د ایران پلازمېنې په ګډون یو شمېر ښارونو کې پراخې مظاهرې لیدل شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران پلازمېنې تهران په ګډون بېلابېلو ښارونو کې خورا پراخې مظاهرې روانې دي. په خپرو شویو ویډیويي کلیپونه کې د ایراني حکومت مخالفینو خورا ستر لاریونونه او مظاهرې ترسترګو کېږي.
د بي بي سي فارسي څانګې په تائید شویو ویډیويي کلیپونو کې په تهران او دویم ښار مشهد کې د پنجشنبې پر ماښام سوله ییز مظاهرین ولیدل شول، چې امنیتي ځواکونو خپاره نه کړل. له هغه وروسته د انټرنېټ څار یوې ډلې وویل، په ټول هېواد کې انټرنېټي اړیکي پرې شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي چې په بېلابېلو ښارونو کې دولتي ځواکونه د مظاهره کوونکو شړلو لپاره ډزې کوي، په داسې حال کې چې مظاهره کوونکي د مذهبي مشر آیتالله علي خامنهيي پر ضد شعارونه ورکوي او د ایران رسمي بیرغونه له بېلابېلو ځایونو ښکته کوي.
د جنورۍ پر اتمه له یزد ښار څخه په خپره شوې یوې ویډیو کې د سړک پر غاړه څو سوځېدلي موټرونه لیدل کېږي. د ویډیو له غږ څخه څرګندېږي چې دا موټرونه د حکومتي ځواکونو او پولیسو وو او ښکاري چې د پنجشنبې د مظاهرو پر مهال اور ورته شوی دی.
د بيبيسي فارسي د راپور له مخې، د پنجشنبې پر ورځ خپرې شوې ګڼ شمېر ویډیوګانې ښيي چې د پولیسو پوستې او موټرونه سوځول شوي دي، او د بېلابېلو مظاهرو پر مهال د ځینو جوماتونو د سوځول کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
له ګیلان سیمې د ساحلي ښار بندر انزلي خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې مظاهره کوونکي لارو، کوڅو کې راوتلي دي. دا ښار په وروستیو ورځو کې د احتجاجي غورځنګ په یوه مهم مرکز بدل شوی دی.
دا مظاهرې چې د ایران اقتصادي بحران له کبله پیل شوې، په ۱۲ مه ورځ هم د دې هېواد په لارو، کوڅو کې روانې وې.
د انټرنېټ څارنې ګروپ نېټ بلاکس وايي، د ټول هېواد په کچه انټرنېټي اړیکي پرې شوې دي. بي بي سي هڅه وکړه، چې یو شمېر ایراني خبري وېبپاڼو ته ورسېږي، خو داسې و نه شول او د یوې ستونزې پیغام ترلاسه کېده.
بل لور د ایران مخکیني پاچا زوی رضا پهلوي چې له هېواده بهر واوسي، نن شپه هم د مظاهرو غږ کړی دی. په تائید شویو ویډیوګانو کې د ایران بېلابېلو ښارونو کې خورا پراخې مظاهرې لیدل کېږي، خو د ایران دولتي رسنۍ دا اعتراضونه خورا کم ښيي.
په دا وروستیو ورځو کې د ایراني امنیتي ځواکونو او احتجاجیانو تر منځ د تاوتریخوالي پېښې هم رامنځته شوې دي.
په یوه ویډیويي کلیپ کې چې بي بي سي او د بي بي سي فارسي څانګې تائید کړې، یو احتجاج کوونکی په داسې حال کې لیدل کېږي، چې د لورستان ولایت په خرم اباد ښار په یوه پراخ میدان کې هغه ایرانی بیرغ پورته کوي، چې د لمر او زمري نښان پرې جوړ شوی.
