د افغانستان په لوېديځ کې د زلزلې له امله "۲۶ تنه مړه" شوي

د عکس سرچینه، Bakhter
د افغانستان له شمال لوېدیځ بادغیس ولایته را رسېدلي رپوټونه وايي دغه ولايت کې زلزلې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
رپوټونه وايي پېښه کې ډېر کورونه نړېدلي دي.
د بادغیس والي ویاند بازمحمد سروري ویلي، د پېښې د قربانیانو په ډله کې پنځه ښځې او څلور ماشومان هم شامل دي.
هغه فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، مرګژوبله هغه مهال واوښته چې د زلزلې له کبله د ځینې کورونو چتونه ونړېدل.
دغه طالب چارواکی وايي، د بادغیس یوه بله ولسوالۍ مقر کې هم زیان اوښتی، خو په اړه یې معلومات نه لري.
قادس ولسوالۍ له ولایتي مرکز قلعه نو نه نژدې ۴۱ کیلومتره لېرې پرته سیمه ده.
د امريکا د جيولوژيکې سروې ادراې ويلي، زلزله د افغانستان لوېديځ کې د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو په ۴۱ کیلومترۍ کې شوې ده. زلزله د ريختر په کچه ۵.۳ درجې ښودل شوی دی.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ډېرې زلزلې په کې کیږي، په تېره د هندوکش غرونو کې.
طالب چارواکو زلزله ځپلې سیمې ته د مرستو او ژغورنې عملې استولو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د مخکني حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبد الله په یوه بیان په دې اړه خواشیني ښودلې او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې زلزله ځپلې سېمې ته مرستې ورسوي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
ويل کېږي زلزله دومره زوروره وه چې د ايران ختيځ مشهد کې يې هم ټکانونه محسوس شوي دي.
بادغیس د افغانستان په لوېدیځ کې له ترکمنستان سره پوله لري.
په ټولنيزو رسنيو خپريو شويو عکسونو او ويډيوګانو کې د دې زلزلې له امله پېښ شوی ويجاړی ليدل کېږی.










