کابل کې د ځینو ښځو لاریون؛ کار، خواړه او ازادي غواړو

د ویډیو تشریح، کابل کې د ځینو ښځو لاریون؛ کار، خواړه او ازادي غواړو

کابل کې ځینې ښځې واټونو ته راوتلې او د "کار، خواړه او ‌ازادي" نارې وهي او د ښځو د تعلیم، سیاسي او ټولنیزو چارو کې خپله ونډه غواړي.

ځینو لاریون کوونکو ښځو ویلي طالبانو لاریون کوونکې ښځې کلابندې کړې، موبایلونه‌ یې چې وېډیوګانې یې پرې ثبتولې، اخیستي او د دوی د تیت او پرک کولو لپاره یې هوايي ډزې کړې دي.

د لاریون ځینو ګډونوالو بي بي سي ته وېډیوګانې راستولې دي. دا لاریون واک ته د طالبانو د رسېدو د یو کال تر پوره کېدو دوه ورځې مخکې شوی دی. د تېر ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه طالبانو کابل ونیو.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ بي ب‍ي سي ته ویلي، دغو ښځو د خپل لاریون په اړه دوی نه وو خبر کړي، خو لاریونیانو هلته برخورد ښودلی او که هرڅه کېږي باید هلته لاریون وشي.

نوموړی وايي، ښايي د لنډو تحقیقاتو لپاره هلته ځینې کسان او کامره مینان نیول شوي وي چې ښايي بېرته خوشي شوي وي.

دی وايي، څېړنه کوي چې ډزې ولې شوې دي. ‌