شانګهای همکاریو سازمان افغانستان کې پر 'ټولګډونې حکومت او له افغانانو سره پر بشري مرستو' ټینګار وکړ

- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د شانګهاي همکاریو سازمان وایي، د هند په کوربتوب د دې سازمان په ۲۳ مه غونډه کې چې له انلاین لارې ترسره شوه ګډونوالو د شته وو ګواښونو او ننګونو په هکله د خبرو ترڅنګ په افغانستان کې پر ټولګډونې حکومت او له افغانانو سره د بشري مرستو په کولو ټینګار وکړ.
غونډې ته په پرانستوونکې وینا کې د هند لومړي وزیر وویل چې د افغانستان خاوره باید د نورو پرضد و نه کارول شي،هغه څه چې طالب واکمنو یې په هکله په وار وار نړیوالو ته ډاډ ورکړی دی.
د شانګهایي سازمان د ۲۳ سرمشریزې په اعلامیه کې راغلي چې د سازمان غړي هېوادونه په دې باور دي چې د شانګهای همکارۍ سازمان په سیمه کې د امنیت او ثبات د ساتنې او پیاوړتیا یو له مهمو فکتورونو نه په افغانستان کې د وضعیت ژر حل کېدل ګڼي او دوی د یوه خپلواک، بې طرفه، متحد، دیموکراتیک او سوله ییز دولت په توګه د ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو نه د پاک افغانستان د جوړولو پلوي کوي.
غړو هېوادونو په افغانستان کې پر ټول ګډونې حکومت ټېنګار کړی چې د ټولو لږکیو، مذهبي او سیاسي ډلو استازي په کې شامل وي. دغه راز د شانګهایي د همکاریو سازمان غړو هېوادونو په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د اوږدمهاله مېلمه پالنې او ورسره د اغېزناکو مرستو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ د افغان کډوالو د باعزته او خوندي ستنېدو لپاره د نړیوالې ټولنې فعالې هڅې مهمې وبللې.
هغسې چې تمه یې کېده د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي په خپلې پرانستونکې وینا کې د چین، ایران، تاجکستان او روسیې د ولسمشرانو او پاکستان د لومړی وزیر په ګډون د غونډې اتلسو ګډونوالو ته وویل، باید د افغانستان د خلکو د سوکالۍ لپاره په ګډه هڅې وکړي. هغه له افغانانو سره بشري مرستې، افغانستان کې د ټولګډونې حکومت جوړیدل، د ترهګرۍ او نشه یي توکو پرضد مبارزه او ټولو ته مساوي حقوقونه د ګډونوالو ګډ لومړیتوبونه وبلل.
ښاغلی مودي زیاته کړه چې ځیني هېوادونه د خپلې تګلارې د یوې برخې په توګه له خپلو پولو اخوا له ترهګرۍ نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او ټینګار یې وکړ چې ترهګري په یو سیمه ییز او نړیوالې سولې ته په یو ګواښ بدل شوی دی.
د هند لومړي وزیر د ترهګرۍ له هرې بڼې سره د ګډې مبارزې غږ وکړ او ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د بل هېڅ ګاونډي هېواد پرضد ونه کارول شي.
دغه راز د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم وویل چې نړیواله ټولنه د افغانستان په برخه کې له په ټپه والړ حالت سره مخامخه ده او په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره کابل سره مهمې مرستې بندې شوې دي.
ښاغلي شریف په دې اړه تګلارې ته د بیا کتنې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره د راتلوونکو ګامونو د اخیستو لپاره په ماناداره توګه ښکیله شي. د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د طالبانو له حکومته هم وغوښتل چې کوټلې ګامونه پورته کړي ترڅو باوري شي چې خاوره یې د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو د افغانستان له خاورې د بل هر هېواد پرضد د کار اخیستنې په هکله په وار وار نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د خپلې تګلارې له مخې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد وکاروي.
د طالبانو به حکومت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دا وروستیو کې له الجزیره تلویزون سره همدا خبره بیا تکراره کړه.
د شانګهایي د همکاریو سازمان په پرونۍ غونډه کې یو بل د پام وړ پرمختګ دا و چې ایران ته په کې د سازمان بشپړ غړیتوب ورکړل شو چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي تاریخي ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د ایران غړیتوب به د ټولو لپاره د ښه امنیت، د اړیکو د پراختیا، د یوالي د پیاوړتیا، د هېوادونو حاکمیت ته د درناوي او د اقلیم د بدلون له امله ګواښونو سره د مبارزې لپاره زمینه برابره کړي.
د شانګهای د همکاریو سازمان پر خپلې ویبپاڼې لیکلي چې د سرمشریزې ګډونوالو د سیاسي، امنیتي، سوداګریزو، ترانسپورټ، انرژۍ او بشري مرستو په ګډون د سازمان د فعالیتونو په ټولو برخو کې پر څو اړخیزو همکاریو تمرکز وکړ او د دې سازمان د فعالیتونو د لا موثریت او عصري کولو لپاره یې د نظر تبادله وکړه.
اعلامیه زیاتوي چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د غونډې ګډونوال د شته وو ګواښونو او ننګونو په اړه وغږیدل او د نړیوالۍ حکومتولۍ د ښه کولو لپاره یې خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کړې.
دغه راز له سخت دریځې سره د مبارزې او ډیجیتلې بدلون په ګډون د سازمان د فعالیتونو په اړه ۱۴ سندونه هم لاسلیک شول.
چین، هند، قزاقستان، قرغیزیستان، روسیه، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او اوس ایران هم د شنګهایي د همکاریو سازمان چې یو سیاسي او امنیتي سازمان دی بشپړ غړیتوب لري.
افغانستان ته چې په تېر کې یې د دې سازمان په غونډو کې د څارونکې په توګه ګډون کاوه په پرونۍ غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.












