د غواګانو خوشایه څنګه پر ګاز بدلېږي؟

- Author, ډېو هاروي
- دنده, سوداګري او چاپېریال
څومره کورونه د غواګانو په سرې تودېدای شي؟
دا هغه پوښتنه ده چې مخکې مې هېڅکله پرې فکر نه و کړی، خو اوس چې بریتانیا د تودوخې لپاره د دوامدارو سرچینو په لټه کې ده، ډېر بزګران خپلې سترګې هماغه څه ته اړوي چې له دوی سره نژدې شته.
د غواګانو له سرې څخه د بایومیتان ازادېدو چلن کېدای شي؛ نوی کېدونکی ګاز وي. او دا مهال د شاوخوا یو میلیون کورونو د مرکزي تودوخې بویلرونه پرې چلېږي.
خو د "زرغون ګاز ظرفیت" د کمپاین ډلې په وینا، د دې چارې د پراخولو لپاره "ستر ظرفیت" شته او دا شمېر تر ۱۵ میلیونه کورونو پورې رسېدای شي.
د لبنياتو اړوند بزګر چې د خپلو غواګانو خوشایه پر بایومیتان اړوي، دېته"د طبیعت خام تېل" بولي.
نو د غواګانو خوشایه څنګه پر ګاز بدلېږي؟ ایا رښتیا هم دومره ډېر ګاز ترې تولیدولی شو؟ او ایا دا لکه څومره چې ادعا کېږي هماغومره زرغونتیا او چاپېریال ته ګټور دی؟
د سمرسِټ د لبنیاتو بزګر ریچرډ کلوتیر د غواګانو سره ډېره خوښه ده. بروټن ته نژدې د سمرسِټ په غونډیو کې، د غواګانو په یوه غوجل کې موږ دا سره له ځمکې په زړو دودیزو بېلچو پاکوو. دا کار اوس زیاتره وخت د روباټ په مټ کېږي، خو بزګر خوشاله دی هغه څه پخپله وکړي چې ډېر خلک یې "چټل کار" بولي.
هغه وايي: "دا زموږ لپاره د طبیعت خام تېل دي. دا ډېر لوړ حرارتي ارزښت لرونکی فاضله مواد دي چې د ګاز د تولید لپاره کارېږي."
د ښاغلي کلوتیر کورنۍ له دوو پېړیو راهیسې د غواګانو پالنه کوي او تل یې د سرې ځواک درک کړی دی. په ۲۰۱۳ کال کې یې د ۴ میلیونه پونډو په لګښت یوه فابریکه جوړه کړه چې د خپلو غواګانو له خوشایه مېتان استخراج کړي.

سره په لویو ذخیرو کې راټولېږي او بیا یې له هوا نه تش حالت ته اړوي چې دې عملیې ته (Anaerobic Digester ویل کېږي، چېرې چې باکتریاوې عضوي مواد تجزیه کوي.
ښاغلی کلوتیر تشریح کوي: "میتانوجینک باکتریا ټول جامد مواد خوري او ډیر ښکلی میتان تولیدوي."
ګاز بیا پاکېږي او مخکې له دې چې د ملي ګاز شبکې ته ننوځي، په احتیاط سره تنظیمېږي.
ځینې ګاز مستقیم د وییک فارمونو د پنیر جوړونې لبنیاتو د چلولو لپاره کارول کېږي، چې د کلوتیر د کورنۍ کاروبار دی.
هغه وايي: "موږ ۱۰۰٪ خپله انرژي تولیدوو. دا د ځمکې د سیارې او زموږ د کاروبار لپاره ډېر ښه دی."
نو د وییک د غواګانو له ګاز څخه څو کورونه تودېدای شي؟ ښاغلي کلوتیر حساب کړی چې په ټوله کې په کال کې ۱۰،۰۰۰ کورونه.
څومره سره پر ګاز بدلېږي؟
ډېر لږ. د بریتانیا غواګانې هر کال شاوخوا ۹۰ میلیونه ټنه سرې تولیدوي، خو یوازې ۲.۵٪ یې د AD فابریکو ته ورکول کېږي.
سره له دې چې د وړیا انرژۍ او حتی د اضافي بریښنا د شبکې ته پلورلو ښکاره ګټې شته، د دې نصب لګښتونه ډېر لوړ دي.
نو اوس یو کمپاین روان دی چې له دې لارې ډېر ګاز تولید شي.

