کرېکټ: د هند او نیوزیلنډ له پایلوبې مخکې پاکستان کې پر څه بحث کېږي؟

.بومرا د وېکټې له اخېستو وروسته خپله خوښي نمانځي

د عکس سرچینه، Arun SANKAR / AFP via Getty Images

د عکس تشریح، بومرا د وېکټې له اخېستو وروسته خپله خوښي نمانځي
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د هند سنجو سمسن چې یو پیاوړی توپوهونکی دی، د شل اووریز نړیوال جام په څلورو لوبو کې په ۷۷.۳۳ اوسط سره ۲۳۲ منډې کړې دي.

جسپرېټ بومرا چې خورا ځلیدلی او اقتصادي بالر دی په اوو لوبو کې یې د ۱۵.۹ اوسط سره ۱۰ ویکټې اخېستې په پاکستانیو رسنیو د همدې دوو لوبغاړو په اړه ډېر بحثونه کېږي.

د هند او نیوزیلنډ ترمنځ د شل اووریز نړیوال جام پای‌لوبه نن د احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره کېږي.

پاکستان چې خپله یې لوبډله له نړیوال جامه وتلي او لوبې یې ډېرې نه دي ستایل شوي اوس پکې کې د پایلوبې د څرنګوالي او دوو هندي لوبغاړو په اړه ډېر بحثونه روان دي.

د پخواني لوبغاړي شاهد اپریدي په وینا، بومرا یو بې‌ساری بالر دی. هغه د پاکستان د سما تلویزون په یوه خپرونه کې وویل:

"بومرا د بلې کچې توپ اچونکی دی. هغه دومره مهارتونه لري چې ان د هیڅ ډول وېشتنځای پروا نه کوي."

اپریدي د بومرا د توپ‌اچونې د رنګارنګۍ ستاینه کړېده.

هغه زیاته کړه:"هغه په هر ډول پیچ ویکټې اخلي. که سور بال وي یا سپین بال، په دواړو کې ماهر دی. په یوه اوور کې هر توپ بېلابېل ډول اچولی شي." شاهد اپریدي چې خپله د پاکستان د چټک بالر شاهین شاه اپریدي خسر دی وايي " په وروستیو کلونو کې یې له بومرا غوره یارکر توپ‌ویشتونکی نه‌دی لیدلی."

سمسن او بومرا هند تر پای‌لوبې ورساوه

بومرا او د لوبډلې ملګری یې

د عکس سرچینه، Alex Davidson-ICC/ICC via Getty Images

د عکس تشریح، هند په نیمه پایلوبه کې په یوه خورا زړه راښکونکې لوبه کې انګلنډ ته ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.

د پاکستان پخواني چټک بالر محمدعامر د جیوسپورټ په یوه خپرونه کې ویلي :"هند یوازې د سمسن او بومرا له‌امله ودرېد. د همدې دواړو په زور پای‌لوبې ته ورسېد. ان زه به ووایم چې دا د هند لویه لاسته راوړنه ده چې یوازې د دوو لوبغاړو پر مټ تر پای‌لوبې ورسېده."

سنجو سمسن لومړی د ویسټ‌انډیز پر وړاندې د ګټلو اړینه لوبه کې ۹۷ منډې وکړې او هند یې نیمه پای‌لوبې ته ورساوه.

وروسته یې په نیمه پای‌لوبه کې د انګلنډ پر وړاندې ۸۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې غوره هدف وټاکه.

بل لور ته بومرا په ټول ټورنمنټ کې خورا اغېزمنه توپ‌اچونه کړې ده. د وانکېډې لوبغالي کې د انګلنډ پر وړاندې کله چې د هند نور بالرانو ښه توپ‌اچونه نه‌شوی کولی نو هلته بومرا غوره توپ‌اچونه وکړه او د انګلنډ توپ‌وهونکي یې ډېرو منډو جوړولو ته پرېنښودل.

د انګلنډ د پاڼۍ پر مهال د بمورا د ۱۸م اوور په اړه ډېرې کیسې کېږي، ځکه په داسې حال کې چې انګلنډ ګټلو ته نږدې و، بومرا په دغه اوور کې یوازې شپږ منډې ورکړې او له دې سره یو د هند د بریا چانس ډېر شو.

