اروپايي ټولنه په کابل کې د استازولۍ دفتر بېرته پرانیزي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
رپوټونه وايي، اروپايي ټولنې تکل کړی، چې په افغانستان کې خپله ډېپلوماټیکه استازي تر راتلونکې یوې میاشتې بېرته پرانېزي او له طالبانو سره د اړیکو پراخولو ته لار جوړه کړي.
په دې سره به له شاوخوا درې میاشتني ځنډ وروسته د دې ټولنې ډېپلوماټان کابل ته ستانه شي.
دا په دې مانا ده چې اروپايي ټولنه شاخوا ۱۲ اونۍ وروسته له هغه چې کابل نه یې خپل دیپلوماتان وایستل یو ځل بیا هغوی کابل ته استوي.
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه غواړي چې اړو افغانانو ته د مرستو رسولو چارې همغږې کړي او یو شمېر افغانان هم له افغانستانه وباسي.
د افغانستان د اطلاعات او کتلور وزارت مرستیال او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې د اروپايي ټولنې د دې ګام هرکلی وکړ او وايي د اروپايي ټولنې د استازولۍ امنیت به باوري کړي.
د اروپايي ټولنې له دې پرېکړې نه خبرو ځینو کسانو فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي د اروپا ټولنې دیپلوماتیک او امنیتي بنسټ پلان لري چې خپله استازولي په کابل کې پرانیزي چې نه یوازې دوی بلکې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ديپلوماتان به هم ترې کار اخلي.
نوموړې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د بیا پرانستلو ګام داسې حال کې اخیستل کېږي چې نړیوال هڅه کوي چې د افغانستان له نویو مشرانو سره د چلن یوه لاره ومومي.
اروپايي ټولنې ویلي له طالبانو سره د چلن په اړه د یوه تګلارې په لټه ده او غواړي د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي خو له رسمیت پیژندلو یې ډډه کوي.
بل لور د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې په دې هکله وویل:
''موږ د اروپايي ټولنې د دې اقدام هرکلی کوو، دا ګام به یې د دواړو ولسونو په ګټه وي، هم به اروپا ترې ګټه واخلي او هم به افغانان ځکه چې دیپلوماتیک تعامل او همکاریو ته لار هوارېږي، باور ډېرېږي او دواړه خواوې کولای شي چې خپل پروګرامونه په ورو ورو عملي کړي. ''
اوس مهال اکثره لویدیځو هېوادونو خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ له کابل نه د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدولې او له دوحې ښار نه د طالبانو او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د یوې وسیلي په توګه کار اخلي.
دغه راز د طالبانو استازي هم ډېر ځله د اروپايي ټولنې له استازو سره د لیدنې په خاطر دوحې ته ورځي او هلته د نورو هېوادونو له چارواکو سره هم لیدنې کتنې کوي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ امنیت به څوک ساتي؟

اروپايي ټولنې تېره میاشت یو پلاوی کابل ته واستاوه چې د ديپلوماتانو د بېرته استولو چاره وارزوي ځکه پوهېږي چې په سیمه کې له حضور پرته نه شي کولای چې د یو ملیارد یورو په ارزښت د مرستو پروګرام په افغانستان کې عملي کړي.
اروپايي ټولنې تېره میاشت هڅه وکړه چې طالبانو سره یو موافقی ته ورسیږی چی د هغی پربنسټ امنیت ساتلو مسوولیت یو ځانګړی امنیتي ځواک یا اروپایی ټولنی د غړو هیوادونو د ساتونکو لخوا ونیول شی خو طالبانو ټینګار وکړ چې په کابل کې به د سفارتونو امنیت یوازې د دوی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول کېږي.
د اروپايي ټولنې یوې ویاندې نبیله مسرالي ویلي کابل کې د استازولۍ د امنیت په هکله ورستۍ پرېکړه تراوسه نه ده شوې خو موږ په کابل کې دحضور پیدا کولو په حال کې یو او نه شي کولای چې د امنیت دلایلو له امله په دې اړه جزییات ورکړي.
نوموړې فاننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي اوس مهال پر دې غور کېږي چې څوک کولای شي د اروپايي ټولنې د مامورینو امنیت خوندي کړي.
خو د طالبانو ویاند وايي دوی په بشپړه توګه د سفارتونو او دیپلوماتیکو مرکزونو امنیت ساتلو ته چمتو دي.
''د امنیت لپاره یې بشپړ چمتوالی لرو او د دې ضمانت کوو چې هېڅ ډول امنیتي ستونزه به ورته نه پیدا کېږي، د افغانستان اسلامي امارات د ټولو سفارتونو او دیپلوماتیکو مرکزونو امنیت ته جدي پام کوي او تراوسه پورې هېڅ کومه پېښه نه ده شوې. موږ بیا هم ډاډ ورکوو چې د امنیت ټینګولو ته یې بشپړ چمتوالی لرو، اندېښنه دې نه کوي. ''
اروپايي ټولنه په دې باور ده چې له بشري حقونو نه د ملاتړ، د طالبانو د هغه ژمنې په خاطر چې وايي افغانستان به پرېنږدي چې د ترهګرۍ په صادروونکي هېواد بدل شي او بشري بحران د مخنیوي په خاطر اړتیا لري چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپله ونډه ولري.
میرمن مسرالي فینانشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي هغسې چې څو څو ځلې مو ویلي دا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو په مانا نه دی بلکې دوی غواړي چې په دې توګه د افغانستان له اړو خلکو سره په ښه ډول مرسته وکړي او د دې لپاره اړتیا ده چې له طالبانو سره تعامل وکړي.
د نوموړې ورځپاڼې د لیکنې له مخې د اروپايي ټولنې له خوا دا ګام د چین، روسیې او ترکیې د هڅو په پایله کې چې په افغانستان کې یې د پخواني رژیم د نسکوریدو پرمهال هم خپل سفارتونه ونه تړل اخیستل کېږي.








