افغانستان؛ تالندې، ږلۍ او سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

سیلاب
د عکس تشریح، عکس ارشیف

افغانستان کې د پروان؛ میدان وردګ، بادغیس، بغلان،‌ سمنګان په ګډون له بېلابېلو ولایتونو د سختو ورښتونو، ږلۍ او سېلابونو راپورنه ورکړ شوي‌ دي.

د رپوټ له مخې دغو سېلابونو تازه پروان کې دوه کسان وژلي‌ دي.

دا سېلابونه د پروان په شینواري،‌ سیاګرد او شیخ علي ولسوالیو کې راوتلي چې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم تخریب کړې.‌

پژواک خبري‌ اژانس بیا د پروان د ځايي چارواکو په حواله هلته د سېلابونو له کبله د مړو شویو شمېر درې تنه ښودلی او ویلي یې دي‌ چې بامیان سره د دغه ولایت لار هم تړل شوې.

همدا راز له بادغیس ولایته هم وروستیو سېلابونو کې د پنځو کسانو د مړینې خبر ورکړ شوی.

سختې ږلۍ او سېلابونو د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار او "دره صوف پایین" ولسوالۍ او همدا راز د میدان ورګ په چک ولسوالۍ کې‌ هم باغونه، کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه زیانمن کړي دي.‌

له دې سره طبیعي پېښو ته د چمتووالي چارو کې د دولت وزارت ویلي‌ چې له لسو ولایتونو ورته د سېلابونو راوتلو راپورونه ور رسېدلي.

د دغه وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم طلوع نیوز ویل‍ي‌ چې له تېرو درېو ورځو راهیسې دغو سېلابونو کې شوخوا شل کسان مړه او ۳۰ نور ټپي شوي دي.‌

ښاغلي مسلم زیاته کړې دغو سېلابونو شاوخوا ۱۰۰ کورونو ته هم زیان اوښتی او همدا شان لسګونه څاروي هم وړي دي.

هغه ویلي دا شمېرې او مالومات لومړني دي‌، او ښايي‌ بدلون پکې راشي.‌

پروان

د عکس سرچینه، PRESS OFFICE OF PARWAN GOVERNOR

د یادونې ده چې وړاندې د افغانستان هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د ګڼ باران، تالندې، تندر او چټکو بادونو وړاندوینه کړې ده.

چارواکو ویلي و چې د هېواد په ځینو برخو کې ښايي د باران کچه له ۲۰ تر ۶۰ ملي مترو پورې ورسېږي.

دا ږلۍ،‌ ورښتونه او سېلابونه داسې مهال دي‌ چې د افغانستان ځینې سیمې له تېرو پنځو کلونو راهیسې سختې وچکالۍ ځپلې.

د افغانستان هوا پېژندنې ادارې ویلي‌ و چې د سختو اورښتونو دا لړۍ به تر پنجشنبې ورځې دوام وکړي.