محمدعامر د هندۍ لوبډلې د لوبډلمشر سوریا کمار یادو ستاینه هم وکړه. د هغه په وینا، کپتان بومرا په ډېرې هوښیارۍ په ښه وخت کې ولوباوه.

بل لور ته د پاکستان پخواني تېز بالر شعیب اختر د یوه خبري چینل په پروګرام کې وویل:

"سنجو سمسن له څو کلونو راهیسې د کرکټ په ډګر کې دی، خو د ایم‌ایس دوني، دنیش کارتیک او نورو ویکټ‌ساتونکو د شتون له امله یې په لوبډله کې ځای نه‌شو پیدا کولی. دا ځل ګتم ګمبیر ډېرې هڅې وکړې او هغه یې لوبډلې ته راوست."

د چا لاس بر دی؟

نیوزیلنډی لوبغاړی خوښي نمانځي

د عکس سرچینه، MB Media/Getty Image

د عکس تشریح، نیوزیلنډ سویلي افریقا ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته رسیدلی.

هند د پایلوبې کوربه دی او د نرېندرا مودي ستر لوبغالی به تر ډېره د هندي مینه والو او نندراچیانو ډک وي خو نیوزیلنډ د خلکو د خواشیني کولو ویلي او د اتلولۍ ارادې یې ژوندی دي. خو ځینو پخوانیو لوبغاړو له تخنیکي پلوه دواړه لوبډلې ارزولي. له ډلې یې د پاکستان چټک بالر محمدعامر په پای‌لوبه کې د نیوزیلنډ د ګټلو چانس زیات بولي او دلیل یې څه داسې بیانوي، "د یوې لوبډلې په توګه نیوزیلنډ ښه دی، ځکه هند تر ډېره پر سنجو او بومرا تکیه کوي، خو نیوزیلنډ د یوې منظمې ډلې په توګه لوبه کوي. د دوی ډېر لوبغاړي په یو وخت کې خپل غوره فارم ته رسېدلي دي."

د عامر په وینا، د نیوزیلنډ توپ‌وهونکي لکه فین الن، ډاریل میچل، راچین راویندرا او ډیون کانوې د دې لوبډلې بیټېنګ غښتلی کوي.

همداراز په توپ‌اچونه کې مئچل سانټنر، ایش سوډي یا لوکي فرګوسنو یې ځواکمن توپ‌اچوونکي دي.

خو په همدې پروګرام کې د پاکستان پخواني ویکټ ساتونکي راشد لطیف بیا د هندۍ لوبډلې د ګټې چانس زیات وباله.

هغه وویل: "د انګلنډ پر وړاندې د لوبې په وروستیو اوورونو کې هندي بالرانو د فشار په حالت کې ښه بالینګ وکړ. د هند بالرانو د بومرا په مشرۍ، د شپې د شبنم له اغېزې سره سره ښه توپ‌اچونه کړې ده. که څه هم د نیوزیلنډ پیلییز او د منځنۍ کرښې توپ‌وهونکي ښه فارم کې دي، خو زما په نظر هند مخکښ دی."

په همدې خپرونه کې د پاکستان پخوانی کرکټر سکندر بخت وویل، د هارډیک پانډیا په څېر د ټول‌چاري لوبغاړی شتون هند ته لا ډېر ځواک ورکوي. د هغه په وینا، پانډیا نه یوازې په بیټېنګ کې، بلکې په مهمو شیبو کې د بالېنګ له لارې هم د لوبې پایله بدلولی شي.

سکندر بخت زیاته کړه: "د پاکستان ټول الراونډران یې باید له پانډیا زده‌کړي."

د پاکستان پخوانی لوبغاړی احمدشهزاد وايي، که څه هم ټول خلک د سمسن او بومرا په اړه خبرې کوي، خو د شېوم ډوبې په څېر لوبغاړی باید هېر نه‌شي. د هغه په وینا، ډوبې د لوبډلې "پټ اتل" دی.

هغه وویل: "که څه هم کله ناکله ویکټې پرله‌پسې لوېږي، خو ډوبې د منډو جوړولو روان حالت ورو کېدو ته نه پرېږدي."

احمد شهزاد دا هم وویل که نیوزیلنډ یې پای‌لوبه وبایلي، نو د "چوکرز" لقب باید د سویلي افریقا لوبډلې پر ځای همدې ټیم ته ورکړل شي. په ورزش کې "چوکر" هغه لوبډلې یا لوبغاړي ته ویل کېږي چې مهمه یا وروستۍ لوبه کې د فشار له امله خپله ښه لوبه ونه‌شي کړی او ماتې وخوري.

