کابل کې د نیول شویو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو رپوټونه

د عکس سرچینه، Social Media
کابل کې د طالبانو لخوا د ښځو حقونو د نیول شویو فعالانو پروانه ابراهیم خیل او تمنا زریاب پریاني د خوشې کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
دو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې اغلې پریاني د جمعې پر ورځ خوشې شوې ده.
په ورته وخت کې د اغلې پریاني دوو نږدې خپلوانو بیا بي بي سي ته منلې چې طالبانو د دې فعالې د خوشې کېدو لپاره د نوموړې له کورنۍ 'ضمانت خط' غوښتی دی.
دوی ویلي چې هغه به ژر خوشې شي.
په افغانستان طلوع نيوز پر ټوېټر پاڼه د پروانې ابراهيم خېل د خوشي کېدو خبر هم ورکړی دی.
طلوع نيوز وايي، نوموړې نن خوشي شوې او د خپلې روغتيا په اړه يې ډاډ ورکړی دی. نوموړې ادعا کړې چې د طالبانو له خوا نيول شوې وه.
تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خیل کابل کې د طالبانو خلاف یوه احتجاج کې له برخې اخیستلو وروسته له خپلو کورنو نادرکه شوې.
د دوی د کورنیو غړو ادعا کړې وه چې طالب وسله وال یې د شپې له مخې کورونو ته ورغلي او دا نجونې یې نېولې دي.
په هماغه شپه پر خواله رسنیو د اغلې پریاني یو ویډیويي کلیپ هم خپور شو چې نوموړې پکې ویل:
''لطفاً مرسته وکړئ، طالبان مې کور ته راغلي، خویندې مې په کور کې دي.''

د عکس سرچینه، Amaj
خو طالبانو تر اوسه رسمآ دا نه ده منلې چې دا مېرمنې دې د دوی نیولې وي.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو مدافع سازمانو او بېلابېلو هېوادونو په وار وار غوښتنه کوله چې دغه نجونې خوشې کړي.