په کوچني کلي 'نیتر سټوې' کې، چې د کوانټوک غونډیو کې پروت دی، د کلي په تالار کې د زیږون ورځې مراسم روان وو.
دا یو غیر معمولي کيک دی، د یوه عجیب جشن لپاره. د کلي د ګاز فابریکې عمر ۱۰ کاله شو، نو محلي اوسېدونکو د دوو ګنبدي ګاز ټانکرونو یا ذخیرو په بڼه کېک جوړ کړ.
د لومړني ښوونځي ماشومان چې جشن ته راغلي وو، شاوخوا ټول عمر یې د نژدې فابریکې له ګاز سره نژدې تېر کړی دی.
دا فابریکه د غواګانو له سرې څخه نه، بلکې د انسان د خوړو فضله موادو له لارې تغذیه کېږي. دا د ځایي شوراګانو له خوا راټولېږي او پروسسولو ته ورکول کېږي او یو ځل بیا باکتریاوې کار پیلوي.
کیک د یو کمپاین برخه ده. د ویلز او ویسټ یوټیلیټیز شرکت د سمرسِټ په ملي ګاز شبکه کار کوي او شرکت غواړي چې ډېر بایومیتان تولید شي.
د "نیټ زیرو" د څانګې مشر میټ هینډل په وینا، "د هېواد لوېدیځه سیمه د بایوګاز لپاره یوه ګرمې سیمه ده."
په سوېل لوېدیځه بریتانیا کې ۲۰ بایومیتان فابریکې شته، خو شرکت نورې هم غواړي.
ښاغلي هینډل وویل: "موږ فکر کوو چې بایومیتان زموږ د ګاز په ترکیب کې ډېر مهم رول لوبولی شي او له هایدروجن او بریښنا سره د یو بشپړ سیسټم له لارې د تودوخې د سیسټم د کاربن کمولو په برخه کې کار وکړي."
څومره بایوګاز تولیدېدای شي؟
د کمپاین له مخې، لس برابره یا ترې ډېر.
څرګنده ده چې د ټولو غواګانو سره نه شي راټولېدای. خو که د خوړو ډېر پاتې شوني راټول شي او د لبنیاتو فارمونو ته نژدې نورې بایوګاز فابریکې جوړې شي، د "زرغون ګاز ټسک فورس" مشر چارلس مکالیسټر په وینا، "تر ۲۰۵۰ کال پورې موږ د ۱۰-۱۵ میلیونه کورونو لپاره د بایومیتان له لارې تودوخه برابرولی شو".

ټسک فورس استدلال کوي چې د فارمونو ترڅنګ د نورو بایوګاز فابریکو جوړول به د نوېدونکي انرژۍ اقتصادي ګټې کلیوالو سیمو ته پراخې کړي.
ښاغلي مکالیسټر وویل: "دا په کلیوالو ټولنو کې د پانګونې او په کلیوالو ټولنو کې د دندې رامنځته کولو معنا لري، نه په لویو ښارونو کې، حال دا موږ هغه انرژي کاروو چې کاربون یې کموي او ځایي چاپېریال ښه کوي."
خو ان که صنعت لس برابره وده وکړي، یو طبیعي محدودیت به ولري.
په پای کې، یوازې د همدومره غواګانو سره شته چې د سیسټم لپاره وکارول شي.
او همدلته "زرغون کمپاین کوونکي" اندېښنه لري چې بایوګاز به هومره زرغون نه وي لکه څومره چې ادعا کېږي.
زرغون ګاز که 'زرغوننمايي'؟
د غواګانو له سرې ګاز جوړول په پراخه کچه د ځمککې د سیارې لپاره ګټور ګڼل کېږي. د سرې میتان او په کنټرول شوي ډول کارول، د دې پر ځای چې هوا ته خوشي شي او د اقلیم بدلون خراب کړي، غوره دي.
خو بایوګاز له نورو سرچینو هم تولیدېږي، لکه د سون لپاره کرل شوي حبوبات چې د خوړو لپاره نه دي. او چاپېریال پتلي اندېښمن دي چې د پایپ لاینونو پاتې ګاز به لا هم له فوسیل سونګ څخه راځي، پرځای د دې چې د نوېدونکي برېښنا ځایناستی شي.
د ریګین فکري مرکز د انرژۍ شنونکو اټکل کړی چې په غوره حالت کې بایومیتان د بریتانیا د ټول ګاز د مصرف یوازې ۱۸٪ ځایناستی کېدای شي.
شنونکې ټامسن لونسډیل-سمیت، چې راپور یې لیکلی، وویل د بایومیتان ظرفیت ډېر تشریح کېدای شي.
هغې وویل: "ان ۱۸٪ هم یو خوشبینه سناریو ده، نو موږ اړ یو چې د تودوخې او ترانسپورت د کاربون کمولو لپاره نورې لارې ومومو."
ښاغلي کلوتیر بیا د خپلو غواګانو په غوجلونو کې یوازې په یوې خبرې ډاډمن دی. د هغه په څېر د لبنیاتو اړوندو بزګرانو لپاره د خپلو غواګانو د ورځنيو خوشایو طبیعي ځواک کارول بې له شکه ګټور دي.
هغه وویل: "خورا ډېر د فارم خوشایه شته چې په دې ډول فابریکو کې اچول کېدای شي، ډېر میتان تولید کړي او انرژي خوندي کړي چې بل ډول بریتانیا باید له بهر نه واخلي."
هغه وویل: "دومره ډېر د کرنیزو کثافات شته چې کولی شي دې ډول نباتاتو ته لاړ شي او ډېر میتان تولید کړي او انرژي خوندي کړي، که نه نو بریتانیا یې باید دغه هېواد ته وپېري."