مظاهره کوونکو په فارسي ژبه د (ژوندی دې وي پاچا)، دا هغه حکومت ته اشاره ده، چې په ۱۹۷۹ د ایران له اسلامي انقلاب مخکې په دې هېواد کې واکمن و. د زمري او لمر نښان لرونکی بیرغ د اسلامي جمهوریت مخالفانو او د شاهي نظام پلویانو کې یو مشهور سیمبول بلل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې احتجاجونو له پیل څو ورځې وروسته وویل، که له احتجاج کوونکو سره زور زیاتی وشي نو امریکا به مداخله وکړي. ولسمشر ټرمپ ویلي و: ''موږ چمتو او مسلح یوو.''
د ایران د پخواني پاچا زوی رضا پهلوي پر پنجشنبه د ایران بېلابېلو برخو کې د مظاهرو هرکلی کړی او په دې هکله یې خپل لومړني غبرګون کې د انټرنېټ پر بندولو، له مظاهره کوونکو سره پر تاوتریخوالي او د دوی غږ غلي کول غندلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي پهلوي، چې له خلکو یې د مظاهرو لپاره لارو، کوڅو ته د وتلو غوښتنه کړې وه، پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: ''لکونه ایرانیان د خپلو حقونو لپاره درېدلي دي. په ځواب کې ایراني حکومت د عامه اړیکو وسائل بند کړي، ټیلیفونونه بند دي او کېدای شي د سټلائټ سګنلونو بندولو کوښښ هم وشي.''
نوموړي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مننه کړې، چې د ده په خبره د ایراني حکومت احتساب لپاره یې خپل هوډ تکرار کړی.
پهلوي د لوېديځو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې: ''اوس وخت رارسېدلی چې اروپايي مشران هم، خپله چوپتيا ماته کړي او په ښکاره ډول د ايراني ولس ملاتړ ته رامخکې شي. زه د نړۍ له ټولو مشرانو غوښتنه کوم چې شته تخنيکي، مالي او ډيپلوماټيکي وسايل وکاروي، چې له ايراني ولس سره اړيکې بېرته ټينګې شي، د هغوی غږ واورېدل شي او غوښتنې يې درک شي. مه پرېږدئ چې زما د زړورو هېوادوالو غږ غلی شي.''
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا خپل خبرداری تکرار کړی، چې "که دوی د خلکو وژنه پیل کړي" نو "موږ به یې ډېر سخت ګوزار پرې وکړو".
ټرمپ نن سهار د محافظه کار راډیويي خپرونې له کوربه هیو هیویټ سره په یوه مرکه کې وویل:
"ما دوی ته خبر ورکړی دی چې که دوی د خلکو وژنه پیل کړي، چې دوی مخکې هم کړي، دوی ډېری بلواوې لري، که دوی دا کار وکړي، موږ به یې ډېر سخت ګوزار پرې وکړو."
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شهزاده رضا پهلوي د ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې موږ به وګورو چې څوک راڅرګندیږي.
ښاغلي ټرمپ وویل: ''هغه پېژنم، ښه سړی ښکاري، خو ډاډه نه یم، چې په دې وخت کې به د ولسمشر په توګه (د هغه ملاتړ) مناسبه چاره وي. فکر کوم باید پرېږدو، چې ټول میدان ته راووځي، چې وګورو څوک سر پورته کوي.''
د یادونې ده، چې د ایران پولي واحد په مقابل کې د امریکايي ډالر ارزښت په تېر یوه کال کې نژدې اتیا سلنه پورته شوی او دا زیاتوالی په تېرو څو اونیو او میاشتو کې خورا زیات و.
د ایران اقتصادي وضعیت نه یوازې کړکېچن دی، بلکې په نژدې راتلونکي کې له دې بحرانه د دې هېواد وتلو کوم څرک هم نه لیدل کېږي.
په ایران کې د انفلاسیون کچه په یوه کال کې ۴۲ سلنه ده، خو د خوراکي توکو بیو کې دا کچه له۷۰ سلنې نه هم پورته بلل کېږي او په رپوټونو کې ویل کېږي، چې د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو برخه کې دا کچه ان تر ۱۱۰ سلنې پورې رسېږي.
د امریکا په مشرتابه نړیوال بندیزونه هم په دې برخه کې مهم رول لري، خو د اقتصادي وضعیت پېچلتیا یوازینی لامل همدا بندیزونه نه دي.








