پاکستان: له مرګونو سېلابونو د ژغورلو لپاره څه باندې دوه میلیون کسان له سیمو اېستل شوي

د ژغورنې ډلې اړې دي کور په کور وګرځي چې کلیوال د کوچنیو کښتیو په مرسته خوندي سیمو ته ولېږدوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ژغورنې ډلې اړې دي کور په کور وګرځي چې کلیوال د کوچنیو کښتیو په مرسته خوندي سیمو ته ولېږدوي
    • Author, کوه ایو
    • دنده, بي‌‌بي‌سي

پاکستان کې چارواکي وايي، د هېواد پر ختیځو سیمو د سیلابونو له راوتو وروسته د پنجاب له ایالته څه باندې دوه میلیون کسان اېستل شوي‌ دي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر، انعام حیدر ملک د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په سند ولایت کې هم ۱۵۰ زره نور کسان له سیمې اېستل شوي او ښايي راتلونکو ورځو کې نور کسان هم له سیمو واېستل شي.

د نړیوالې طبي ادارې (International Medical Corps) د جمعې ورځې راپور له مخې، له جون میاشت راهیسې د موسمي بارانونو له امله پاکستان کې څه باندې ۹۰۰ کسان مړه شوي دي.

اقلیمي بدلون پاکستان کې د سېلابونو حالت لا نور ناوړه کړی او دا ځکه چې زورور بارانونه د سیندونو د اوبـو د کچې د لوړېدو لامل کېږي.

خو نیوکه کوونکي یې بیا پړه د طبیعي پېښو د مخنیوي په برخه کې د حکومت د پانګونې پر نشتوالي اچوي او دا چې د خبرداریو سم سیسټمونه او داسې زېربناوې نه لري چې د پېښو لپاره بسنه وکړي.

سېلابونو د کرنیزو ځمکو او کورونو لویې برخې له منځه وړې دي او دا د پاکستان د خلکو لپاره یو ستر ناورین دی. هغه هېواد چې ۴۰ سلنه وګړي یې وارد مخه د بېوزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي.

د پنجاب د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکو تېره میاشت بي بي سي ته ویلي وو چې ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو ملکیتونو د ساتلو لپاره د سېلاب د خطر سربېره په خپلو کورونو کې پاتې شوي دي.

مرستندویان اړ شول کور په کور وګرځي او کلیوال او څاروي یې په کوچنیو کښتیو کې له سیمې وباسي. خو دا چاره هم بې خطره نه ده، ځکه کوچنۍ کښتۍ د اوبو د زورورو څپو په وړاندې دومره مقاومت نه لري.

د سې شنبې په ورځ، نهه کسان هغه وخت مړه شول، کله چې د سېلاب ځپلو د ژغورنې یوه کښتۍ د اندوس سیند کې واوښته. څو ورځې مخکې بیا د جلالپور پیرواله ښار ته د څېرمې سیمې په ورته پېښه کې پنځه نور کسان مړه شوي وو.

د پاکستان ۴۰ سلنه وګړي د بېوزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان ۴۰ سلنه وګړي د بېوزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي.

دغو سېلابونو د ګاونډي هند په ځینو برخو کې هم سخت زیان اړولی دی، په دې هېواد کې لږ تر لږه ۳۰ کسان په کې مړه شوي او تر ۳۵۴ زرو زیات اغېزمن شوي دي.

په پاکستان کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي چې د پنجاب سېلاب ځپلو سیمو ته یې د مرستو څو ټنه توکي استولي دي، چې په کې کمپلې، خېمې او د اوبو پاکولو وسایل شامل دي.

د ډان ورځپاڼې راپور له مخې، د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې مشر ملک ویلي چې د اوبو وچېدو ته څو اوونۍ وخت په کار دی چې د زرګونو کلیو او کرنیزو ځمکو د "بیا رغاونې کار" پیل شي.

د اې بي سي راپور له مخې، دا اوونۍ ملګرو ملتونو د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره ۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې. همداراز، د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم مرسته تصویب کړې او د طبیعي پېښو مدیریت لپاره یې کسان ګومارلي دي. دا د ټرمپ د دویمې دورې په حکومت کې د امریکا له لوري لومړنۍ مرسته ده.

پاکستان د خپلې جغرافیې او د اقلیمي بدلون له کبله ډېر زیانمنېږي، ځکه دا هېواد له سختې ګرمۍ او باران دواړو سره مبازره کوي. د دغه هېواد ویلې کېدونکي کنګلونه نوي جهیلونه جوړ کړي، د اوبو کچه پکې ډېره ده او ناڅاپه په سیمو راتلی شي.

په ۲۰۲۲ کال کې، په پاکستان کې د څو میاشتو زورورو بارانونو له امله څه باندې ۱۷۰۰ کسان مړه شول او له ۳۰ میلیونو زیات خلک اغېزمن شول، چې دا د تاریخ په اوږدو کې یو تر ټولو وژونکو سېلابونو وو.

د روانو سېلابونو په ترڅ کې، د پاکستان چارواکو دا اوونۍ د اقلیم بېړنی حالت اعلان کړی دی او لومړي وزیر شهباز شریف چارواکو ته امر کړی چې د اقلیمي بدلون له ننګونو سره د مبارزې لپاره یو ۳۰۰ ورځنی پلان جوړ کړي.