د افغانستان ویلچیر باسکټبال لوبډلې د اسیا پارالمپیک مهمو سیالیو ته لار ومونده

لوبې

د عکس سرچینه، ABNF

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي، لندن

د افغانستان پارالمپیک د ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې نن د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته تر یوې سختې سیالۍ وروسته ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په خپله پنځمه لوبه کې د عربي متحده اماراتو لوبډله ۷۰ د ۵۷ نمرو په بدل کې ماته کړه او له دې سره افغان لوبډلې د دغو سیالیو پایلوبې ته د وتلو تر څنګ د اسیایي پارالمپیک سیالیو ته هم لار ومونده.

ټاکل شوې افغان باسکټبال ویلچیر ملي لوبډله سبا 'شنبه' د کویټ له لوبډلې سره په پایلوبه کې مخ شي.

افغانستان تر اوسه د دغو سیالیو په لړ کې هېڅ کومه لوبه نه ده بایللې او تر دې مخکې یې خپلې ټولې سیالې لوبډلې په ګونډو کړې دي.

وړاندې تر دې یې له چین ټایپې، کویټ، فلیپین او هانګ کانګ لوبډلو هم خپلې لوبې په سترو توپیرونو ګټلې دي.

وروستۍ لوبه تر پایه سیاله او تېزه روانه وه او له نورو سیالیو پرتله د متحده عربي اماراتو لوبډلې هم پیاوړي لوبه وکړه.

د افغانستان ویلچیر باسکټبال ملي لوبډله اوسمهال د ۱۵ نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري.

دغه سیالۍ په تایلنډ کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون د نهو هېوادونو لوبغاړو ګډون پکې کړی دی.

ټاکل شوې دغه سیالۍ سبا د می میاشتې په ۱۳ نېټه پای ته ورسېږي.

افغان لوبډله تر یوه اوږده ځنډ وروسته نړیوالو سیالیو ته تللې، خو ځواکمنه او بریالۍ څرګنده شوې ده.

افغان لوبډلې په ډېرو لږو اسانتیاوو او امکاناتو دغو لوبو تیاري نیوله وه.

افغان پارالمپیک باسکټبال ملي لوبډله د نورو هېوادونو پرتله د اسانتیاو له پلوه دومره پیاوړې نه ده خو وروستۍ بریاوې یې ښايي په دې برخه کې دوی ته پام زیات کړې او وکولای شي له نړیوالو ادارو ډېرې او ښې اسانتیاوې ترلاسه کړي.

اوسنیو لوبو ته په کتو سره ښايي په چین کې د پارالمپیک سیالیو کې د نړۍ ډېرو پیاوړو لوبډلو ته سرخوږي هم جوړ کړي.

تېره نومبر میاشت په هند کې هم د ویلچیر باسکټبال سیالۍ وې او افغان لوبډله هغه مهال د ویزو نه برابرېدو له کبله ونه توانېده چې په هغو سیالیو کې ګډون وکړي.