افغانستان او پاکستان کې سېلابونه: په خوست، ژوب او میدان وردګو کې شپږ تنه مړه شوي

پښتونخوا

د بلوچستان په ژوب سیمه کې د سېلاب له کبله د یوې کورنۍ څلور کسان مړه شوي دي. په وژل شویو کې دوې ښځې او دوې ماشومانې شاملې دي.

رپوټونو کې ویل شوي، وژل شوي کسان د پاکستان پنجاب ایالت اوسېدونکې وې.

د ژوب مرستیال کمشنر نوید عالم په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم ته د ټیلیفون له لارې وویل، دغه کسان په یوه ګاډي کې له ژوبه د پنجاب ملتان ته پر لاره وو، چې په سلیازه تفریحي سیمه کې دمې ته تم شوي او په سېلاب لاهو شوي.

نوموړی افسر وايي، د پېښې په هکله له معلوماتو وروسته دوی هلته ورسېدل، د موټر چلوونکی او یوه ښځه یې وژغورل او د دوو ماشومانو او دوو ښځو مړي یې راوایستل.

ښاغلی عالم وايي، په همدې سیمه کې دوه نور موټر هم سېلابي اوبو په مخه کړي وو، خو د سیمې خلکو پکې ناست کسان له ډوبېدو ژغورلي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، په نژدې یوه بله سیمه هرنايي کې هم د سېلابونو راوتلو له کبله درې کسان په اوبو کې ایسار شوي وو، خو د ځايي چارواکو په وینا وروسته ژغورل شوي دي.

د بلوچستان مرکز کوټې په ګډون کلات، خضدار، لسبیله، سوراب او بارکان سیمو کې هم بارانونه شوي، خو له ژوب پرته نورو سیمو کې د سر زیان اوښتو رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

له دې مخکې د خیبر پښتونخوا په سوات او ملاکنډ ولسوالیو کې د جمعې ورځې د سختو اورښتونو له امله ناڅاپي سېلابونه راووتل، چې له امله یې لږترلږه ۱۶ کسان لاهو شول.

د رسنیو د راپورونو له مخې یوه کورنۍ چې د پنجاب له سیالکوټه سوات ته د تفریح لپاره تللې وه، د زورورو سېلابونو څپو کې غرقه شوې.

سوات کې د ۱۱۲۲ ژغورنې ډلې ویاند بلال فایزي پرون ویلي چې د هغو ۱۶ کسانو له ډلې، چې د جمعې پر ورځ سهار د سوات په سیند کې ورک شوي وو، تر دې دمه د ۹ کسانو جسدونه موندل شوي، او درې تنه ژوندي ژغورل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پاتې څلورو کسانو د موندلو هڅې لا روانې دي. راپورونه ښیي چې د سیلابونو له امله په سوات کې ۵۶ کورونه زیانمن شوي دي.

په افغانستان کې سېلابونه

د لوګر ولایت په ځینو سیمو کې اوښتي زیانونه

د عکس سرچینه، Social media/Habiburahman

د عکس تشریح، د لوګر ولایت په ځینو سیمو کې اوښتي زیانونه

د افغانستان له ځینو ولایتونو رپوټونه وايي، سېلابونو یو شمېر کسان مړه او ژوبل کړي او کورونه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړي. د طالبانو حکومت وايي سېلاب ځپلو سیمو ته یې د ارزونې ډلې استولي.

د میدان وردګو ولایت ځايي چارواکو ویلی، په نرخ، چک، دایمیرداد او جغتو ولسوالیو کې سېلابونو لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه له منځه وړي دي. دغه ولایت کې د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس مولوي فیض الله جلالي د باختر دولتي خبري اژانس ته ویلي "په نرخ ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي."

په لوګر کې هم د سختو سېلابونو د راوتلو ویل شوي. پر خواله رسنیو له مرستندویه بنسټونو او حکومتي ادارو غوښتل شوي چې ځپل شویو سیمو کې دې د خلکو لاس نیوی وکړي. لوګر کې د طالبانو حکومت ولایتي ویاند صدیق احمد صدیقي وايي، "تېره شپه شاوخوا یوه بجه د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله یې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او فصلونه له منځه تللي، ګڼ کورونه نړېدلي او لسګونه کورنۍ بې‌کوره شوې دي."

لوګر

د عکس سرچینه، Social media/Habiburahman

په سویل ختیځ ولایت خوست کې هم د سېلابونو له امله د زیان اوښتو رپوټونه ورکړل شوي. په خوست کې د طالبانو حکومت د ولایتي ادارې وياند مستغفر ګربز ویلي "په موسی خېلو، نادرشاه کوټ او صبریو ولسواليو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله یو تن مړ او یو بل ټپي شوی دی، چې د درملنې په موخه تخصصي روغتون ته لېږدول شوی دی" ښاغلی ګربز وايي، د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې یادو سېلابونو سلګونه جريبه کرنیزې ځمکې او کروندې وېجاړې کړې دي.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم چارواکو او ولسي خلکو د سېلابونو له امله د زیان اوښتو خبره کړې.

د لعلپورې ولسوال لعل خاتم قرار ویلي "د دغه ولسوالۍ په ګلډاک، ګرداوي، شاکوټي او چکنور سیمو کې د سختو اورښتو او سېلابونو له امله ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او کروندې ترڅنګ استنادي دېوالونه، او فرعي سړکونه هم وېجاړې او یو شمېر خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي."

تېر کال هم د دوبي موسم کې زورورو سېلابونو د هېواد بېلابېلو سیمو کې ګڼې کورنۍ ځپلې وې. د تېر کال په مۍ کې بغلان تر ټولو ډېر وځپل شو او سېلابونو په کې لسګونه کسان مړه او ژوبل او ان په ځينو سیمو کې بشپړ کلي ویجاړ شول.

اقلیمي بدلون، د سېلابونو د راوتلو یو مهم دلیل یادیږي او د ژغورنې د وسیلو کمی او لږ امکانات ډېر کله د پراخو ویجاړیو لامل کېږي.