قزاقستان کې د شانګهای ناسته پیل شوه؛ له افغانستانه څوک نه دي وربلل شوي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, خبریال

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د چین، روسیې او ځینو نورو هېوادونو د مشرانو په ګډون د شانګهای امنیتي، اقتصادي او سیاسي همکاریو سازمان کلنۍ غونډه پیل شوې ده.

تمه ده د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي

د شانګهای د همکاریو سازمان په روانه غونډه کې به د ۱۵ هېوادونو چین، روسیې، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، بلاروس، منګولیا، اذربایجان، قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې او ترکمنستان مشران او استازي ګډون وکړي.

په دغه سرمشریزه کې د افغانستان د کابو ټولو لېرې او نږدې ګاونډیو استازي شته، خو افغانستان چې په ۲۰۰۴ کال کې د دغه سازمان غونډې ته د مېلمه په توګه ور بلل شوی او په ۲۰۱۲ کال کې د دغه سازمان ناظر غړيتوب ورکړل شو.

خو پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې د دغه بنست غونډو ته نه دی وربلل شوی.

که څه هم د دغې غونډې ځینو ګډونوالو پخپلو هېوادونو کې د طالبانو حکومت استازي منلي، خو هیڅ هېواد یې پر افغانستان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

تمه ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۴ کال غونډه کې به غړي هېوادونه پر یو لړ امنیتي، اقتصادي، سیاسي، ټېکنالوژۍ او کولتوري مسلو چې غړو هېوادونو او سیمې ته مهمې دي، بحثونه وکړي.

د رپوټونو له مخې، د دغه سازمان د سږنۍ غونډې په اجنډا کې سیمه ییز امنیت تر ټولو مهمه موضوع ده.

تمه کیږي چې غړي هیوادونه به یې د تروریزم، افراطیت، بېلتونپالنې او له سایبر جرمونو سره د مبارزې لپاره د هر اړخیزو ستراتیژیو په اړه خبرې وکړي.

پر افغانستان بحث کېږي، خو طالب استازي په کې نشته

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف ټینګار کړی چې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د ایران حکومتي خبري اژانس ایرنا د رپوټ له مخې، ښاغلي توکایف زیاته کړې، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي او په دغه هېواد کې د اوږدمهاله ثبات لپاره د شرایطو د رامنځته کولو لپاره لازمو هڅو ته اړتیا ده.

د دغه سازمان په سږنۍ غونډه کې به د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا هم خبرې وشي. غړي هېوادونه به په دې برخه کې د سیمه يیزې سوداګرۍ او پانګونې د پیاوړتیا، د ګمرکونو د تګلارو د منظمولو او کارنده اقتصادي چاپیریال د رامنځته کولو پر لارو چارو غور وکړي.

د شانګهای سږنۍ کلنۍ غونډه چې د چين او روسيې د ولسمشرانو شي جين پينګ او ولاديمير پوتين پکې ګډون کړی، د سيمه ييزو پرمختګونو لپاره يوه مهمه غونډه ګڼل کېږي.

دوه اړخیزه او څو اړخیزه غونډې

تمه ده د غونډې ګډونوال د عمومي ناستې په څنډو کې پخپلو کې دوه اړخیز او څو اړخیز لیده کاته ولري او د خپلې علاقې وړ موضوعاتو باندې خبرې اترې وکړي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د بهرنۍ تګلارې مرستیال یوري اوشاکوف ویلي، د شانګهای سرمشریزه په سیمه کې د څو اړخېزې همکارۍ د رامنځ ته کولو لپاره یو فرصت دی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان یو بین الحکومتي سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کې د شپږو هیوادونو قزاقستان، چین، قرغزستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان لخوا جوړ شوی دی.

دا مهال دغه سازمان د هند، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ایران او ازبکستان په ګډون نهه دایمي غړي لري.

بیلاروس چې تېرکال څارونکی غړی و، په سږنۍ غونډه کې به یې د دایمي غړي په توګه ګډون وکړي. افغانستان او منګولیا د دغه سازمان څارونکي غړي دي او ۶ هېوادونه اذربایجان، ارمېنیا، د کمبودیا سلطنت، نیپال ترکیه او شري لنکا هم د دغه سازمان د سلامشورو د شریکو هېوادونو په نوملړ کې دي.