کوڅو ته و نه وځي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، مظاهرې بايد 'قانوني وي ' له عدلیې وزارته رسمي اجازه ترلاسه شي او امنیتي ادارو ته باید خبر ورکړل شي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې ''د مظاهرې مقصد او شعارونه، د مظاهرې ځای، د پيل او پای وختونه او نور جزئيات باید لږ تر لږه ۲۴ ساعته مخکې له اړوند ادارو سره شریک او اجازه ترلاسه شي. ''

له دې سره هممهاله د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ښځو احتجاجي غونډو تر څنګ نن چهارشنبه د افغانستان شمالي ولایت بدخشان کې هم ځايي ښځو مظاهره کړې.

رپوټونو کې ویل شوي، طالبانو د کابل یو شمېر احتجاج کوونکې ښځې وهلې ټکولې او د دوی د شړلو لپاره یې د کوتکو ګوزارونه پرې کړي دي.

ځايي خبریال ذکي دریابي پر خواله رسنۍ ټویټر یو ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې په وینا یې نن په کابل کې د ښځو یوې مظاهرې پر مهال داسې حال کې اخیستل شوی، چې د طالبانو یو اړوند کس پر مظاهره کوونکو ښځو د کوتک ګوزارونه کول.

د پلازمېنې کابل په لارو کوڅو کې لسګونو ښځو د خپلو حقونو غوښتنې په پار له مظاهرې سره ورځ پیل کړه.

دا مظاهرې پرون د طالبانو حکومت له اعلانه وروسته کېږي، چې ښځو ته پکې استازیتوب نه دی ورکړل شوی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

یو شمېر ښځو په غور ولایت کې د وژل شوې مخکینۍ پولیس افسرې ښځې تصویرونه لېږدول.

بل لور د اطلاعات روز نومې ورځپاڼې مسوولین وايي، د دوی هغه خبریالان طالبانو نیولي چې د دې مظاهرو خبري پوښښ یې کاوه.

د اطلاعات روز مسوولین وايي، طالبانو نیول شوي خبریالان وهلي ټکولي او وروسته یې خوشي کړي دي.

له دې مخکې د طالبانو ویاند سهیل شاهین وویل، هغه کسان چې په کابل کې سوله ییز احتجاج کوي، باید له چارواکو رسمي اجازه واخلي او وښيي چې کوم ځای کې احتجاج کوي.

نوموړي دا څرګندونې د خبریالانو په یوه وټس اپ ګروپ کې کړې.

نوموړی وايي:

''داسې نه لکه اوس چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لپاره نامناسبه ژبه کاروول کېږي، او د خپلمنځي دښمنیو اور ته لمن وهل کېږي او بیا د دې شېبو کلیپونه پر خواله رسنیو خپریږي. ''

د بي بي سي خبریال سکندر کرماني په یوه ټویټر پیغام کې وايي، ''لوستي ښاري خلک د طالبانو لپاره په یوه ننګونه بدلیدای شي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

له دې مخکې د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې روغتيايي کارکوونکو پرون وویل، چې د سې شنبې پر ورځ هغه مهال "درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي چې طالبانو د ښځو پر لاريون ډزې وکړې".

د هرات ولايتي روغتون يوه ډاکتر بي بي سي ته وويل چې په "مړو کې يو ۱۰ يا ۱۱ کلن ماشوم هم شامل دی".

دا په داسې حال کې ده چې پرون کابل کې سلګونو کسانو په افغانستان کې د پاکستان پوځي او سیاسي لاسوهنې پر ضد لاریون وکړ او د 'مرګ پر پاکستان ' شعارونه یې ورکړل.

لاریونوالو خپلو شعارونو کې پر پاکستان غږ کاوه چې له افغانستان دې ووځي.

دوی همدا راز د یوه داسې حکومت غوښتنه کوله چې خپله د افغانانو لخوا جوړ شوی وي. ځکه يو شمېر افغانان په دې باور دي چې ګاونډی پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي خو پاکستان تل دغه تورونه ردوی.