د شانګهای سازمان سرمشریزه؛ افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدو غوښتنه وشوه

د کورونا وبا له خپرېدو را وروسته په تېرو دریو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د شانګهای د همکاریو سازمان د اتو اصلي غړو هېوادونو مشران په دغه غونډه کې سره یو ځای کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورونا وبا له خپرېدو را وروسته په تېرو دریو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د شانګهای د همکاریو سازمان د اتو اصلي غړو هېوادونو مشران په دغه غونډه کې سره یو ځای کېږي.
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

د شانګهاي همکاریو سازمان 'ایس سي او ' ۲۲ مه سرمشریزه په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنې په ګډون د څه باندې ۴۰ سندونو په تصویب سره پاي ته ورسېده.

افغانستان د دې غونډې د بحثونو له اصلي موضوعګانو یو و. د سرمشریزې ګډونوالو د کانفرانس په څنډو کې هم د افغانستان په هکله خبرې کړې دي. خو خپله افغانستان چې د دغه سازمان څارونکی غړی دی، په یوه کال کې د دویم ځل لپاره غونډې ته نه و بلل شوی.

د شانګهای همکاریو سازمان په اعلامیه کې ویل شوي د یوه خپلواک، بې پرې، ولسواک، له هر ډول ترهګرۍ او نشه یي توکو پاک سوله ییز افغانستان ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې ویل شوې، په افغانستان کې دیوه داسې ټولشموله حکومت غوښتنه کوي چې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي پکې شتون ولري.

د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې کوربه هېواد ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د سمرقند په دغه غونډه کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د یوه مشترک صندوق د جوړېدو خبره وکړه او ټینګار یې وکړ چې په دغه ستونزمن حالت کې افغانستان باید یوازي پرېنښودل شي.

ښاغلي میر ضیایف وویل د افغانستان ګوښي پاته کېدل به یو ځل بیا دغه هېواد د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل کړي چې دده په ټکيو دا چاره د سیمي هېوادونو په ګټه نه ده. نوموړي همداراز په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د شانګهای همکاریو سازمان د غړيو هېوادنو پر اغېزمنو اړیکو او خبرو ټینګار وکړ.

ددغه سازمان غړو ویلي، د دې لپاره چې د سازمان د غړو هېوادونو په سیمو کې امنیت او ثبات رامنځته شي، د افغانستان وضعیت ته باید جدي پام وشي.

همداراز په دغه سرمشریزه کې هغه ۴۰ سندونه چې لاسلیک شوي، یو یې په دغه سازمان کې د ایران د دایمي غړیتوب په اړه دی. غړو هېوادونو ددغه سازمان د اصلی غړي په توګه د ایران ور ګډېدل یو تاریخي ګام وباله.

غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې غونډه کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې د دایمي غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د بېلاروس غوښتنه هم ومنل شوه.

د کورونا وبا له خپرېدو را وروسته په تېرو دریو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د شانګهای د همکاریو سازمان د اتو اصلي غړو هېوادونو مشران په دغه غونډه کې سره یو ځای کېږي.

په سمرقند کې د شانګهای د همکاریو سازمان له ۲۲ مې غونډې وروسته په دغه سازمان کې د ازبکستان د ولسمشر د ریاست یوه کلنه موده هم پای ته ورسېده. د سرمشریزې د پرېکړي پر بنسټ ددغه سازمان د راتلونکي دورې ریاست به هند کوي.