افغانستان کې سختو ورښتونو او سېلابونو له امله تر ۳۰ ډېر کسان مړه شوي

سېلابونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وایي، د سالنګ تونل سربېره د افغانستان لږ تر لږه پنځو ولایتونو بامیان، غور، میدان وردګ، سرپل او دایکندي ته غځېدلې لارې تړل شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي. تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي. سلګونه کوره په بشبړ ډول وران شوي او لسګونه جریمه کرنه‌نیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده. ښايي دا شمېرې لوړې شي.

رپوټونه وايي، په لوېدیځ فراه ولایت کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۲۱، او په جنوب، کندهار کې اته کسان مړه شوي. ټپیان هم شته. ډېری قربانیان د لېرې پرتو سیمو خلک دي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له تېرو څو ورځو راهیسې واورې، باران او ږلۍ ورېږي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت پرون ویلي و چې دې طبعي پېښو په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر لارې هم بندې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس بي‌بي‌سي ته وویل، د سالنګ لویه لار چې د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ تر ټولو مهمه بلل کېږي، تړل شوې ده.

د هغه په وينا، د سالنګونو لويه لاره، د واورې ورښت، توپان، د کم ليدو او ځاني خطرونو د مخنيوي په موخه له تېرې شپې راهيسې د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده. ښاغلی حق‌شناس زیاتوي، د توپان له کمېدو او هوا له ښه کېدو سره به د واورو د اېستلو عمليات پيل او لويه لاره به پرانيستل شي.

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت ویاند وايي، د سالنګ تونل سربېره د افغانستان لږ تر لږه پنځو ولایتونو بامیان، غور، میدان وردګ، سرپل او دایکندي ته غځېدلې لارې تړل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند وايي، په لویو لارو او زیانمنونکو سیمو کې د واورو د اېستلو کار روان دی او هڅه کوي ژر تر ژره دغه لارې بېرته پرانیستل شي.

په لوېدیځ فراه ولایت کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۲۱، او په جنوب، کندهار کې اته کسان مړه شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په لوېدیځ فراه ولایت کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۲۱، او په جنوب، کندهار کې اته کسان مړه شوي.

چارواکو له خلکو غوښتي، چې په سختو لارو کې له تګ راتګه ډډه وکړي او موټر چلوونکي دې د خوندیتوب احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

د افغانستان یو شمېر ولایتونه په وروستیو دوو ورځو کې د پرله پسې ورښتونو شاهد وو، په پلازمینه کابل کې هم په ځینو واټونو کې د اوبو ډنډونو ښاریانو ته ستونزې جوړې کړې دي.

د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې د سختو واورو او بارانونو، د واورې او سېلابونو د احتمال خبر داری ورکړی و او وړاندوینه یې کړې وه، چې ښايي د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو باران او له ۱۰ تر ۵۰ سانتي متره واوره وورېږي.

د تېر کال په مۍ میاشت کې د افغانستان په بغلان ولایت کې هم سخت سېلابونه راووتل چې تر ۳۰۰ ډېر کسان یې ووژل. سلګونه نور یې ټپیان او پراخ مالي زیانونه یې واړول.

هغو سېلابونو تر ۲۰۰۰ څخه ډېر کورونه هم ویجاړ کړل، لسګونه کورنۍ یې بې ځایه کړې او ډېری کسان پکې ورک شول.

د افغانستان اقلیمي حالت

افغانستان د سختو موسمي پېښو، په ګډون د سېلابونو، وچکالۍ، د ځمکې ښوېدنې او د تودوخې څپو پر وړاندې خورا زیان منونکی هېواد دی.

دغلته غرنۍ سیمې او اقلیمي بدلونونه دا خطرونه لا پسې زیاتوي، چې پر ژوند، معیشت او زېربناو د پام وړ اغېزو لامل کېږي.

د سختې هوا لاملونه

۱. اقلیمي بدلون: د تودوخې لوړوالی د موسمي پېښو سختوالی زیاتوي. د اقلیم بدلون د واورې د ژر ویلې کېدو لامل کېږي او د سختو سېلابونو دلیل هم یادېږی، په داسې حال کې چې د تودوخې څپې او وچکالۍ هم ورسره زیاتېږي.

۲. د ال نینو پېښې: وروستۍ څېړنې ښیې چې د ال نینو قوي پېښې کولی شي په سیمه کې د سختو بارانونو احتمال زیات کړي، لکه څنګه چې د ۲۰۲۴ کال په پسرلي کې ولیدل شوې.

۳. توپوګرافي: د افغانستان له ۶۰٪ ډېرې سیمې غرنۍ دي، چې د درنو بارانونو او د واورې د چټک ویلې کېدو له امله د ځمکې ښوېدنې او سېلابونو سره لامل کېږي.

۴. ټولنیز اقتصادي لاملونه: د افغانستان نازک اقتصاد، زېربناوې او تر څنګ یې لسیزو جګړو، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او ځواب ویلو وړتیا محدودې کړي.

د سختې هوا اغېزې

بشري ناورین: سېلابونه او وچکالۍ د بې ځایه کېدو، د ژوند له لاسه ورکولو او د کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو لامل کېږي.

په ۲۰۲۴ کال کې، سېلابونو د افغانستان زیاتره ولایتونه اغېزمن کړل، د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې او د پام وړ بې ځایه کېدو لامل شول.

اقتصادي پایلې: کارپوهان وايي پرله پسې ناورینونه اقتصادي پرمختګ پڅوي ، د خلکو د اقتصاد بنسټونه کمزوری کوي، د خوړو نا امني ډېروي، او د کډوالۍ فشارونه زیاتوي.