د هغه په خبره، نیوزیلنډ څو ځله د ای‌سي‌سي سیالیو تر پای‌لوبې رسېدلی، خو بیا یې هم نه‌شي ګټلی، نو که بیا داسې کېږي دا لوبډله په ریښتینې مانا د "چوکرز" نوم وړ ده.

بل لور ته محمدعامر نیوزیلنډ ته مشوره ورکړې چې په لوبډله کې یو اضافي تېز بالر شامل کړي، ځکه د هغه په وینا د هند ډېری توپ وهونکي لکه ابیشېک شرما او سنجو سمسن، د تېز توپ په لوبولو کې ستونزې لري.

د هند پخواني مشهور کرکټر او مبصر سونېل ګواسکر چې د "لټل ماسټر" په نوم پېژندل کېږي، وویل:

"نیوزیلنډ ډېر ښه کرېکټ کړی دی، خو هند څو نږدې لوبې ګټلې دي چې دا به د هند په ګټه تمام شي. نو تمه ده چې دا لوبه به ډېره په زړه پورې وي. هیله ده هند به تاریخ بدل کړي او خپله اتلولي به تکرار کړي."

د هند بل پخواني کرکټر دلیپ وینګسارکر وویل: "هیله ده چې ابیشېک شرما په دې پای‌لوبه کې ښه ولوبېږي."

د نیوزیلنډ کپتان میچل سانټینر وویل: "موږ به د میدان تماشه‌چیان چوپ کړو."

د هند کپتان سوریا بیا وویل، د لوبډلې په کمپ کې فضا ارامه ده.

هغه زیاته کړه:"موږ ارام او بې‌فشاره یو. دا یو ډېر ښه لوبغالی دی او ښه احساس لرو. زه هېڅ اندېښنه نه لرم. کله ورځ ښه وي، کله بده؛ نور لوبغاړي یې جبرانوي. مهمه دا ده چې لوبه وګټو.

'له ورون کلدیپ غوره دی'

کرېکټ کې دوه هندي لوبغاړي یو ځای خوښي نمانځي

د عکس سرچینه، FADEL SENNA/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ورون که کلدیپ

د پاکستان محمدعامر او احمدشهزاد دواړه په دې نظر دي چې که هند د لوبې ګټل غواړي نو باید د ورون چکرورټي پر ځای کولدیپ یادو ته چانس ورکړي.عامر وايي:

"کلدیپ د وېکټو اخېستلو وړتیا لري. زما په اند باید په پای‌لوبه کې هغه ته موکه ورکړل شي."

احمد شهزاد هم ورته نظر لري او وایي، د ورون چکرورټي پر ځای دې کلدیپ یادیو ته برتري ورکړل شي.

ورون د انګلنډ پر وړاندې په نیمه پای‌لوبه کې ډېر قیمتي ثابت شو. هغه په څلورو اوورونو کې ۶۴ منډې ورکړې او یوازې یوه ویکټ یې واخېسته.

له پای‌لوبې مخکې په خبري غونډه کې د هند له کپتان وپوښتل شول چې ایا د ورون چکرورټي د توپ‌اچونې په اړه اندېښنه لري که نه.هغه ځواب ورکړ: "موږ هېڅ اندېښنه نه لرو. موږ وروستۍ لوبه ګټلې ده. که لوبه وګټو، بیا دا مهمه نه ده چې څه پېښ شوي. د هر لوبغاړي ورځ کله ښه وي او کله نه وي. که یو لوبغاړی ښه ونه‌لوبېږي، بل یې جبرانوي."

بل لور ته د سیالې لوبډلې له لوبډلمشر مېچل هم وپوښتل شول چې د هند د کورني میدان ګټه به څومره اغېز ولري.

هغه وویل: "زموږ هدف به دا وي چې تماشه‌چیان چوپ کړو." دا هماغه خبره ده چې د تېرو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو له پایلوبې مخکې اسټرالیایي لوبډلمشر کړې وه او بیا همداسې وشول.

نوموړي زیاته کړهډکه د جام د ګټلو لپاره د هندي مینه‌والو زړونه ماتېږي، نو دا به هم دوی ته د منلو وي.