افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له کبله لږ ترلږه ۴۰ تنه وژل شوي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې وروستيو اورښتونو او سېلابونو درنه مرګژوبله اړولې ده. د طالبانو حکومت د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت معين مولوي شرف الدين مسلم له بي بي سي سره خبرو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۴۰ تنه ښودلی دی.
نوموړي همدا راز د ۱۰۰ کسانو د ټپي کېدو او د ۲۰ نورو د لادرکه کېدو خبره کړې ده.
تېرې څو ورځې د افغانستان مخلتفو ولایتونو کې شدید باد، باران، ږلۍ او سېلابونو درانه زیانونه اړولي دي. ښاغلی مسلم وايي، په دې پېښو کې ۱۲۰۰ زره کورونه ويجاړ شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له نړیوالو ادارو، مرستندویه بنسټونو او هېوادونو غوښتي چې دغه هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله زیانمنو شویو خلکو سره عاجلې بشري مرستې وکړي.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: "د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو درنو ځاني او مالي زیانونو په اړه د تسلیت ترڅنګ له ټولو خیریه بنسټونو، نړیوالو موسساتو او هېوادونو څخه د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کوو."
طالبان وايي "په دې خاصو شرایطو" کې دې د دوی د سېلاب ځپلو هېوادوالو د "سرپنا، خوراک، صحت او زراعت برخو کې لاسنیوی وشي".
پژواک خبري اژانس طبیعي پېښو ته د چمتووالي چارو کې د دولت وزارت په حواله لیکلي چې دغو سېلابونو کې تر دې دمه لږترلږه د ۲۲ کسانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي.
دغو سېلابونو بېلابېلو سیمو کې د استوګنې سلګونه کورونه ویجاړ او یا یې درانه زیانونه ور اړولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چارواکو په وینا له ۳۰۰ ډېر څاروي او پر زرګونو جریبه ځمکه کرل شوي فصلونه هم لمنځه تللي.
رپوټونه وايي بادغیس، فاریاب او بغلان کې تر نورو ولایتونو ډېر زیان اوښتی دی.
د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر میا شهباز شریف هم تېره ورځ د ټویټ یوه پوست کې له نړیوالې وغوښتل چې افغانستان کې سېلاب ځپلو سره بشر دوستانه مرستې وکړي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان به هم له خپله اړخه مرسته وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان هوا پېژندنې ادارې څو ورځې وړاندې د دغه هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د ګڼ باران، تالندې، تندر او چټکو بادونو وړاندوینه کړې وه.
چارواکو ویلي و چې د هېواد په ځینو برخو کې ښايي د باران کچه له ۲۰ تر ۶۰ ملي مترو پورې ورسېږي.
دا ږلۍ، ورښتونه او سېلابونه داسې مهال دي چې د افغانستان ځینې سیمې له تېرو پنځو کلونو راهیسې سختې وچکالۍ ځپلې.









