اروپا ته د طالبانو لومړی سفر؛ د امیر خان متقي په مشرۍ ۱۵ کسیز پلاوی ناروې ته روان شو

پلاوی

د عکس سرچینه، Abdulqahar balkhi

د افغان طالبانو یو پنځلس کسیز جګپوړی پلاوی نن شنبه (۲۲ جنوري) په لومړي ځل اروپا ته د یو رسمي سفر په لړ کې ناروې ته روان شو.

د دغه پلاوي مشري د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي کوي او یو شمېر نور چارواکي هم پکې شامل دي.

افغان طالبان وایي، کابل کې له دوه اړخیزو خبرو وروسته ناورې دوی ته د دې سفر بلنه ورکړې وه او د شنبې پر ورځ یې د طالب پلاوي لېږدولو لپاره یوه ځانګړې الوتکه هم کابل ته واستوله.

امیر خان متقي رسنیو ته استول شوي یو غږیز پیغام کې ویلي، خوښ دی چې له نړیوالو سره یې سیاسي اړیکې پر ښه لور روانې دي او تمه لري چې دا سفر به یې له لاسته راوړنو ډک وي.

نوموړی وایي، په دې درې ورځني سفر کې له به اروپایي، امریکایي او د یو شمېر عربي هېوادونو له چارواکو سره پر ګڼو موضوعاتو خبرې کوي.

په ورته مهال ناروې ته د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير له سفر سره سم، د احمد مسعود په مشرۍ د "افغان ملي مقاومت غورځنګ" يو شمېر پلويانو په لندن کې د ناروې سفارت مخې ته مظاهره کړې او د ناروې له حکومت يې غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني.

همدا راز ویل کېږي چې طالب پلاوی به ناروې کې له یو شمېر هغو افغانانو او ښځینه مشرانو سره هم ګوري چې د بشري حقونو، بشري مرستو او رسنیو برخه کې فعال دي.

د ناروې چارواکو هم د دې سفر پخلی کړی دی او وایي، له طالب پلاوي سره دا خبرې اترې به یې د یکشنبې پر ورځ پیل شي او د ګڼو هېوادونو د استازو په ګډون به یو شمېر افغانان هم پکې ګډون ولري.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی به د خبرو د اجنډا مهمه برخه وي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکېن هویټفلډ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا لیدنې کتنې د طالبانو په رسمیت پېژندلو معنا نه لري.

خو نوموړې ټینګار کړی دی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان اوسنیو واکمنو سره خبرې وکړي. اغلې هویټفلډ وایي، نه غواړي چې افغانستان کې سیاسي وضعیت په یوه بشري ناورین بدل شي.

ټاکل شوې ده چې طالب پلاوی له یو شمېر هغو افغانانو او ښځینه مشرانو سره هم وګوري چې د بشري حقونو، رسنیو او بشري مرستو برخه کې کار کوي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دې هېواد کې بشري وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان وار د مخه له سختې لوږې سره مخ دي او په ساړه ژمي کې افغانستان له یو جدي بشري ناورین سره مخ دی.

کابل کې د اروپایي ټولنې دیپلوماتیک فعالیت

اروپايي ټولنې مخکې د مرستو او همکاریو لپاره د یوه ګډ دفتر خبره کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اروپايي ټولنې مخکې د مرستو او همکاریو لپاره د یوه ګډ دفتر خبره کړې وه.

په ورته مهال اروپايي ټولنه وايي، د بشري مرستو رسولو چارو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د څار لپاره په کابل کې د دوی ''لږ تر لږه حضور '' باید د طالبانو په رسمیت پېژندلو په معنا تعبیر نه شي.

د دې ټولنې د بهرنیو چارو برخې ویاند پیټر سټانو ویلي، افغانستان کې یې محدود شتون د دې لپاره دی چې دې هېواد ته د بشري مرستو رسولو کې سهولت رامنځته کړي او هلته بشري وضعیت وڅاري.

له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشبې پر ورځ ویلي وو، له اروپايي ټولنې سره د دوی له پرلپسې خبرو وروسته دغې ټولنې افغانستان کې د خپل اوږدمهاله اړیکو لپاره 'خپل سفارت پرانستی دی. '

نوموړي دغه راز ویلي، اروپايي ټولنې له مخکنۍ ۲۲۰ میلیونو یورو وروسته تازه د ۲۶۸ میلیونو یورو نوره مرسته هم اعلان کړې چې یوه برخه به یې د افغان ښونکو معاشونو ته ځانګړې شي.

د ښاغلي بلخي په ټویټر پیغام کې په دې هکله ویل شوي: ''له پرلپسې لیدنو او د اروپايي ټولنې له استازو سره یوه تفاهم ته له رسېدو وروسته اروپايي ټولنې رسماً په کابل کې د دایمي حضور لپاره خپل سفارت پرانیست او فعالیت یې پیل کړ. ''