ملګري ملتونه وايي، د بي درکه شویو افغان ښځو په هکله یې نړیواله غوسه طالبانو ته څرګنده کړې

د ملګرو ملتونو استازې دېبورا لاینز د عبدالسلام حنفي په ګډون د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره لیدلي.

د عکس سرچینه، unamanews

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو استازې دېبورا لاینز د عبدالسلام حنفي په ګډون د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره لیدلي.
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

ملګري ملتونه وايي، د تري تم شويو افغان ښځینه فعالانو د نامعلوم برخلیک په تړاو راپارېدلې نړيواله غوسه يې طالبانو ته په ډاګه کړې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما مشرې ډېبورا لاینز د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر امير خان متقي سره کتلي او دا پیغام یې ور رسولى.

ملګري ملتونه وايي طالبانو د ستونزې د حل ډاډ ورکړی.

په تېرو څو ورځو کې اغلې لاينز د دغو تري تم شويو نجونو د برخليک مالومولو لپاره د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج حقاني په ګډون له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره کتلي دي.

د ملګرو ملتونو ملتونو استازولۍ یوناما پرون ناوخته یوه لنډ بیان کې وویل، له ښاغلي متقي سره په دې کتنه کې نوموړي ته د نړیوالې ټولنې هغه غوسه په ډاګه کړل شوه چې د ښځو د حقونو د یو شمیر فعالانو د برخلیک په اړه یې لري.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ددې کتنې په اړه لا څه نه دي ویلي.

یوناما خپل بیان کې ویلي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو استازې ته د ستونزې د حل لپاره د هڅو ډاډ ورکړ.

یوناما زیاتوي د هغه د دې رغنده چلن هرکلی کوي او د ټولو افغانانو د حقونو او هوساینې لپاره له طالبانو سره به راشه - درشه ته دوام ورکړي.

دا په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه پنځمه اعلان شوې کتنه ده چې د ملګرو ملتونو استازو کابل کې له طالب مشرانو سره کړې او د ښځو د حقونو د فعالانو برخلیک په اړه یې سپیناوی غوښتی.

له دې ډلې تېرو څو ورځو کې مېرمن ډيبورا لاینز د طالبانو اداره کې د کورنیو چارو له وزیر، د لومړي وزیر له مرستیالانو عبد السلام حنفي او مولوي عبدالکبیر سره لیدلي.

تمنا پریاني د خبریالۍ برخه کې زدکړې کولې
د عکس تشریح، تمنا پریاني د خبریالۍ برخه کې زدکړې کولې

له مولوي عبد الکبیر سره د مېرمن ډیبرا لاینز کتنې په اړه د یوناما بیان کې ګوت څنډنه شوې وه چې له افغانستان سره نړیوال ملاتړ د ټولو افغانانو حقونو ته له درناوي پرته له منځه ځي.

یوناما ویلي وو نوموړي ژمنې کړې وه چې د دې فعالو ښځو په اړه به معلومات چمتو کړي.

د ښځو د حقونو فعالان او د لادرکه کړل شویو ښځینه فعالانو کورنۍ وايي، دا ښځې طالبانو نیولي دي، خو طالبان یې نه مني او وايي په دې اړه د معلوماتو راټولو هڅه کوي.

خو د څو اونیو په تېریدو سره د دوی د معلوماتو نه بشپړېدل د ځینو لپاره د پوښتنې وړ دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتو د بشري حقونو څانګې د هغو څلورو ښځینه فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې، چې په وینا یې، د ښځو د حقونو لپاره له اعتراضونو وروسته نیول شوې یا تښتول شوې دي.

دې ټولنې ویلي، چې د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۱۶ نېټه په مظاهره کې له ګډون وروسته د دغو نیول شویو مېرمنو درک تر اوسه نه دی مالوم شوی او له طالبانو یې په دې تړاو د کوټلو ګامونو او د هغوی د خوشې کولو غږ کړی دی.

د ملګرو ملتو په وینا، پروانه ابراهیم خېل او تمنا پریاني د جنورۍ پر نولسمه تښتول شوې وې او مُرسل عیار او زَهره محمدي تېره اونۍ نیول شوې او په دې اړه مالومات نشته، چې چېرته ساتل شوې دي.

خو طالبانو ددې میرنو نیول تر اوسه نه دي منلي.