ملګري ملتونه: سېلابونه هر کال زرګونه خلک وژني او میلیاردونه ډالر زیان اړوي

سېلابونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې نړيوال سازمان یا ډبلیو‌اېم‌او وايي چې د سختو ورښتونو او د یخچالونو د ويلېدو له کبله په نړۍ کې سېلابونه په زیاتېدو دي. په وینا یې، دا له پامه غورځېدلو او هغو ټولنو ته تر ټولو وژونکې پایلې لري چې خلکو ته پکې د سېلابونو په اړه خبرداري وختي نه رسېږي.

دغه سازمان دا خبره پرون دوشنبه (جولای ۲۱/چنګاښ ۲۹) په یوه رپوټ کې کړې. په وینا یې، د روان ۲۰۲۵ کال په مې او جون میاشتو کې سېلابونو نيپال، افغانستان او پاکستان وځپل او که تودوخه همداسې دوام وکړي نو د دا ډول سېلابونو خطر ښايي د روانې پېړۍ تر پایه درې برابره ډېر شي.

د ملګرو ملتونه د هوا پېژندنې سازمان همدا راز وایي چې سېلابونه او ناڅاپي نېزونه هر کال په نړۍ کې د زرګونه خلکو ژوند اخلي او میلیاردونه ډالر تاوان اړوي. وايي، په ۲۰۲۰ کې سختو سېلابونو یوازې په جنوبي اسیا کې تر ۶۵۰۰ ډېر کسان ووژل او ۱۰۵ ميلیارد ډالر اقتصادي زیان یې ورساوه.

دغه سازمان په خپل تازه رپوټ کې په ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې د سېلابونو یادونه کړې چې ۱۷۰۰ تنه یې ووژل، ۳۳ میليونه خلک یې اغېزمن کړل او تر ۴۰ میلیارد ډالرو ډېر تاوان یې واړاوه.

د سږ کال په اړه یې ویلي چې نړۍ له ورته وضعیت سره مخ ده او یوازې په روانه جولای میاشت کې جنوبي او لوېديځه اسیا او امریکا د پشه‌کال یا مون‌سون ورښتونو او د یخچالونو د ويلېدو له کبله د رامنځ‌ته شوو نېزونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د وژونکو پېښو شاهدې سيمې وې.

افغانستان سږ کال هم له سېلابونو سره مخامخ دی

سېلابونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر ۲۰۲۴ کال مې میاشت کې په بغلان کې سختو سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان ووژل، سلګونه نور يې ژوبل کړل او خلکو ته یې درانه مالي تاوانونه ورسول.

افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې د اقليمي بدلون له ناوړه پایلو کړېږي.

کله خلک او کرنيزې ځمکې د وچکالۍ ښکار کېږي او کله هم بې وخته ورښتونه او ناڅاپي سېلابونه افغانانو ته زیانونه اړوي.

تېر ۲۰۲۴ کال مې میاشت کې بغلان د افغانستان هغه ولایت و چې تر ټولو سخت سېلاب وځاپه؛ تر ۳۰۰ ډېر کسان یې ووژل، سلګونه نور يې ژوبل او خلکو ته یې درانه مالي تاوانونه ورسول.

همدا روان کال تېره (جون میاشت) هم د پلازمېنې کابل، خوست، پنجشېر، لوګر، میدان وردګ او ننګرهار په ګډون په ځينو ولایتونو کې سېلابونه راغلل چې د طالب چارواکو په وینا، یو شمېر کسان یې ووژل او د خلکو کورونه او کرنيزې ځمکې يې ویجاړې کړې.

نن سې شنبه (جولای ۲۲/چنګاښ ۳۱) هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی چې د اټکل له مخې یې د ورښت کچه له (۱۰ تر ۳۵ ملي متره) یاده کړې ده.

همدا راز یې په ځينو نورو ولایتونو کې د توندو بادونو خبرداری ورکړی دی.

پاکستان کې تازه سېلابونو لسګونه کسان وژلي

سېلابونه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول پاکستان کې په سېلابونو کې د وژل شوو شمېر ۱۸ ته رسېدلی چې له ډلې یې لس تنه په خیبرپښتونخوا کې مړه دي.

د افغانستان له ګاونډ پاکستانه بیا رپوټونه وايي چې تازه سېلابونو پکې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

طبيعي پېښو ته د رسېدو چارو اداره یې وايي چې په دغه هېواد کې د پشه‌کال یا مون سون ورښتونو له کبله د تېرې جون میاشتې له ۲۶ نېټې تر اوسه ۲۳۹ تنه وژل شوي او شاوخوا شپږ سوه نور ژوبل دي.

د بي‌بي‌سي اردو د رپوټ له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول پاکستان کې په سېلابونو کې د وژل شوو شمېر ۱۸ ته رسېدلی چې له ډلې یې لس تنه په خیبرپښتونخوا کې مړه دي.

د معلوماتو له مخې، پنجاب کې تر ټولو ډېر ځاني زیان اوښتی چې ۱۳۵ تنه پکې سېلابونو وژلي، په پښتونخوا کې ټول وژل شوي ۵۶، سېند کې ۲۴ او بلوچستان کې ۱۶ دي.

یاده اداره وايي چې د پاکستان په ځينو سيمو کې د ځمک‌ښويېدنې او د ځمکې د ننوتلو پېښې هم رامنځ‌ته شوې دي او د اوسني موسم له کبله د دغو پېښو د ډېرېدو خطر شته.

دې ادارې همدا راز اټکل کړی چې د دغه هېواد په ګڼو سيمو کې لا هم د سختو ورښتونو امکان شته.

غونډه نړۍ داسې مهال د اقلیمي بدلون له کبله له رامنځ‌ته شوو پېښو کړېږي چې اړوند ادارې او سازمانونه په خپلو کلنیو سرمشريزو کې له هېوادونو غواړي چې په دې برخه کې د مبارزې لپاره هڅې ګړندۍ او له اغېزمنېدونکو بې‌وزله هېوادونو سره مرستې ډېرې کړي.

دوی په وار وار د نړۍ د تودوخې د زیاتېدو لامل کېدونکو عناصرو د مخنیوي او د هغوی پر کنټرول ټینګار کړی خو څنګه چې په کار ده، هڅې یې هغومره بريالۍ نه برېښي.