'د افغانستان ۲۱ ولایتونو کې د نورو سېلابونو راوتلو وېره شته'

وردګ

د عکس سرچینه، BakhtarNews

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په راتلونکو درو ورځو کې به ځینو ولایتونو کې ډېر سېلابونه راووځي.

دغه وزارت ویلي، امکان لري چې کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، غوربند، پکتیکا، خوست، پکتیکا، لوګر، وردګو، غزني، تالقان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزیان، ترینکوت، ارغندان، نیمروز او فراه ولایاتونو کې د اوبو سطحه لوړه شي.

دغه وزارت په یادو ولایتونو له خلکو غوښتي چې د سېندونو غاړو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.

دغه وزارت وايي، دا سېلابونه به د اټکل له مخې نن شنبه (اګسټ ۲۰مه/زمري ۲۹مه) پیل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هوا پېژندنې کورنیو او بهرنیو ادارو تر راتلونکو درو ورځو د سختو بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

په ورته وخت کې، تېره شپه سېلابونو د وردګو ولایت په چک او سید اباد ولسوالیو کې ۳۰ د استوګنـې کورونه نړولي، په لسګونو عمومي، فرعي لارې، پلونه، پلچکونه تخریب او بند دي، خو چا ته ځاني تلفات نه دي اوښتي.

مخکې هم په دې ولایت کې خلکو - په تېره کرونګرو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي وو.

Afghanistan

د عکس سرچینه، Social Media

درې ورځې وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا "اوچا" ویلي، په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون له کبله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ پخپل تازه رپوټ کې ویلي وو چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې سېلابونو ۴۱ تنه وژلي او شاوخوا اته سوه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

افغانستان که له یوې خوا وچکالۍ ځپلی، وروستیو سیلابونو په پراخه کچه مرګژوبله او مالي زیانونه هم ور اړولي دي.