وردګ، زابل، غزني او پکتیا په ګډون یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي دي

- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
پکتیا، خوست، غزني، زابل او د وردګو په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پرلپسې ورښتونه شوي چې له کبله یې پرون دوشنبه او نن سخت سېلابونه راوتلي دي.
رپوټونو کې ویل شوي، دې سېلابونو د پکتیا سید کرم ولسوالۍ کې د کروندګرو ځمکې زیانمنې کړې دي.
د پکتیا ولایت یو اوسېدونکی وایي:"سید کرم ولسوالۍ کې ډېر سخت سېلاب راغلی دی. زمونږ د سیمې ۹۰ سلنه کرنېزې ځمکې یې له منځه وړې دي."
افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په وردګ، غزني او زابل ولایتونو کې سېلابونو کرنیزو ځمکو، باغونو او پولچکونو ته زیانونه اړولي دي.
وردګ ولایت کې د طالبانو حکومتي مسولین وايي، جغتو ولسوالۍ کې سلګونه جريبه کرنیزه ځمکه سېلابونو لاندې کړې ده.
د طالبانو ولایتي چارواکو پژواک خبري اژانس ته ویلي، سېلابونه پرون له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې له سختو بارانونو وروسته راوتلي دي.
د جغتو ولسوال مولوي محمد سردار ثابت وايي، سېلابونو کرنیزې ځمکې او باغونه لاندې او خراب کړي دي:
"سېلابونه د جغتو ولسوالۍ په کمال خېلو، اختر خېلو، قدرت خېلو او مصري خېلو کلیو کې راوتلي او شاوخوا ۱۰۰۰ جرېبه کروندې او باغونه يې خراب کړي دي."

د عکس سرچینه، Ezattullah Sediqi
یاد کلي د سېلابونو د تګلوري په کرښه پراته دي چې نسبتاً لوړو سیمو د باران اوبه وربهېږي.
د جغتو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالحلیم بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د ټیلیفون پر کرښه وویل، پرون مازدیګر هلته له تېز باران وروسته له کمکي اریاب کلي د ولسوالۍ شېله کې سېلابونه راووتل، خو د مالي زیان په اړه یې بې خبري وښوده.
د وردګو ولایت مڼې ډېرې مشهورې دي او د دې ولایت اوسېدونکو لپاره ښه اقتصادي سرچیڼه ګڼل کېږي خو اوس ویل کېږي، وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو د مڼو باغونو ته ډېر زیانونه اړولي دي.
دا چې د دغو سېلابونو له کبله څومره د سر او مال زیان اوښتی لا تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي او چارواکي وايي، چې د وردګو په سید اباد کې هم سېلابونه راوتلي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولتوزارت مرستیال شرف الدین مسلم بي بي سي ته وویل، چې د وردګو تر څنګ زابل ولایت کې هم سېلابونه راوتلي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي فیض الله جلالي وایي، د جغتو ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې شاوخوا ۲۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه او د مرکز بهسودو په کزاب سیمه کې د يوه سړک په ګډون يو پل نړېدلی دی.
د دغه ریاست چارواکو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې په جغتو ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ جرېبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
د طالبانو د حکومت ځینې نور چارواکي بیا د وردګو ترڅنګ نورو ولایتونو کې هم د سېلابونو راوتو خبر ورکوي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي مشر مولوي فیض الله جلالي بي بي سي ته وویل، د وردګو په بهسودو کې سېلابونو لارې بندې کړې او پولچکونه یې وران کړي دي.
نوموړی وايي، جغتو کې یې لوی کرنیز زیان اړولی چې د کروندګرو د زردالو او غنمو حاصلات یې له منځه وړي.
د یادولو ده چې د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې د غنمو، زردالو او توتو په ګډون د یوشمېر کرنیزو حاصلاتو د ټولو وخت دی چې دا ډول سېلابونه ورته لوی زیانونه اړولی شي.
ښاغلی جلالي وايي، غزني او زابل کې هم سېلابونه راوتلي او کرنیز زیانونه یې اړولي دي خو تر دې دمه د سر د زیان اوښتو معلومات ورته نه دي رسېدلي.
د غزني ولایت اوسیدونکی فیض محمد فیضان غزنوي بي بي سي ته وويل:" سیلابونو د وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د کابل غزني لویه لاره هم زیانمن کړې ده او د لارې مسافر بیرته راګرځيدلي دي."

بلخوا د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، د کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزنى او زابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل شوی دی.
یاده اداره زیاتوي، بلخ، هرات، فراه، نيمروز او بادغېس کې چټک بادونه او دوړي شته چې د باد سرعت به په بېلابېلو سيمو کې له ٢٠ څخه تر ٩٠ کيلومتره په ساعت کې وي.












