ملګري ملتونه: افغانستان کې اقلیمي بدلون خلک ځپلي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د عکس سرچینه، INFAAQ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون له کبله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ پخپل تازه رپوټ کې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې سېلابونو ۴۱ تنه وژلي او شاوخوا اته سوه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
په رپوټ کې راغلي، "د اګست له ۱۱ تر ۱۵مې سېلابونو په کاپيسا کې ۱، خوست کې ۳، لوګر کې ۹، ننګرهار او پروان کې ۱۱ او پکتیا کې ۷ تنه وژلي او ۱۷ نور یې په دغو ولایتونو کې ژوبل کړي دي"
په همدې حال کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت وزارت په وروستیو سېلابونو کې خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر تر دې لوړ ښيي.
د دغه وزارت ویاند او د عامه اړیکو مشر مولوي محمد نسیم حقاني وايي، "په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په لسو ولایتونو کې د سختو سېلابونو له کبله په بېلا بېلو ولایتونو کې ۸۱ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ژوبل شوي دي. سلګونه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنيزه ځمکه یې تخریب کړې ده"
د ښاغلي حقاني په خبره، مرستندویه ډلې یې سیمې ته رسېدلې دي او پر زیانمنو شویو کورنیو یې د سرپناه تر څنګ ځینې خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشلې دي.
د دغه وزارت مرستیال شرف الدین مسلم پرون (سې شنبه) بي بي سي پښتو ته ویلي، "د پروان په سیاګرد او شینوارو ولسوالیو کې ۲۹ کسان شهیدان شوي، ۹۳ ټپیان دي او یو شمېر ورک دي. په کاپیسا کې بیا پنځه هېوادوال شهیدان شوي او اووه ټپیان دي. په ننګرهار کې څلور شهیدان شوي او ۱۱ ټپیان دي. په غزني کې هم پنځه کسان هغه بس کې شهیدان شوي چې سیلابونو کې ايسار شوی و."
د اوچا د رپوټ له مخې، وروستیو سېلابونو تر ټولو ډېر د ننګرهار ولایت ځپلی دی چې شاوخوا ۲۴۰۰ کورنۍ یې اغېزمنې کړې دي او پکتیا ورپسې دویم ډېر اغېزمن شوی ولایت دی.
د ژمي تر راسېدو وړاندې لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده:

د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر همدا راز وايي چې له تېرې جون میاشتې راهیسې یې شاوخوا ۵۵ زرو اغېزمنو ته مرستې راټولې کړې دي خو د ژمي تر رارسېدو وړاندې لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.
دغه اداره وايي چې خلک په یادو سیمو کې بېړنۍ سرپناه، خوړو، اوبو، او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري او تر څنګ یې روغتیايي مرستې هم په لومړیتوب کې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د رپوټ پر بنسټ سېلابونو په ګڼو ځایونو کې کرنيزې ځمکې لاندې کړې دي او په ځينو سیمو کې یې لویې لارې هم ویجاړې کړې دي.
د چاریکار-بامیان او د تېرا-ګردېز لویې لارې یې خرابې کړې دي او پر دغو لارو کابل ته د تلونکو خلکو پر مخ یې خنډونه جوړ کړي دي.
افغانستان که له یوې خوا وچکالۍ ځپلی، وروستیو سیلابونو په پراخه کچه مرګژوبله او مالي زیانونه هم ور اړولي دي.
تر ډېره سېلابونو په هغو سیمو کې ویجاړی کړی چې خوړ ته څېرمه دي.
یوازې تېره اوونې نژدې ۶۱ نور کسان سیلابونه مړه کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې پرون سې شنبه هم د خوست، پکتیا، کونړ، ننګرهار او زابل په ګډون په بېلا بېلو ولایتونو کې د لا نورو ورښتونو د احتمال خبر ورکړی دی.










