محبوبه سراج: طالبانو سره د افغان ښځو غونډه 'د یو بل خبرو اورېدو تر بریده' بریالۍ وه

Keyframe #1

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یوه پلاوي چې په درې ورځني سفر د ناروې پلازمېنې اوسلو ته تللي، پرون 'یکشنبه ' له یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره لیدلي.

د ښځو حقونو افغان فعاله محبوبه سراج هم د تړلو دروازو تر شا دې غونډه کې شامله وه. نوموړې د بي بي سي له خبریال داود قاري زاده سره خبرو کې وايي، د یوه بل خبرو اورېدو تر حده دا غونډه کامیابه وه.

دا وايي: ''پرونۍ غونډه له دې کبله ښه وه، چې موږ خبرې وکړې، دوی واورېدې، دوی خبرې وکړې، موږ واورېدې، زما له نظره د دا ډول ناستو لپاره چې هدف یې یوازې د یوه بل خبرو اورېدل وي، کامیابه ناسته وه، دا چې د دې ناستې پایله به څه وي، څه به کېږي، تر اوسه معلومه نه ده. ''

د اوسلو ناسته کې د بريتانیا، ایټالیا، فرانسې، ناروې او یوشمېر نورو اروپايي هېوادونو استازي ګډونوال دي.

دا ناسته د ناروې هېواد له لوري وربلل شوې او لومړی ځل دی چې طالبان یوه اروپايي هېواد کې دا وړ ناستې ته بلل کېږي.

مېرمن سراج وايي، افغانستان ته له ستنېدو وروسته به معلومه شي، چې ''که ټولې نه وي، نو ځینې هغه چې همدا اوس پرې باید کار پیل شي. '' طالبان د دوی څومره غوښتنې مني او څومره یې نه مني.

نوموړې زیاته کړه: ''دوی د منلو یا نه منلو په هکله څه نه دي ویلي، خوزموږ خبرې یې اورېدلې دي او زه راتلونکې ته هیله منه یم، ځکه په هر صورت یو چېنل پرانیستل شو. ''

مېرمن سراج په خپلو خبرو کې د هغو ښځو یادونه هم وکړه، چې دا وروستیو کې په کابل کې د ښځو له احتجاج وروسته بې درکه دي، خو طالبان یې نیول ردوي.

نوموړې وايي: ''د بېلګې په توګه دا د نجونو موضوع چې اوس نړیواله شوې، ناروې ته له راتلو درې ورځې مخکې دوی دا نجونې نیولې دي. دوی یې اوس نه مني، دوی یې ځکه نه مني، چې دا خو بیا جنګي جنایت بلل کېږي، خو دوی نیولې دي. ''

رپوټونو کې ویل شوي، دوې افغان ښځې تمنا زریابي پریاني او پروانه ابراهیم خېل د تېرې چارشنبې پر ورځ پلازمېنه کابل کې له خپلو کورونو بېول شوي دي.

د ناروې دې درې ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت او بشري حقونو په هکله خبرې کېږي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ناروې دې درې ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت او بشري حقونو په هکله خبرې کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما له طالبانو غوښتي چې د دې دواړو ښځینه فعالانو د موقعیت په هکله باید معلومات شریک کړي.

خو طالبانو بیا د دې دواړو ښځو له نیولو انکار کړی.

د رپوټونو له مخې له طالبانو سره د افغان ښځو لیدنه کې ښځینه فعالانو تر ډېره افغانستان کې د خپلو حقونو او ازادیو په تړاو اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړې، ځينو یې مخامخ طالبانو ته ویلي چې کابل کې نیول شوې فعالانې چې طالبان یې له نیولو انکار کوي خوشې کړې.

له ویناوالو یوه یې هدا خموش ده چې وايي، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو سیاسي او ډیپلوماتو لارو زور راوړي چې د ښځو د ژوند، زده کړو کار او سیاسي ونډې اړونده حقونه پرځای شي.

له ویناو او څرګندونو داسې بريښي چې له دې درې ورځنۍ ناستې نړیوال افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي کې له خپلې ډډې د هڅو او ملامتۍ د لیرې کولو، افغان اړخونه د سیاسي ونډو او طالبان له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او باور لپاره ګټه پورته کوي.

طالبان: ناروې کې روانې خبرې مو له نړۍ سره د اړیکو ښه پیل دی

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوسلو غونډه کې به طالب پلاوی نن دوشنبه له امریکايي - اروپايي استازو سره خبرې ولري. طالبانو بي بي سي ته ویلي دا له نړیوالو سره د اړیکو د عادي کولو پیل ته لار پرانیزي چې له مخې یې راتلونکې کې دوه اړخیزې همکارۍ هم شونې دي.

د طالبانو حکومت کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري چې دطالب پلاوي غړی دی، له بي بي سي سره خبرو کې دا له نړیوالې ټولنې سره له خپله اړخه د اړیکو یو ښه پیل وباله.

دی وايي، تمه ده یوه اجنډا تیاره شي چې راتلونکي کې دا وړ ناستې نورې هم پسې وشي او د جنجال ټکي له منځه یوړل شي.

هغه وویل، هیڅ هېواد په ډاډه زړه تراوسه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې ژمنه نه ده کړې، وخت ته اړتیا ده او هیله مندۍ شته چې کوټلي ګامونه به پورته شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي توماس وېسټ بیا پر ټويټر لیکلي، افغان مېرمنو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رېنا امیري، د امریکا د خزانې وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له استازو سره یو ځای د ناروې پلازمېنې اوسلو کې دی چې له طالبانو سره د څرګندې ډيپلوماسۍ په سیوري کې خبرې وکړي.

ښاغلي ویسټ ناروې ته د دې ناستې د وربلل کېدو له امله کور ودانی ویلی او د مدني بنسټونو مشران یې د سالمو ټولنو د ملا تیر بللی، هغو غونډو - منډو ته په اشارې چې طالب پلاوی پکې افغانې مېرمنې او نور فعالان ګوري او اوري.

امریکايي استازي ددې ټولو هڅو یوه مهمه موخه افغانستان کې د رادبره شوي انساني ناورین د کابو کولو چاره یاده کړې چې وايي، له خپلو ملګرو او ملاتړو هېوادونو سره پرې ګډه لګیا دي.

د تېرې ورځې په ګډه ویناپاڼه کې چې له طالب مشرانو سره د افغان فعالانو له خبرو وروسته خپره شوې، ویل شوي چې ټولو په سړه سینه یو بل اورېدلي، او پر روانو چارو نظرونه ورکړل شوي.