شهباز شریف: نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت سره په "مانادار ډول ښکېله شي"

شهباز شریف

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې ویلي، چې "نړیواله ټولنه باید د افغانستان له لنډمهاله حکومت [د طالبانو حکومت] سره په مانادار ډول ښکېله شي، چې له دوی [د طالبانو حکومت] سره خپلو واقعي اقتصادي او پرمختیایي اړتیاوو ته په رسېدو کې مرسته وشي."

خو هغه یو ځل بیا دا ټینګار هم کړی چې د طالبانو حکومت باید ډاډمنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد خلاف د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.‌

شهباز شریف ویلي سیمه کې سوله په همدې پورې تړلې ده.

د شهانګهای همکاریو سازمان سرمشریزه پرون (چارشنبه) پیل شوه او د پاکستان لومړي وزیر ورته نن وینا کړې ده.‌

پاکستانۍ رسنۍ وايي شهبار شریف تر ډېره پر سیمه ییز ثبات، اقتصادي وده او د خپلمنځي‌ همکاریو پر اهمیت او لارو چارو غږېدلی دی.

نوموړي ویلي "سیمه کې د سولې او ثبات په ډاډمنولو کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ګډې ګټې نغښتې، او دا د هر ډول اقتصادي پرمختګ مخکینی شرط دی."

هغه پر شانګهای همکاریو سازمان غږ کړی چې د افغانستان له واکمنو چارواکو سره ښکېل شي او د طالبانو له حکومته یې هم غوښتي، دا ډاډمنه کړي چې د ترهګرۍ په مخنیوي‌ کې خپل نقش لوبوي.‌

هممهاله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډلې د بیا پیلېدو د نظر ملاتړ کړی دی.‌

تاس خبري‌ اژانس نوموړي له خولې لیکلي، "موږ فکر کوو چې دا به په دغه هېواد [افغانستان] کې د وضعیت له لا ډېر نورمالېدو سره مرسته وکړي."

ښاغلي پوتین ویلي "زموږ به باور دا ښه ده چې د شانګهای همکاریو سازمان د افغانستان ستونزو کې له نږدې ښکېل پاتې شوی دی."

امنیتي‌ پېښو ته اندېښنه

پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې ولسمشر هم د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان د تماس ډلې د بیا پیلېدو ملاتړ کړی

د پاکستان لومړي‌ وزیر ویلي "وروستي ترهګریز فعالیتونه موږ ټولو ته لویه اندېښنه ده."

افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان څارونکی غړی دی، خو د استانې دې سرمشریزې ته د طالبانو حکومت استازي نه دي‌ وربلل شوي.

طالبان وايي چې واک ته له راستنېدو وروسته یې په افغانستان کې داعش او نورې ترهګرۍ ډلې ځپلې دي.

دوی له دې هم انکار کوي چې بهرني وسله وال دې په افغانستان کې فعال حضور ولري.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي تل تور پورې کوي، د پاکستاني طالبانو تحریک 'ټي‌ټي‌پي'‌‌‌ وسله وال په افغانستان کې مرکزونه لري او دا چې د بریدنو لپاره له ډیورنډ کرښي ور اوړي.‌

همدا راز روسیې او د مرکزي اسیا ځینو هېوادونو هم په وار وار د افغانستان شمال کې د داعش او نورو ترهګرو د حضور په اړه اندېښنه ښودلې ده.

تېر مارچ په مسکو کې د موسیقۍ پر یوه تالار خونړي برید،‌ چې مسوولیت یې داعش ومانه، سیمه کې د دې ډلې د فعالیت په تړاو اندېښنې لا پیاوړې کړې.

همدا څو ورځې وړاندې د دغه هېواد په داغستان جمهوریت کې هم پر یوه کنیسه او څو کلیساګانو مرګوني بریدونه وشول.

شانګهای

د عکس سرچینه، Getty Images

پر روسیې سربېره د شانګهای همکاریو سازمان بل مهم غړی -‌ ایران هم تېرو کلونو کې د اسلامي دولت (داعش خراسان څانګې) لخوا د څو مرګونو بریدونو شاهد و.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د دوی لخوا د داعش اکثریت نیول شوي او وژل شوي غړي بهرني اتباع، په ځانګړي توګه تاجکستاني او پاکستاني وګړي دي.

دوی ټینګار کوي چې د سیمې ټول هېوادونه باید په ګډه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپل مسوولیت پر ځای کړي.

اوس د پاکستان لومړي وزیر هم د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې له ترهګرۍ سره "په ګډه او هر اړخيزه توګه" د مبارزې غوښتنه کړې.

هغه ویلي، "ترهګري که افرادو، ډلو یا دولتونو لخوا ترسره کېږي، باید په ټولیزه توګه او هر اړخیز ډول یې پر وړاندې مبارزه وشي."

شبهاز شریف دې ته هم ژمنتیا ښودلې چې هېواد یې د شانګهای همکاریو سازمان اصولو او ټولو غړو سره کارنده همکارۍ ته ژمن دی.