د افغانستان ویلچیر باسکټبال لوبډلې څلورمه پرله پسې بریا

د عکس سرچینه، ABNF
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان پارالمپیک د ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې نن د چین تایپې لوبډلې ته په ستر توپیر ماته ورکړه.
افغان لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې چین تایپې لوبډله ۶۵ د ۳۷ نمرو په بدل کې ماته کړه.
دا د افغان لوبډلې لپاره څلورمه پرله پسې بریا وه. وړاندې تر دې یې د کویت، فېلیپین او هانګ کانګ لوبډلې هم په سترو توپیرونو ماتې کړې دي.
د افغانستان ویلچیر باسکټبال ملي لوبډله اوسمهال د ۱۲ نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري.
افغان لوبډله خپله بله سیالي سبا جمعه د عربي متحده اماراتو له ملي لوبډلې سره لري، که په هغه لوبه کې هم بریا خپله کړي نو مخامخ پایلوبې ته رسېږي او ورسره به په چین کې د پارالمپیک سیالیو د ګډون ونډه هم ترلاسه کړي.
دغه سیالۍ د نهو هېوادونو ترمنځ د تايلنډ په کوربه توب روانې دي.
په دغو هېوادونو کې افغانستان، تایوان، کویت، هانګ کانګ، فېلیپین، کوریا، عربي متحده امارات او تایلنډ شامل دي.
دغه سیالۍ د مې پر اتمه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۳مې به روانې وي.
افغان لوبډله تر یوه اوږده ځنډ وروسته نړیوالو سیالیو ته تللې، خو ځواکمنه او بریالۍ څرګنده شوې ده. تر اوسه د روانو سیالیو په بهیر کې هېڅ ناکامي نه لري.
افغان پارالمپیک باسکټبال ملي لوبډله د نورو هېوادونو پرتله د اسانتیاو له پلوه دومره پیاوړې نه ده خو وروستۍ بریاوې یې ښايي په دې برخه کې دوی ته پام زیات کړې او وکولای شي له نړیوالو ادارو ډېرې او ښې اسانتیاوې ترلاسه کړي.
که په چین کې د پارالمپیک سیالیو د ګډون ونډه یا سهمیه ترلاسه کړي نو اوسنیو لوبو ته په کتو یې ښايي د نړۍ ډېرو پیاوړو لوبډلو ته سرخوږی هم جوړ کړي.
په تېر نومبر میاشت کې په هند کې هم د ویلچیر باسکټبال سیالۍ وشوې چې افغان لوبډله د ویزو نه برابرېدو له کبله ونه توانېده چې په هغو سیالیو کې ګډون وکړي.










