د افغانستان ۲۷ ولايتونه له وچکالۍ کړېږي

د ویډیو تشریح، د افغانستان ۲۷ ولايتونه له وچکالۍ کړېږي

په افغانستان کې دغه اوسني سېلابونه په داسې وخت کې راغلي چې دغه هېواد په تېرو پنځو کلونو کې له تر ټولو بدې وچکالۍ سره مخامخ دى.

د ملگرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي له تېر کال راهيسې د افغانستان له ٣٤ ولايتونو ٢٧ له وچکالۍ کړېږي چې ورسره کرنيز حاصلات شل په سلو کې کم شوي دي.