هرات کې د لاريون پر مهال "درې کسان وژل شوي"؛ کابل کې د پاکستان ضد لاريون شوی

پنجشیر

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې روغتيايي کارکوونکي وايي چې د سې شنبې پر ورځ هغه مهال "درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي چې طالبانو د ښځو پر لاريون ډزې وکړې".

د هرات ولايتي روغتون يوه ډاکتر بي بي سي ته وويل چې په "مړو کې يو ۱۰ يا ۱۱ کلن ماشوم هم شامل دی".

دا په داسې حال کې ده چې پرون کابل کې سلګونو کسانو په افغانستان کې د پاکستان پوځي او سیاسي لاسوهنې پر ضد لاریون وکړ او د 'مرګ پر پاکستان ' شعارونه یې ورکړل.

لاریونوالو خپلو شعارونو کې پر پاکستان غږ کاوه چې له افغانستان دې ووځي. دوی همدا راز د یوه داسې حکومت غوښتنه کوله چې خپله د افغانانو لخوا جوړ شوی وي. ځکه

يو شمېر افغانان په دې باور دي چې ګاونډی پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي خو پاکستان تل دغه تورونه ردوی.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې یو شمېر وسلوال کسان، چې ظاهراً طالبان دي، د لاریونوالو د مخنیوي او د خلکو د شیندلو لپاره هوایي ډزې کوي.

بي بي سي ته په استول شوې ويديو کې هم ښکاري چې طالب وسله وال د خلکو د خورولو په موخه هوايي ډزې کوي.

افغان طالبانو بي بي سي ته ویلي، د لاریون په اړه خبر لري، خو د ډزو د رپوټونو په اړه څه نشي ویلی او پلټنې کوي.

Taliban firing into the air

یاده دې وي چې د ملي مقاومت جبهې په نامه د طالبانو مخالفې ډلې مشر احمد مسعود د دوشنبې پر ورځ پر افغانان غږ کړی و چې د طالبانو او د دې ډلې د بهرنیو ملاتړ پر ضد ملي پاڅون وکړي.

د ځایي رسنیو رپوټونو له مخې د دوشنبې او سه شنبې ترمنځ شپه هم کابل او ځینو نورو ولایتونو کې یو شمېر کسانو د پاکستان او طالبانو پر ضد شعارونه ورکړي.

په ورته مهال د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار بي بي سي ته ویلي، پاکستان د افغانستان کورنیو چارو کې هېڅ ډوله لاسوهنه نه کوي.

نوموړي دا غبرګون وروسته له هغه ښودلی چې یو شمېر رسنیو پاکستان تورن کړ چې د پنجشېر جګړه کې یې د طالبانو مرسته کړې ده.