احمد مسعود: ټول افغانان دې د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي

د عکس سرچینه، WAKIL KOHSAR
د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي.
نوموړي دوشنبه ماسپښین په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د طالبانو پر ضد مقاومت به دوام لري او، د ده په وینا، هېڅ ځواک د ولس د ارادې پر وړاندې نشي درېدلی.
د هغه په وینا، د مقاومت جبهې د دیني عالمانو په غوښتنه پنجشېر کې مقاومت او جګړه بس کړه، خو طالبان د همدې عالمانو خبره له پامه وغورځوله او بریدونو ته یې دوام ورکړ.
احمد مسعود همدا راز وایي، د یکشنبې پر ورځ یې پنجشېر کې طالبانو سره نښته کې د کورنۍ ځینې غړي هم وژل شوي دي.
د نوموړي له دې څرګندونو یوازې څو ساعته وړاندې طالبانو ادعا وکړه چې پنجشېر ولایت یې هم له مخالفینو نیولی دی.
خو د ملي مقاومت جبهې دا ادعا رد کړې ده او وایي، د یاد ولایت ستراتیژیکې برخې لا هم دوی سره دي.
ښاغلي مسعود خپله وینا کې یو ځل بیا ادعا کړې چې بهرني ځواکونه د طالبانو په لیکو کې دي او د افغان ولس پر ضد جګړه کوي.
پر نړیوالې ټولنې د مسعود نیوکه

د عکس سرچینه، Getty Images
احمد مسعود خپل غږیز پیغام کې پر نړیوالې ټولنې نیوکه کړې چې، د ده په ټکو، طالبانو ته یې فرصتونه ورکړل چې له پوځی او سیاسي پلوه لا پیاوړي او زړور شي.
خو نوموړی وایي، طالبان نه دي بدل شوي او د پخوا پرتله لا ډېر متعصبه او سخت دریځي شوي.
ښاغلي مسعود ویلي، تاریخ به خپل قضاوت وکړي او مالومه به شي چې کوم هېوادونه د افغانانو رښتیني دوستان وو.
احمد مسعود وایي، هغه کسان چې دا مهال د طالبانو ترڅنګ ولاړ دي او ملګرتیا یې کوي، باید پوه شي چې خپل ځان، خپله کورنۍ، خپل راتلونکی او اخرت تباه کوي.
نوموړي د چا نوم نه دی اخیستی، خو پر دې کسانو یې غږ کړی چې خپله تېروتنه جبران کړي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.
ښاغلي مسعود د خپلې وینا په پای کې ویلي، د ملي مقاومت جبهه به ډېر ژر خپل نوی ویاند اعلان کړي او مبارزه به یې دوام ولري.
یاده دې وي چې د دې ډلې پخوانی ویاند فهیم دشتي د یکشنبې پر ورځ پنجشېر کې طالبانو سره نښته کې وژل شوی و.
د پنجشېر مقاومت په اړه د طالبانو دریځ

د عکس سرچینه، Reuters
پر پلازمېنې کابل د طالبانو تر ولکې وروسته پنجشېر وروستی ولایت و چې پکې د طالب ضد وسلوال مقاومت وشو او تر دې وروستیو پکې د دواړو خواو ترمنځ سختې نښتې وشوې.
وسلوالو طالبانو دوشنبه سهار ادعا وکړه چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دوی ډېره هڅه وکړه چې دا موضوع د خبرو له لارې حل کړي، خو مقابل لوري پر جګړې ټینګار کاوه.
ښاغلی مجاهد وایي، د پنجشېر نیول په دې معنا دي چې نور به افغانستان کې د واک جزیرې نه وي او ټول افغانان به د یو هدف لپاره کار کوي.
نوموړي همدا راز د پنجشېر خلکو ته ډاډ ورکړی چې هېڅ ډول توپیري چلن به نه ورسره کېږي او، د ده په وینا، ټول افغانان به د یو هدف لپاره کار کوي.










