د افغانستان هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه کړې

افغانستان

د عکس سرچینه، Herat Governor office

د افغانستان هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د ګڼ باران، تالندې، تندر او چټکو بادونو وړاندوینه کړې ده.

د هوا پېژندنې اداره وروستۍ وړاندوینه داسې مهال کوي، چې د افغانستان ځینې سیمې له تېرو پنځو کلونو راهیسې سختې وچکالۍ ځپلې او ځینې نورو سیمو کې بیا د اقلیمي بدلون له کبله خورا ناوړه اغېزې لیدل شوې دي.

دا وروستیو کې په افغانستان کې همدا وچکالي د لوږې بحران له سترو لاملونو ی بلل کېږي. بل لور د هوا پېژندنې ادارې په یوه اعلامیه کې ویل شوي د سختو اورښتونو لړۍ به د پنجشنبې تر ورځې دوام وکړي.

چارواکي وايي، د هېواد په ځینو برخو کې ښايي د باران کچه له ۲۰ تر ۶۰ ملي مترو پورې ورسېږي.

غزني، کاپیسا، کونړ، نورستان، ننګرهار، غور، سمنګان، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، بلخ، بغلان، بدخشان، پکتیا، پکتیکا، خوست، پنجشېر او پلازمېنه کابل هغه ولایتونه بلل شوي، چې د ګڼ باران وړاندوینه پکې شوې او د چارواکو په وینا له همدې کبله د سېلونو راوتلو احتمالي خطر هم شته.

د مناسبې ښاري اډانې نشتوالي له کبله په افغانستان کې هر اقلیمي بدلون د ولس لپاره د سختو شرایطو او ناوړه پایلو لامل کېږي.

په تېر کې هم په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له کبله موسمي بدلونونه لیدل شوي او طبیعي پېښې رامنځته شوې دي.

د وچکالۍ یا سختو اورښتونو له کبله د افغانانو بې ځایه کېدل یوه داسې ستونزه ده، چې د جګړو له لاسه د بې ځایه شویو سلګونه زره افغانانو شمېر یې نور هم زیات کړی دی.