د پارالمپيک لوبو په اړه څومره پوهېږئ؟

پارالمپیک

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د پارالمپیک لوبې په ۱۹۴۸ کال کې، د یوه یهودي ډاکتر لودویګ ګوتمن لخوا چې د دویمې نړیوالې جګړې له پیل لږ مخکې له نازي المانه تښتېدلی و، پیل شوې.

هغه د همدغه کال د جولای پر ۲۹مه د لندن اولمپیک لوبو د پرانیستې مراسمو پر ورځ کې د ویلچیر ورزشکارانو لپاره لومړۍ سیالي جوړه کړه.

په هغې سيالۍ کې ١٦ تنو ټپي سرتېرو او ښځو برخه اخيستې وه.

ډاکټر ګوتمن په پیل کې سیالۍ ته د سټوک مانډیویل لوبې نوم ورکړ ، چې وروسته بیا د پارالمپیک په لوبو بدلې شوې.

پارالمپېک لوبې لومړی ځل په ۱۹۶۰م کې روم کې د ۲۳ هېوادونو د ۴۰۰ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

اصلي مراسم یې څه دي؟

د اولمپیک په څېر، د پارالمپیک لوبو کې اصلي جذابیت هم په اتلتیک او میداني سیالیو کې دی.

اوس مهال د پارالمپیک سیالۍ د نړیوال پارالمپیک کمیټې ادارې لخوا تصویب شوي، چې پکې د نابینایانو فوټبال، پارا پاور لفټینګ، ویلچیر ټېنس او پارا لیندۍ وېشتل هم شامل دي.

بډمینټن او تکواندو دوه نوې برخې دي، چې تازه په پارالمپیک کې شاملې شوې دي.

د پارالمپیک سیالیو ته لوبغاړي د دوی د معلولیت د بڼې او شدت پر بنسټ غوره کېږي.

د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي، سیالۍ عادلانه وي، ټول ورزشکاران باید د ډلبندۍ له پړاوه تېر شي.

دوی د طبي او تخنیکي متخصصینو لخوا ارزول کېږي، چې مناسبو کټګوریو کې ځای پر ځای شي.

له همدې امله د مختلفو طبقو لپاره ډېر او بېلابېل مډالونه شته.

په پارالمپیک لوبو کې د کډوالو لوبډلې

پارالمپیک

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۲۴ کال پاریس سیالیو کې تر دې دمه د کډوالو تر ټولو لوی ټیم برخه اخیستې چې په لسو بېلابېلو برخو کې سیالۍ کوي.

دوی په نړۍ کې د ۱۲۰ میلیونو په زور کډوالو شویو او بې ځایه شویو خلکو استازیتوب کوي.

د کډوالو لوبډلې په ۲۰۱۶ کال کې د 'ریو دی جینېرو' سیالیو کې له دوو لوبغاړو سره ګډون وکړ.

له افغانستانه ذکیه خدادادي هم چې په ۲۰۲۰ کال کې له خپل هېواده وتلې، او اوس د اروپا د پارا تکواندو اتله ده، په دې ډله کې شامله ده.

ذکیه خدادادي په لومړۍ لوبه کې وتوانېده، چې خپلې کیوبايۍ سیالې ته د ۲۱-۱۱ نمرو په توپیر ماته ورکړي او د پاریس د پارالمپیک په سیالیو کې د تکواندو اتو غوره لوبغاړو پړاو ته لار ومومي.

پارالمپیک

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان په استازیتوب ابراهیم دانشي د پارا تکواندو په رشته کې د تایوان لوبغاړي پر وړاندې ماته ومنله. د تایوان شیاو شیانګ وېن د ۴۴ کیلو ګرامه وزن کې دانشي ته ۷ د ۳۷ نمرو پر وړاندې ماته ورکړه.

د تایوان شیاو شیانګ وېن د ۴۴ کیلو ګرامه وزن کې دانشي ته ۷ د ۳۷ نمرو په توپیر ماته ورکړه.

د پارالمپیک سیالیو سمبالونکی نیاشا مهاراکوروا وايي، د کډوالو لوبډله نړۍ ته د "هیلو" پیغام په لېږلو کې مرسته کوي.

د پارالمپیک لوبې د اګست په ۲۸مه د پرانیستې له مراسمو سره پیل شوي، او د سپټمبر تر اتمې نېټې دوام کوي.

د نړۍ له ګوټ ګوټه د ۲۲ بېلابېلو ورزشونو څه باندې ۴۰۰۰ ورزشکاران په ۵۴۹ سیالیو کې ګډون پکې کوي.